یو پینځه اتیا کلن سړي دخپل پنځه څلوېیښت کلن زوی سره، چې لوړې زده کړي یې هم درلودې د یوې ونې او یوې پنجرې سره ناست و، چې ناڅاپه یوه مرغۍد پنجرې ترڅنګه کیناسته .
پلار د خپل زوی وپوښتل:
هغه څه دي؟
زوی یې ځواب ورکړ: مرغۍ
څو دقیقې وروسته یې ترې بیا وپوښتل:
هغه څه دي؟
او زوی ځواب ورکړ: مرغۍ
څو دقیقې وروسته یې بیا ترې وپوښتل:
هغه څه دي؟
زوی وویل: خو درته مې وویل:
یو ډول مرغۍ ده.
د یو څه چوپتیا وروسته بوډا سړي د څلورم ځل لپاره وپوښتل:
هغه څه دي؟
زوی یې په قهر وویل:
مرغۍ ده مرغۍ.
پلار یې خپلې خونې ته لاړ او دخاطراتو څو پاڼې یې را واړولې، یوه پاڼه یې د خپل زوی مخ ته پرانیسته او زوی ته یې وویل چې هغه باید ولولي.
(( نن مې کوچنی زوی درې کلن دی او دیوې وني تر څنګ ناست دی.
مرغۍ د پنجرې ترڅنګ کیناسته او زوی مې درویشت ځلې زما څخه د هغه دنوم پوښتنه وکړه او ما هغه ته درویشت ځلې په ډیره مینه ځواب ورکړ ، مرغۍ، مرغۍ، مرغۍ !))