تاند- وسله وال طالبان وايي، د مسکو په غونډه کې د ګډون یا نه ګډون کولو په اړه به په هغه صورت کې پرېکړه وکړي چې روسیه رسمي بلنه ورکړي.
ټاکل شوې ده چې د راروان اپریل په ۱۴ مه د روسیې، افغانستان، چین، هندوستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو د جګپوړو استازو په ګډون د افغانستان په اړه د مسکو غونډه جوړه شي.
امریکا ویلي چې په دې غونډه کې ګډون نه کوي، پاکستان اعلان کړی چې خپل جګپوړی استازی مسکو ته لېږي. د افغانستان حکومت تراوسه څه نه دي ویلي خو ګومان کېږي چې افغانستان په دې غونډه کې ګډون کوي.
د افغانستان حکومت د مسکو په غونډه کې د طالبانو له ګډون سره په دې خاطر مخالفت کړی چې دا غونډه د دولتونو د استازو ترمنځ جوړېږي.
روسي چارواکو مخکې د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو ګډون ته لېوالتیا ښوولې وه خو د افغانستان له مخالفت وروسته په دې موضوع پټه خوله شوي دي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /یکشنبه/ وویل، د مسکو د غونډې په اړه یوازې هغه مهال د طالبانو دریځ بیانولی شي چې دې ډلې ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړای شي.
د طالبانو ویندوی په عین حال کې هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و چې د طالبانو د کوټې شورا، حقاني شبکې او پېښور شورا اووه کسیز پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.
ذبیح الله مجاهد وايي چې د طالبانو کوم پلاوی اسلام اباد ته نه دی تللی.
ذبیح الله مجاهل رښتیا ویلي دي ، دوی تیار په اسلام آباد کې اوسیږي نوځکه دوی خو له کوم بل ځایه هلته ندې تللی.