د ننګرهار والي په مشرۍ د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د جوړیدو په موخه غونډه وشوه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د جوړیدو په موخه د وري په ۵مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې غونډه وشوه،چې د کمیټو مسؤلینو او یو شمیر نورو په کې ګډون کړی و.
ننګرهار والي د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د جوړیدو په موخه د کمیټو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د هېواد په کچه وتلي شاعران او د شعر مینوال یادې مشاعرې ته دعوت کړي .
هغه همدا راز لارښوونه وکړه،چې د مشاعرې جوړیدو پر مهال دې شاعرانو ته سپارښتنه وشي،ترڅو د شعر په ژبه د توهین او ملي ګټو ته د زیان پر ځای د اصلاحاتو د رامنځته کیدو په موخه خپل شعرونه ولولي .
د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو رئیس احمدشاه سادات وویل،د مشاعرې د جوړیدو په موخه یې پنځه کمیټې جوړې کړي،چې عملا یې په چارو پیل کړی دی .
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم وویل،د کمیټې له لورې د مشاعرې نیټه د روانې میاشتې لسمه نیټه ټاکل شوې،چې د سهار له اته بجو څخه به یاده دودیزه مشاعره پیل شي.
جلال اباد ښار وال،کار او ټولنیزو چارو،ښار جوړونې او اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې د مشاعرې جوړیدو په موخه به لا هم بشپړ چمتوالی ونیسي.
ټاکل شوې،چې د وري په لسمه د ننګرهار ولایت په مرکز کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شي،چې هېوادوال په کې پرته له کارته ګډون کولای شي .
په هېواد کې د کوچيانو د چارو د رئیس په مشرۍ يو شمېر سناتورانو او پخوانيو جهادي قوماندانانو له ننګرهار والي سره د ليدنې پرمهال په دې ولايت کې د کوچيانو ستونزې شريکې کړې.
دغه غونډه ، چې د جمعې په ورځ د جلا ل اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه پکې په هېواد کې د کوچيانو د چارو مشر دلاور فيضان ، پخواني جهادي قوماندان زرداد فريادي،قوماندان قلم او يو شمېر نورو پخوانیو قوماندانانو،سناتورانو او د کوچیانو قوم مخورو ګډون کړی و.
په غونډه کې ډګروال محمد انور او زمري احمد زي د کوچيانو په استازولۍ سلاکار وزير او ننګرها ر والي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز د هېواد په کچه د کوچيانو د چارو مشر دلاور فيضان د خبرو پرمهال د کوچيانو د سرپناه ستونزه ياده کړه او له سلاکار وزير او ننګرهار والي يې د قانون په چوکاټ کې په دې ولايت کې د يادې ستونزې د دايمې حل غوښتنه وکړه .
فيضان د دې ولايت حصارک ولسوالۍ ته په بېلابېلو برخو کې په زياتې پاملرنې د ټېنګار ترڅنګ د کوچيانو له اړخه ننګرهار والي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
سلاکار وزير او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل له ورغلو مخورو د مننې ترڅنګ د سيمه ييزو ستونزو په حل کې د قومي مشرانو په ځانګړې توګه د کوچي قوم رول مهم وباله او ډاډ يې ورکړ ، چې د نورو ترڅنګ به د کوچيانو د سرپناء ، روغتيا ، زده کړو او د ژوند نورو سهولتونو په برابر ولو کې خپلې هلې ځلې زياتې کړي.
نوموړي د قومونو په يوالي د ټېنګار سربېره وويل ،د هېواد د نورو وګړو په څير کوچيان هم حقوق لري او ژمنه يې ورسره وکړه ، چې د دوی له مشرانو سره يو ځای به يې ستونزو حل ته رسيدګي وکړي.
ننګرهار والي د دغه ولایت د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا د لیکوال او شاعر محمد حسن حسام د دویم تلین یاد غونډې او مشاعرې کې ګډون وکړ.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په ۴مه د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د لیکوال او شاعر محمد حسن حسام د دویم تلین یاد غونډې او مشاعره کې د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا ګډون وکړ.
د تلین په موخه یاد غونډه او مشاعره د ارواښاد محمد حسن حسام په کور کې جوړه شوې وه،چې په کې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ،د سوداګرۍ او صنایعو،قبایلو او سرحدونو رئیسانو او د سرحدي پولیسو درستیزوال او ګڼ شمیر نورو مسؤلینو،فرهنګیانو،لیکوالانو او شاعرانو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،ارواښاد محمد حسن حسام یې د ټاکنیز بهیر وړاندې د فکر او عمل بنسټ مخکښ غړی و،چې د ولسمشر محمد اشرف غني لپاره یې د کمپاین پر مهال بریالۍ هڅې کړې وې .
هغه زیاته کړه،لیکوال او شاعر محمد حسن حسام د دې ترڅنګ چې ګڼ شمیر اثار یې لیکلي د لسګونو نورو بې وزله لیکوالانو او شاعرانو اثار د چاپ په ګڼه سمبال کړي دي .
ننګرهار والي د دې ولایت د ولسونو،ملکي او نظامي ادارو په استازیتوب د ارواښاد محمد حسن حسام مړینه د ادب او کلتور لپاره یوه لویه ضایعه وبلله،مرحوم ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
ښاغلي منګل ژمنه وکړه،چې د ارواښاد حسام د ناچاپ اثارو په چاپ کې به همکاري وکړي .
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم بیا د ننګرهار ولایت د فرهنګیانو په استازیتوب د ارواښاد محمد حسن حسام د ادبي او فرهنګي هڅو څخه یادونه او ستاینه وکړه .
نوموړي زیاته کړه،مرحوم حسام په ننګرهار ولایت کې په اکثریت ادبي او فرهنګي غونډو کې له دوی سره ګډون کړی و او همېشه یې د ګڼ شمیر لیکوالانو او شاعرانو د کتابونو د چاپ لګښت منلی او همدا راز یې د ګڼ شمیر ادبي او نورو غونډو په جوړولو کې له دوی سره مالي او تخنیکي مرستې کړې وې .
د یادې غونډې په څنډه کې د کونړ امنیه قوماندان، د ارواښاد حسام د ژوند ګڼ شمیر ملګرو او یو شمیر نورو د هغه د ژوند په اړه بېلابېلې خاطرې شریکې او مرحوم یې وطنپاله او فرهنګپاله شخصیت یاد کړ.
د ارواښاد حسام د کورنۍ په استازۍ انجینر ذبیح الله او عتیق د سلاکار وزیر او ننګرهار والي،بېلابېلو ادارو مسؤلینو،مخورو او د غونډې ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې د مرحوم حسام د دویم تلین په یاد غونډه او مشاعره کې له دوی سره ګډون وکړ.
دوی ژمنه وکړه،چې د خپلې کورنۍ د مشر ارواښاد محمد حسن حسام فرهنګي،سیاسي او نور ملګرې او دوستان به د تل لپاره وپالي او هڅه به وکړي،چې د مرحوم فرهنګي او کلتوري لاره د ځآنونو لپاره هم غوره کړي .
ارواښاد محمد حسن حسام لیکوال،شاعر،څېړونکی،نقاد او په وطن مین انسان و،چې په خپل لګښت یې د سلګونو لیکوالو او شاعرانو لیکلي کتابونو د چاپ ترڅنګ خپل دولس لیکلي او چاپ شوي اثار یې هم ټولنې ته وړاندې کړي .
ارواښاد په ۲۰۱۵م کال دمارچ په ۱۵مه د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د زړه د ناروغۍ له امله د دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او وروسته پخپل پلرني ټاټوبې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
روح دې ښاد وي .
ننګرهار والي د لسګونو مسؤلینو او مخورو په ملتیا د شهید قاري روح الله فیاض د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي فریدون خان مومند،ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني، قومي مشر حاجي روح الله،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او ګڼ شمیر نورو یې ملتیا کوله،د وري په دریمه یې د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د شهید قاري روح الله فیاض د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
شهید قاري روح الله د لغمان ولایت د ولایتي شورا پخوانی غړی، د مرکز مهترلام د جامع جومات خطیب او جید عالم و،چې د سې شنبې په ورځ په یاد ولایت کې د نا څرګندو کسانو له لورې په ډزو سره لومړی ټپي او وروسته د سختو ټپونو له امله په شهادت ورسید.
د لغمان ولایت د مرکز مهترلام په جامع جومات کې د وري په درېیمه د فاتحې په مراسمو کې د ننګرهار سربېره د لغمان ولایت مسؤلینو،ولسونو،دیني عالمانو او ګڼ شمیر نورو هم ګډون کړی و .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د فاتحې ګډونوالو ته د وینا پر مهال د ننګرهار د ولسونو،ملکي او نظامي ادارو په استازۍ پر شهید قاري روح الله فیاض ترسره شوی برید په کلکو ټکو سره وغندو او شهید ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
نوموړي زیاته کړه،دوه کاله یې په لغمان ولایت کې د والي په توګه دنده ترسره کړه،چې هغه مهال قاري روح الله فیاض د ولایتي شورا د فعاله غړي په توګه ورسره په ټولو چارو کې د يو ښه ملګرې په توګه همکاري کړې .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي فریدون خان مومند د قاري روح الله فیاض پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ،چې ولسونه دې پخپل منځ کې په یوالي سره د یادو پېښو د بیا ځل رامنځته کیدو مخنیوی وکړی .
هغه زیاته کړه،د شهید قاري روح فیاض په هلو ځلو جوړ شوی د مهترلام مرکزي جومات د چارو د سمون په موخه به د دوو کلونو لپاره،هره میاشت د یاد جومات مسؤلینو ته سل ، سل زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړي .
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال د ارواښاد د خدمتونو او خاطرو د یادونې تر څنګ زیاته کړه چې د شهید قاري روح الله فیاض یاد به همېشه ژوندی او کله به هم له هېره و نه وځي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې د دقیقې څېړنې په موخه یې ټولو اړونده ارګانونو ته جدي لارښوونه کړې څو پېښه په هر اړخیزه توګه په دقت سره بررسي، عاملین یې تشخیص، تثبیت او ګرفتار کړي.
لغمان والي د ننګرهار والي او عامې روغتیا ادارې څخه مننه وکړه،چې د شهید قاري روح الله د روغتیا د پوښتنې ترڅنګ یې د هغه په درملنه کې ځآنګړې هلې ځلي کړې وې .
د لغمان د ولایتي شورا منشي ګلزار سنګروال د شهید قاري روح الله فیاض د مړینې له امله د لغمان د علماؤ لیکل شوی څلور ماده ییز پرېکړه لیک ولوست .
په دغه پرېکړه لیک کې د مرکزي او سیمه ییزو مسؤلینو څخه د شهید قاري روح الله فیاض عاملینو د نیولو او قضیې د روښانه کولو،د مهترلام مرکزي جومات د قاري روح الله فیاض په نوم د نومولو،د شهید قاري روح الله ورور عزت الله د یاد جومات د خطبیب په توګه د ګمارنې وړاندیزونه شوي وو .
قاري عزت الله د مسؤلینو او ولسونو له لورې د خپل ورور شهید قاري روح الله ځای ناستی وټاکل شو او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه .
قاري عزت الله د خپلې کورنۍ په استازۍ د ټولو مسؤلینو،علماؤ کرامو او ولسونو څخه مننه وکړه،چې د ورور په غم کې یې وروسره غمشریکي وکړه او د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ورته د ځآنګړو تدابیرو په نیولو سره ګډون وکړ.
هغه ژمنه وکړه،چې د خپل شهید ورور د ارمانونو د پوره کولو په موخه به په پوره ایماندارۍ او صداقت د ولس کړی اعتماد او باور د بریالیتوب تر پوړیو ورسوي.
په ننګرهار کې د درملو فابریکه او د درملو او غذایي توکو لابراتوار جوړیږي .
د عامي روغتيا وزارت د درملو او روغتيائي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې رئیس وایي په ننګرهار ولایت کې به ډیر ژر د درملو او غذایي توکو د یو مجهز لابراتور د جوړولو چارې پیل کړي او همدا راز د ځمکې په ورکړې سره به په دغه ولایت کې د درملو فابریکه،مارکیټ او ګڼ شمیر نورې روغتیایي پروژې د خصوصي سکتور په مرسته پيل کړي.
د یادې ادارې مشر ډاکټر نور شاه کاموال چې د وري په درېیمه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره ناسته درلوده،وویل، اداره یې پلان لري،ترڅو د خصوصي سکتور په همکارۍ په دغه ولایت کې د درملو د تولید یوه مجهزه فابریکه، د درملو او غذایي توکو لابراتوار،د درملو د ذخیره کولو په موخه ډیپوګانې او نورې چارې د خصوصي سکتور په مرسته ترسره کړي .
هغه سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه غوښتنه وکړه،چې د یادو پروژو د پلي کېدو په موخه ورته په ننګرهار ولایت کې ځمکې په واک کې ورکړي او ډاډ یې ورکړ،چې د یادې چارې په ترسره کولو سره به ډیر ژر د لابراتوار د جوړولو چارې پیل کړي .
کاموال همدا راز ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه،ترڅو د ګمرک ادارې او یا هم د خصوصي سکتور په مرسته په ګمرک کې د درملو د ځآی پر ځای کولو ګدامونه په معیاري ډول جوړ کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د درملو او روغتيائي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې د رئیس څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې یې د لابراتوار،درملو فابریکې،درملو لپاره د ځآنګړو ډیپوګانو او نورو برخو کې د چارو د ترسره کولو ژمنې وکړې .
هغه ژمنه ورکړ،چې د درملو او روغتيائي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې د چارو د ترسره کولو او پروژو د پلې کولو په موخه به په دغه ولایت کې هر ډول مرستې ترسره کړي .
ننګرهار والي د ځوانانو ازمايښتي حکومت غړو ستونزې د حل په موخه واوريدې.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په درېیمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ځوانانو ازمايښتي حکومت غړو ستونزې واورېدې او په حل کې يې ورته ډاډ ورکړ.
په دغه ناسته کې د پروان، هلمند، ننګرهار، لغمان، بلخ، زابل، کندهار، هلمند، سرپل، ميدان وردګ، کندز او بدخشان ولايتونو د ځوانانو ازمايښتي حکومت غړو برخه لرله.
د ځوانانو ازمايښتي حکومت غړو د خبرو پر مهال د ننګرهار والي د پخوانیو او اوسینو کړنو ستاينه وکړه.
دوی وويل، چې د ځوانانو معينيت نظارت لاندې د نو انديش مؤسسې په مالي همکارۍ په هرات، کندهار، کابل او بلخ زونونو کې د ځوانانو ازمايښتي حکومت رامنځته کولو په موخه انتخابات تر سره کړل.
نوموړو نيوکه وکړه، چې په دغه انتخاباتو کې د ځوانانو معينيت او نو انديش مؤسسې درغلي کړې او لويه پکتيا او لوی ننګرهار کې يې ازموينه نده اخيستې.
دوی وويل، چې د ځوانانو ازمايښتي حکومت ۱۳۶ غړو څخه جوړيږي، چې د يادو ادارو له لوري د خپلې خوښي کانديد بريالی شوی؛ خو پکتيا او ننګرهار زونونو ته يې پاملرنه نده کړې.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې ځوانان د هېواد جوړونکي دي، حکومت هڅه کوي، چې ځوانانو ته بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړي.
نوموړي ځوانانو ته لارښوونه وکړه، چې په دغه ازمايښتي او نمايشي انتخاباتو خوا مه بدوئ د يووالي غوره کولو ترڅنګ تعليم او کار وکړئ.
والي د ازمايښتي حکومت غړو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزه به يې د اړونده ادارو سره د حل په موخه شريکه کړي.
د دوه دیرش کلن ځنډ وروسته په سپین غر هوټل کې جوړ شوي خپل سرې ۲۸ کورونه ونړول شول .
د ولسمشر د خآنګړي حکم او ننګرهار والي په لارښوونه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار سپين غر حکومتي هوټل کې شاوخوا دوه دیرش کلن ځنډ وروسته جوړ شوي ۲۸ خپلې سرې کورونه ونړول شول .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو کورونو د نړولو پر مهال وویل،د ولسمشر د ځآنګړې حکم پر اساس د یادو کورونو د نړولو په موخه د نوموړې په مشرۍ یوه کمیټه ګمارلې وه،چې په کې د کورنیو چارو،لویې څارنوالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي ګډون درلود .
هغه په یادو ودانیو کې د میشتو استوګنو څخه هم مننه وکړه،چې د جوړې شوې کمیټې په لارښوونه یې خپل توکې او د کورنۍ غړې نورو ځایونو ته ولیږدول او د ودانیو نړولو په موخه یې له دوی سره هوکړه وکړه .
نوموړي وویل،یادې اته ویشت ودانۍ د شاوخوا دوه دیرش کلونو په موده کې په خپل سرې ډول جوړې شوې وې،چې د سپین غر تاریخي هوټل ښکلا یې له ستونزو او نیوکو سره مخ کړې وه.
ننګرهار والي ډاډ ورکړ،چې د یادو ودانیو د نړیدو وروسته به د سپين غر هوټل د ښکلا په موخه ځانګړې هلي ځلي وکړي .
ټاکل شوې چې د ولایت مقام له لورې د غصب په موخه ځانګړی جوړ شوی کمیسون په نورو سیمو کې هم ورته غصب شوې حکومتي ځمکې د غاصبینو له منګولو وژغوري او غاصبین به د قانون منګولو ته وسپاري .
راتلونکي اونۍ د واکسینو د درې ورځیني کمپاین لپاره لازم اقدام ترسره شوي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال د بیړنیو فعالیتونو د همغږۍ مرکز (REOC) د غړیو سره د هماهنګۍ د ګډ مجلس په ترڅ کې وویل: د راتلونکي کمپاین لپاره یې د نظارت او تطبیق په موخه لازم اجرات کړي.
نوموړي وویل: د مهاجرینو په راتګ سره یې په تورخم صفري نقطعه او بیلابیلو سیمو کې د واکسینو تطبیق او څارنې لپآره ټیمونه ټاکلي دي.
یادونه: د پولیو ناروغۍ پر ضد درې ورځینی کمپاین به دراتلونکي دوشنبې پر ورځ چې ۱۳۹۶/۰۱/۰۷ نیټه چې د ۲۰۱۷/۳/۲۷ سمون خوري پیلیږي.
ننګرهار سیمه ایز روغتون جراحي څانګې د زړه بریالی جراحي عملیات ترسره کړ.
یو تن چې د سینې په چپ لورې په چاړه وهل شوی او د سختو ټپونو له امله د بهودۍ په حالات کې و،د ننګرهار ولایت په سیمه ییز روغتون کې د زړه بریالی جراحي عملیات ترسره شو.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وایي د یاد ټپي د درملنې په موخه یې د سیمه ییز روغتون د جراحۍ څانګې روغتیا پالو او نورو پرسونلو په چټکۍ سره عملیات ترسره کړ.
هغه زیاته کړه، یاد ناروغ د سینې له لورې د عملیات په موخه یو سانتي متر څیر شو،چې د روغتیا پالو د هلو ځلو په ترڅ کې د زړه د جراحۍ بریالی عملیات ترسره شو.
پوليسو د جلا ل اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د عملياتو پر مهال دوه تنه داعش ډلې سره د اړيکو لرلو په تور نيولي دي.
ننګرهار امنیه قوماندانۍ پوليسو د جلا ل اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د عملياتو پر مهال دوه تنه داعش ډلې سره د اړيکو لرلو په تور نيولي دي.
يادو کسانو سره يو اندازه امريکايي ډالر ، افغانۍ ، پاکستانۍ کلدارې ، درې سيټه مبايلونه او نورو اسناد نيول شوي دي.
بل لورته د شاهرا قطعې پوليسو په باريکاب سيمه کې يو تن وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور نيولی دی.
د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې پوليسو يو تن ماين خښونکى نيولی .
د پچيراګام ولسوالۍ پوليسو د ګزمې پرمهال د لنډه خيلو په ساحه کې يو تن ماين خښونکى زاهد الله چې غوښتل يې د تخريبي کړنو په موخه يو کړۍ د وسايطو ضد ماين ځاى پر ځاى کړي موخې ته له رسېدو وړاندې نيولی دی.
په ورته وخت کې د سره رود ولسوالۍ پوليسو په فتح اباد سيمه کې يو تن د وسله والو مخالفينو له منګولو څخه ازاد کړی دی.
د بټي کوټ ولسوالۍ پوليسو د څلورم فارم په سيمه کې يوه اندازه چاوديدونکي او نور توکي کشف او ترلاسه کړي .
په ترلاسه شويو توکو کې يو بنډل لاين ، يو عدد ريموټ کنټرول، دوه فشاري ماينونه ، يو شمېر د کلاشينکوف مرمۍ او يو اندازه د ثانيه سوز فليته شامله ده.
د مبارکۍ پيغام
د افغانستان او ایرلینډ هېوادونو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو د وروستۍ لوبې د بریا او د پنخه سیالیو د لړۍ ګټلو له امله د ګران هېواد د کرکټ ملي اتلانو ،کرکټ بورډ ادارې، کرکټ مينوالو او ټولو هېواد والو ته مبارکي وايم .
خوشاله يم ، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د ايرلينډ لوبډلې پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو د ګټلو وروسته د یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم پخپل نوم کړه او له دغه لارې د خپل هېواد بیراغ ځلانده او هېوادوالو ته یې د بریا زیرې ور په برخه کړل .
په دې هيله ، چې افغانستان د کرکټ په راتلوونکو سياليو کې هم د ښو لوبو په ترسره کولو سره نورې برياوې تر لاسه کړي او افغانستان ته خپل ویاړونه راوړي، یو ځل بيا مو دغه ستره بريا مبارک شه !
محمد ګلاب منګل
په قبایلو او سرحدونو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير او ننګرهار والي
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د يو ديني دارالعلوم د بنسټ ډبره کيښودل شوه .
د سيمې مخور وايي : ياد دارالعلوم ته لس جريبه ځمکه د قومي جوړښت له مخې وقف شوې .
د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د يو ديني دارالعلوم د بنسټ ډبره پداسې حال کې کيښودل شوه ، چې سناتور لطف الله بابا ، د پوهنې رياست استازو او د يادې ولسوالۍ قومي مخورو شتون درلود .
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې سناتور لطف الله بابا وويل : دغه ديني دارالعلوم په لس جريبه ځمکه کې جوړيږي ، چې د قومي جوړښت له مخې ورته ځمکه وقف شوې .
د نوموړي په وينا : د دارالعلوم د احاطې چارې به د پوهنې وزارت په مالي لګښت نږدې راتلونکي کې پيل شي او هڅه به وکړي ، چې د معارف پروره اشخاصو او پوهنې وزارت په همکارۍ د درسي خونو لپاره پانګه پيداکړي .
د ننګرها رپوهنې رياست د اسلامي تعليماتو مرستيال ملکيارشګيوال ، د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار او يو شمير نورو له لطف الله بابا څخه مننه وکړه ، چې د دغه ديني دارالعلوم لپاره د ځمکې په وقف او جوړيدو په برخه کې يې هلې ځلې کړي دي .
دوئ د روداتو ولسوالۍ له ولسونو غوښتنه وکړه ، چې د دارالعلوم په جوړيدو کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي .
د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۲داعش وسله وال ووژل شول .
ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په میلوه سیمه کې تېره ورځ د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید له امله،چې د داعش په مهم پتڼخای ترسره شوې،د ذبیح الله مشهور په شینو او ذرګل په نومونو د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال ووژل شول .
په برید کې وژل شوي داعش اکثریت بهرنیان دي او د برید له امله ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .