په کانکور کې د بریا په موخه باید د زده کړو فن او چل زده کړئ.

ډېری زده کوونکي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې غواړي کانکور ازموینه ورکړي، سر ټکوي چې له اندازې ډېره مطالعه کوي، خو څومره چې زحمت باسي، په هغه کچه څه نه شي زده کولای. باید وویل شي چې په کانکور کې د بریا په موخه یوازې ډېره مطالعه کول اړین نه دي، بلکې د زده کړې او مطالعې لپاره د ځانګړو لارو چارو عملي کول مهم دي.

که څوک په ساعتونو ساعتونو بې له دمې مطالعه وکړي، خو د پام وړ لاسته راوړنه ترې ونه لري، توپیر یې له هغه چا سره ډېر نشته چې بېخي یې مطالعه نه ده کړې. د مطالعې اصلي موخه زده کړه ده چې زده کړه کول بیا ځان ته خپلې لارې چارې لري او پر دې باید پوه شو چې څنګه کولای شو یو څه زده کړو، معنا دا چې یو مطلب داسې زده کړو چې د اړتیا په وخت کې وکولای شو را په یاد یې کړو او ګټه ترې واخلو. د دې پوښتنې ځواب دا دی چې لومړی باید د مطالعې او زده کړې فن او چل زده کړو.

د زده کړې فن

۱- هوډ وکړئ چې زده کوئ یې

د زده کړې او مطالعې په سر کې مو باید نیت دا وي چې هر هغه څه چې اوس یې لولئ، باید زده او حافظې ته وسپارل شي. څېړنو ښودلې ده، تر هغه وخته چې انسان ونه غواړي یو څه زده کړي، یوازې په لوستلو سره یې هېڅکله هم په حافظه کې ځای نه نیسي.

په اصل کې نیت کول د کار کولو اصلي لامل دی چې دغه څه په اسلام کې هم روښانه دي؛ حدیث شریف دی «إنّما الأعمال بالنیّات»

ژباړه: ټول عملونه په نیت پورې تړلي دي

 معنا دا چې لومړی نیت وکړئ، کار به خپله ترسره شي.

په ذهن کې د زده کړو د څیزونو وخت په پام کې نیول هم ډېر اړین دي؛ ډېری کسان غواړي زده کړي څه یې یوازې د کانکور د ازموینې تر ورځې پورې په ذهن کې پاتې شي او یا ډېر کله د نومرو او په ازموینو کې د بریا لپاره مطالعه کوي. د دې لپاره هغه څه چې مطالعه کوئ او زده کوئ یې، د زده کړې پر وخت یې دا نیت وکړئ چې دغه مطالعه یوازې په کانکور کې د بریا او یا هم په ښوونځي کې د نومرو اخیستلو لپاره نه کوم، بلکې غواړم د ډېر وخت لپاره مې معلومات په ذهن کې پاتې شي.

۲- درس مو په پوره لېوالتیا ووایاست

«ډاکتر مارتین رادز» پر دې باور دی چې د موضوع د ګټورې او پایدارې زده کړې لپاره اړین توکی له هغه مطلب سره مینه او لېوالتیا لرل دي. مارتین پر دې پوره عقیده لري، که څوک تر ټولو قوي حافظه هم ولري، خو که له هغه څه سره چې لولي یې، مینه او علاقه ونه لري، هېڅکله به یې په یاد پاتې نه شي او ډېر ژر به یې له ذهنه ووځي. نو له هغه څه سره چې مینه نه لرئ، خو مجبور یئ چې زده یې کړئ، هڅه وکړئ په خود اګاه ډول ځان ته داسې روحیه ورکړئ چې ګواکې له دغه مطلب سره مینه لرئ، څو وکولای شئ په اسانۍ او د ډېرې مودې لپاره یې په ذهن کې وساتئ او د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخلئ.

له هغو مطالبو سره چې غواړئ زده یې کړئ، څنګه خپله مینه زیاتولای شئ؟

د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی.

د دې لپاره چې وکولای شئ یو مطلب په ډېرې اسانۍ زده او حفظ کړئ او ذهن ته یې وسپارئ، ځان ته داسې روحیه ورکړئ چې ګواکې کلونه کلونه وړاندې مو غوښتل دغه څه زده کړئ او نن په دې بریالي شوي یاست چې لاسته یې راوړئ. که مو په ذهن کې دغه فورمول ته ځای ورکړ ډاډ درکوم چې په پوره مینې او لېوالتیا سره به یې زده کړئ او د ډېرې مودې لپاره به یې ذهن ته وسپارئ. دا موضوع مو په ژبه جاري ولرئ، له نور کسانو سره د همدغه مطلب په اړه خبرې وکړئ، په اړه یې د ملګرو تر منځ خبرې وکړئ او د ګټې اخیستنې د ځایونو او اړین والي په اړه یې بحث او څېړنه وکړئ.

۳- د زده کولو موخه مو روښانه کړئ

د زده کولو لپاره بل څه چې ډېر اړین دي هغه موخه ده.

باید پر دې وپوهېږو چې د دې موضوع مطالعه کول د څه لپاره، ولې او تر کومې کچې مهم دي؛ د بېلګې په توګه، که تاسو وواياست: «زه غواړم انګليسي ژبه زده کړم» غواړې انګلیسي زده کړې، خو دا دې روښانه نه کړه چې ولې او د څه لپاره؟

باید ووایاست: «زه غواړم په راتلونکي کې د انګليسي ژبې ښوونکی شم» په دې ډول تاسو روښانه کړه چې د انګلیسي ژبې له زده کولو موخه لرئ.

په دې ځای کې د مطالعې د موخو لپاره یو څو ټکي ډېر اړین دي:

۱- موخې مو خپله وټاکئ؛ ځکه تر ټولو زیات اغېز به یې پر تاسو وي.

۲- هڅه وکړئ چې موخه مو ښکاره او معلومه وي او د رسېدو لپاره هم مشخصه لاره ولري.

۳- موخه مو باید داسې وټاکئ چې په نږدې راتلونکي کې ورته رسېدل ممکن وي. سمه ده چې په اوږده موده کې موخو ته رسېدل ګټور دي، خو په دې برخه ښه خبره دا ده چې موخې مو په وړو وړو برخو و وېشئ، د بېلګې په توګه اوس یوازې غواړئ، په کانکور کې بریالي شئ، له هغې وروسته به مو موخه دا وي چې څنګه کولای شئ هغه پوهنځی چې ورته بریالي شوي یاست په بریا پای ته ورسوئ، دنده لاسته راوړئ، ژوند جوړ کړئ، هېواد او خپلې ټولنې ته خدمت وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *