پوهنمل زیتون بهرام

زوکړه:

اغلې پوهنمل زیتون بهرام د ډاکتر میرغوث الدین معارج لور، په يوه علمي او روڼ انده کورنۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي، په قوم احمدزۍ ده. پلارنی ټاټوبی یې د میدان وردګو ولایت دی، خو وروسته یې کورنۍ د بغلان ولایت ته کډه شوې.

میرمن بهرام واده کړی؛ درې ماشومان، یوه لور او دوه زامن لري.

زده کړې / سرچینه:

اغلې زیتون بهرام لومړنۍ زده کړې د کابل ښار د مریم د نجونو په لېسه کې او عالي زده کړې یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي دانګليسي ژبې په څانګه کې ترسره کړې دي. د زده کړو په بهیر کې ډيره ښه وځلېده او د پرلپسې ښو نمرو په تر لاسه کولو سره، په ۱۳۸۵ لمریز کال کې بیرته په همدې څانګه کې د استادې په توګه مقرره شوه. د ماسترۍ زده کړې یې د عامه ادارې اوپالیسۍ په برخه کې د واشنګتن سټیټ یونیورسټۍ په مرسته؛ د کابل پوهنتون کې په ۱۳۸۹ کال کې په بریالیتوب سره سرته ورسولې. د طالبانو په دوره کې (هغه وخت چې د پوهنتون دروازه ددې او نورو نجونو پر مخ تړلې وه) هغې هم په خپل کور کې د نجونو لپاره د انګلیسي ژبې او د قرآنکریم د لوستلو زدکړې کورسونه درلودل او هغوی ته یې زده کړې ورکولې.

دندې:

میرمن بهرام د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګليسي څانګې د استادۍ تر څنګ په همدې څانګه کې ځینې نورې دندې هم ترسره کړې دي؛ چې له هغې څخه د استادانو د روزنې کميټې مشري، د مونوګراف د کمیټې غړې، او د کریکولم د کمیټې مشرې په توګه پاتې شوې ده. نوموړې د انګلستان سفارت په مرسته د پنځو کلونو لپاره په کابل پوهنتون کی د انکلیسي ژبې د ښوونکې په توګه پاتې شوې او د یوه کال لپاره یې د انګلستان په سفارت کې د ماستر ترینرې په توګه دنده ترسره کړې ده.

همدا راز له کال ۱۳۹۰ را په دې خوا د پوهنې او ټولنۍ د پراختيا لپاره د سولې د موسسې (PESDO)ریاست په غاړه لري او تر اوس محاله یې دا لاندنۍ پروژې پلې کړې دي:

۱- د افغانستان د یوولسو دولتي پوهنتونونو۴۵۰ ښځینه و استادانو او محصلینو لپاره د رهبریت پروژه د کابل ښار په پوهنتونونو کې.

۲- د کابل پوهنتون د ښځینه لیلیه ۱۲۰۰ محصلینو لپاره انګلیسي ژبې، کمپیوټر، او ساینسي مضامینو د تدریس پروژه.

۳- د کابل پوهنتون د ښځینه لیلیه ۲۷۰۰ محصلینو لپاره انګلیسي ژبې، ټافل، اداري مکالمه، کمپیوټر، ساینسي مضامینو د تریننګ پروژه.

۴- د کتابخانې د مدیریت او د مطالعې د فرهنګ د رواجولو پروژه د کابل ولایت په ۷۱ ښوونځیو او ۴ عامه کتابخانو کې پلې کړې.

له کال ۱۳۸۵ تر ۱۳۸۷ پوری د افغانستان د انګلیسي ژبې د استادانو په ټولنه کې د کنفرانسو د همغږې کوونکی، له ۱۳۸۸تر ۱۳۹۰ پورې د همدې ټولنې د اداري مسوولې په توګه او بیا له ۱۳۹۱ کاله رانیولې تر ۱۳۹۲ کاله پورې د دې ټولنې د ریسې په توګه پاتې شوې ده. اغلې بهرام د دې تر څنګ چې ددې ټولنې د لومړي، دویم، درېیم، او څلورمو کلنيو کنفرانسونو مدیریت یې کړي او د دې ټولنې غړو ته یې تریننګونه او ورکشاپونه دایر کړي، پدی سربیره یې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت په مالي مرسته د ټولنې د غړو لپاره او هم د کابل ښار روزنتون د انګلیسي پروګرام فارغ شوو زده کوونکو او د هغه پروګرام د انګلیسي ژبې استادانو ته د میتودیک ( تیچر تریننګ) پروګرامونه دایر کړي دي.

همدا راز میرمن زیتون بهرام د عروج ښځینه منیجمنت يا اداري انستیتوت کې د بشري منابعو او اداري مکالمې مضمونونو د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې او هم یې په کاروان پوهنتون کې د انګلیسي ژبې په پروګرام کې د لیکوالۍ مضمون تدریس کړی. DEL

له  ۱۳۹۴کال نیولې تر اوسه پورې د ابره افغان تجارتي شرکت د ریسې په توګه د دې شرکت له لارې یې د ښځو او نجونو په واسطه هیواد ته د لاسي صنایعو د ودې په برخه کې اغیزمن خدمتونه ترسره کړي.

آغلې بهرام ډیر علمي او تعلیمي تریننګونه پلان او دایر کړي دي، کله یې چې دافغان انګلیسي ژبو استادانو د ټولنې د اداري مسوولې په توګه او بیا وروسته یې د همدې ټولنې د ریاست دنده ترسره کوله؛ د تدریس د میتودونو ګڼ تریننګونه یې د دې ټولنې استادانو ته په لار اچولي او هم یې پخپله ترین کړي دي. د پاکستان د انګلیسي ژبو استادانو ټولنې په ۲۷ کلني کنفرانس کې یې پریزینتیشن ورکړی. د یولسو پوهنتونونو د هغه ښځینه استادانو چې د رهبریت پوستونو کې یې دندې ترسره کولې او د کابل څلورو دولتي پوهنتونونو د ځوانو ښځینه استادانو او دآخر کال ښځینه محصلینو ته د مدیریت او رهبري تریننګونه دایر کړي دي. د کابل پوهنتون په ښځینه لیلیه کې د نجونو محصلینو لپاره د دوو تعلیمي پروژو د تطبیق پر محال یې ددغو نجونو لپاره د مدیریت، رهبري، جندر، کتاب لوستو مهارت، حفظ الصحه/صحي، او د سولې جوړولو تریننګونه او د انګلیسي ژبې، کمپیوټر/آی سي ډي ال، ټافل او ساینسي مضمونونو کورسونه په لار اچولي. همدارنګه یې د کابل پوهنتون دانګلیسي ژبې دیپارتمنت استادانو لپاره وخت په وخت تریننګونه دایر کړي دي.

اغلې پوهنمل زیتون بهرام ته چې اوس د لوړو زده کړو وزارت ته نومانده ده؛ په خپلو علمي هڅو کې بریالیتوب غواړم، سرلوړې دې وي.

درناوی

مشفق همت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *