د برېښنا،سړکونو او سړوخونو په ګډون د ۲۹ مهمو پروژو په پلي کېدو کې د همکارۍ غوښتنه وشوه.

ننګرهار والي،ولایتي شورا رئیس او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو په زیر بنایي چاروکې کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي سره د ناستې پر مهال په دغه ولایت کې د برېښنا،سړکونو،سړو خونو او پوهنې په ګډون د ۲۹ مهمو پروژو په پلي کېدو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

دغه ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د وري په ۶مه جوړه شوې وه،په کې د ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت،جلال اباد ښاروال، سکتوري خدمتونو،حج او اوقافو، ښار جوړونې،سیندیزې حوزې،برېښنا،کانال،کرنې او مالدارۍ،کلیو او پراختیا او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په زیربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د زیربنایي چارو د نویو او نیمګړو پروژو د معلومیدو او مرستې په موخه یې دغه ولایت ته سفر وکړ.

هغه زیاته کړه، د دې ولایت لپاره تر ټولو مهمه زیربنایي پروژه برېښنا ده،چې د نغلو څخه جلال اباد ته د برېښنا ظرفیت په لوړیدو،درونټې برېښنا کوټ درې توربینونه په اساسي ډول په جوړول،د کامې او ګمبیري د برېښنا کوټونو ساختماني چارو په پیل کېدو او بېلابېلو ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا په جوړیدو سره حل کېدای شي .

نوموړي په ننګرهار کې د منظور شوو لسو سړکونو د چارو ګړندیتوب په موخه د سروې ډلو د زیاتیدو،د جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک چارو د ګړندیتوب،په دغه ولایت کې شاوخوا پنځوس سلنه ښوونځیو ته د احاطې دیوالونو،سرپناه او نورو ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي منګل په زیربنایي چارو کې د ولسمشر له یاد سلاکار څخه غوښتنه وکړه،چې د ولایت په ګډون دې ټولو حکومتي ادارو ته اداري کمپلکس جوړ شي او زیاته یې کړه،د یاد کپلکس لپاره د هډې فارم په ۸۱ غونډ کې ځمکه هم ځآنګړې شوېده .

ننګرهار والي،د ټولګټو چارو، کرنې او مالدارۍ،ښار جوړونې،کانال،کرنې او مالدارۍ، جلال اباد ښاروال او یو شمیر نورو د خپلو خبرو پر مهال په دې ولایت کې د سړو خونو د چارو د ګړندیتوب،کانالونو، سربندونو،پلونو،یو شمیر سړکونو او یو شمیر نورو برخو کې د نیمګړو پروژو د چارو د ګړندیتوب او نویو پروژو د منظورۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

همدا راز د دې ناستې په ترڅ کې د حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني د ولسمشر له سلاکار څخه په دغه ولایت کې د یو لوی مرکزي دارالعلوم او د مرکزي دارالحفاظ لپاره د لیلیې د منظورۍ په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

په زیربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د ادارو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی له لورې د وړاندیز شوو ۲۹ مهمو پروژو په اړه به ولسمشر سره معلومات شریک کړي .

هغه ژمنه وکړه،چې له اړونده وزارتونو سره به د یادو پروژو د چارو د ګړندیتوب او منظورۍ په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي .

په زیربنايي چارو کې د ولسمشر سلاکار او ننګرهار والي د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا د درونټې برېښنا کوټ بېلابېلو څآنګو څخه لیدنه وکړه.

په زیربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي، سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت،چې جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان او د برېښنا ادارې سرپرست ناصرخان یې هم ملتیا کوله، د دې ولایت د درونټې برېښنا کوټ بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه .

د دې لیدنې پر مهال مسؤلینو ته د ننګرهار برېښنا شرکت سرپرست ناصرخان له لورې د یاد برېښنا کوټ د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل شول .

نوموړي زیاته کړه،د درونټې برېښنا کوټ درې دروازې او درې توربینونه،چې کلونه وړاندې فعاله شوي و،اوس مهال د تخریب په حال کې دي،چې له امله یې د برېښنا په تولید کې هم کموالی رامنځته شوی دی .

هغه همدا راز د یاد برېښنا کوټ اړوند یو شمیر نورې ستونزې هم شریکې کړې او په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلو خبرو پر مهال په زیربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار څخه مننه وکړه،چې د یاد برېښنا کوټ څخه یې لیدنه وکړه .

هغه هیله څرګنده کړه،چې د دې لیدنې وروسته به د ننګرهار د درونټې برېښنا کوټ بیا ترمیم چارو ته ځآنګړې پاملرنه وشي .

په زیربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي ډاډ ورکړ،چې د درونټې برېښنا کوټ د توربینونو او د اوبو د پرچاوۍ دروازو د اساسي جوړولو په برخه کې به ډیر ژر لازم اقدامات ترسره کړي .

هغه ډاډ ورکړ،چې په دغه چارې ترسره کېدو سره به د درونټې برېښنا کوټ د برېښنا ظرفیت هم لوړ شي .

په همدې حال کې یادو مسؤلینو د بهسودو دویم پل دواړو لورو ته د سړکونو د نیمګړو چارو څخه هم لیدنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د دویم پل دواړو لورو سړکونو د سروې او ډیزاین چارې ترسره شوي،خو د قرارداد په موخه یې چارې په تدارکاتو کې ځنډنۍ شوي دي .

په زیربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي ژمنه وکړه،چې د پل دواړو لورو د سړکونو چارې به د تدارکاتو په ملي کمیټه کې تعقیب کړي،ترڅو چارې ګړندۍ شي .

په ورته وخت کې یادو مسؤلینو د سراج العمارت تاریخي ودانۍ د بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه ترسره کړه .

ننګرهار والي وویل، د سراج العمارت،جلال اباد شاهي ماڼۍ او د غازي امان الله خان مزار د بیا ترمیم او جوړیدو په موخه یې د سروې او ډیزاین چارې ترسره کړي او هیله یې وکړه،چې د چارو د پیل په موخه یې عملي اقدامات ترسره شي.

د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې یاده موضوع به د چارو ادارې،د اطلاعاتو او فرهنګ او ښار جوړونې وزارتونو او نورو ادارو سره تعقیب کړي .

د یو بل خبر له مخې یادو مسؤلینو د غازي امان الله مزار ته په ورتګ سره د شاه غازي امان الله خان،شهید حاجي عبدالقدیر،امیرشهید او نورو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل .

دوی همدا راز یاد مزار له نږدې ولیدو او د بیا ترمیم او جوړیدو په برخه کې د لازمو اقداماتو ژمنه وکړه .

ننګرهار والي امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وکړه،چې د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو کمپاین پر وړاندې امنیتي ننګونو مخنیوی وکړي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د نظامي شورا په غونډه کې امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وشوه،چې د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو کمپاین کې د امنیتي ننګونو د رامنځته کیدو مخنیوی وکړي .

یاده غونډه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د امنیتي منسوبینو څخه مننه وکړه،چې د ګڼ شمیر تهدیدونو سره،سره یې د امنیتي ستونزو مخنیوی کړی او د نوي کال په لومړیو ورځو کې هیڅ ډول لویه پېښه رامنځته نشوه .

هغه امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه وکړه،چې د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو کمپاین د بریالیتوب په موخه د هر ډول امنیتي ننګونې د مخنیوي په برخه کې اقدامات ترسره کړي .

د نظامي شورا په غونډه کې چې د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت هم شتون درلود،پرېکړه وشوه،چې ټول هغه رسمي او غېرې رسمي کسان چې هوایي ډزې وکړي،تر ټولو سخت قانوني چلند به ورسره ترسره شي .

همدا راز د بې پلیټه موټرو د مخنیوي،نیول شوو بې پلیټه موټرو د سرنوشت معلومیدو،د سره رود ولسوالۍ د ککړ روغتون، غېرې مسؤله وسله والو د مخنیوي،د وسلو قانوني جواز د ورکړې او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه هم مسؤلینو بحثونه او پرېکړې وکړې .

د یادې غونډې پر مهال پر یو شمیر ولسوالیو او لویو لارو کې د لا زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو د پرېکړې ترڅنګ د جلال اباد ښار د منظور شوو حوزو او کانال اړوند د فارمونو د ساتنې قطعې د چارو د وروستیو کېدو په اړه هم لازمې سپارښتنې وشوې .

د ننګرهار امنيې قوماندان د دې ولايت په سيمه ييز روغتون کې د يو شمير ټپيانو له روغتيايي وضعيت څخه د ځان خبرونې ترڅنګ هغوی سره يو اندازه نغدي مرسته وکړه .

ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي په سيمه ييزروغتون کي د يو شمير هغه پوليسو روغتيايي حالت له نږدې وکوت ، چې وسله والو مخالفينو سره په بيلابيلو نښتو کې ټپيان شوي و.

نوموړي د هيواد ټولو شهيدانو او په ځانګړي ډول د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو شهيدانو ته د جنت الفردوس ، کورنيو غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر، او ټپيانو ته يې د بيړنۍ روغتيا هيله وکړه .

رحيمي دامنيتي ځواکونو او په ځانګړي ډول د پوليسو د هڅو ستاينې تر څنګ وويل ، تاسې چې دګران هيواد له لويشت لويشت خاورې او د خپلو خلکو د سر او مال څخه په ميړانه دفاع او ساتنه کوی دغه کړنې مو د قدر وړ دي چې ولسونه درباندې وياړي .

نوموړي د ياد روغتون اړوند ډاکترانو څخه مننه وکړه ، چې تل يې د نورو ناروغانو تر څنګ دامنيتي ځواکونو او په ځانګړي ډول د پوليسو په درملنه کې د پام وړ هڅې ترسره کړي.

امنيې قوماندان يادو ټپيانو سره يو اندازه نغدي مرسته هم وکړه .

د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو شکمن کس له څلور ميله وسلې سره يو ځای نيول شوی دی.

د غني خېلو ولسوالۍ په پنځه ويشتمې ويالې سيمه کې دعملياتو پر مهال يو شکمن کس اجمل نومی له دوه ميله کلاشينکوف او دوه قبضې تفنګچو سره يو ځای نيول شوی دی.

ياد عمليات دڅلورمې پلې لوا دويم کنډک موظفينو ملي پوليسو او ملي امنيت منسوبينو سره په همغږۍ ترسره کړي دي.

امنيتي ځواکونو هېواد والو ته ډاډ ورکړی ،چې د هېواد له لويشت ، لويشت خاورې ديني او ملي ارزښتونو څخه به په ميړانه دفاع او ساتنه وکړي.

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې دکوکنارو د له منځه وړلو کمپاين پيل شو.

د کمپاين په لومړۍ ورځ د روداتو ولسوالۍ په بړو سيمه کې يو سلو پنځوس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه يووړل شول.

د کوکنارو د لمنځه وړلو دغه کمپاين ، چې د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار په مشرۍ او د زون دولسوالانو په غړيتوب پرمخ وړل کېږي پکې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس سربېره د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند ، دبټي کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد او ديادو ولسواليو امنيه قوماندانو ګډون درلود.

دکوکنارو د له منځه وړلو د روان کمپاين مشر او د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار وايي ، چې دکمپاين په لومړۍ ورځ يې دروداتو ولسوالۍ دبړو اړوند د سور ډاک په سيمه کې په نږدې يو سلو پنځوس جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي.

د ننګرهار ولايت د نشه يي توکو سره دمبارزې رئيس محمد ادريس ساپی وايي : ياد کمپاين يې د نشه يي توکو پرضد مبارزې وزارت له پلان سره سم د سلاکار وزير او ننګرهار والي په لارښونه پيل کړی دی.

ساپی وايي: دغه کمپاين به تر هغه دوام وکړي څو د دې ولايت په يوولس ولسواليو کې په شاوخوا پنځلس سوه هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي نه وي.

مسوولين وايي: په هغه سيمو کې ، چې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين تر سره کېږي پکې به بېلابېلې رغنيزې پروژې پلي شي.

بهسودو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو برید کې دوه ملکي وګړي شهیدان شول.

د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند د نجم الدین اخونزاده څلور لارې سیمه کې د کانال ټولې اړوند یوه پوسته باندې تېر ماښام شاوخوا اوه بجې د وسله والو مخالفینو له لورې ډزې شوې،چې له امله یې دوه ملکي وګړي شهیدان شوي دي .

همدا راز په پوسته د مخالفینو له لورې د برید له امله دوه پولیس شهیدان او یو بل ټپي شوی دی .

د ځوابیه برید پر مهال وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یې لا معلومه نده .

څلور سوه جريبه ځمکه کې د کوکنارو کرل شوی فصل لمنځه يوړل شو

د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د شينوارو ولسواليو په زون کې د کوکنارو کښت لمنځه وړلو په موخه کمپاين پیل شو، چې په ترڅ کې يې په روداتو او بټي کوټ ولسواليو کې شاوخوا ۴۰۰ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کرل شوی فصل لمنځه يوړل شو.

د دغه کمپاين پر مهال د غني خېلو، بټي کوټ، روداتو، اچين او نازيانو ولسوالانو او امنيتي مسئولینو برخه لرله.

د غني خېلو ولسوال وويل، چې د دوو ورځو کمپاين په ترڅ کې يې د روداتو او بټي کوټ ولسواليو په يو شمېر سيمو کې ۴۰۰ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه وړی دی.

نوموړي وويل، چې دغه کمپاين به د شينوارو ولسواليو کې تر هغې دوام وکړي؛ څو په ټولو سيمو کې د کوکنارو کښت صفر ته را ښکته شي.

دوه ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته .

ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په ۲۸ ویالې سیمه کې تېره ورځ وسله والو طالبانو د امنیتي منسوبینو په ګزمه ډزي کړي،چې له امله یې په سیمه کې یو ماشوم شهید شوی او یو بل ټپي شوی دی .

د ټپي شوي ماشوم روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *