تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر ډیورند کرښه د پاکستان د پوځ له لوري د کټارې یا ازغن سیم له درولو سره مخالفت وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر ډیورند کرښه د کټارې پر جوړولو اعتراض وکړ، ویې ویل چې د پاکستان دا اقدام د افغانستان لپاره د منلو نه دی او د تروریزم پر ضد له مبارزې سره مرسته نه کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارووزارت وايي چې د پاکستان دا اقدام یوازې د دوو هیوادونو خلک سره لېري کوي او که پاکستان غواړي چې په رښتیا له تروریزم سره مبارزه وکړي په خپله خاوره کې دې د تروریزم ځالې ورانې کړي او د سیمې له هیوادونو سره دې د تروریزم پر ضد همږغي زیاته کړي.
افغانستان وروسته له دې د پاکستان له لوري د ډیورند کرښې په اوږدو کې د کټارې او ازغن سیم له طرحې سره مخالفت اعلان کړ چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د شنبې په ورځ مومند ایجنسۍ ته د سفر په مهال وویل چې پر ډیورنډ کرښه د خنډ جوړولو بهیر له باجوړ او مومند ایجنسیو پیلوي.
افغانستان پخوا هم د پاکستان له لوري پر دیورنډ کرښه د کندو له کیندولو او د ازغن سیم له تېرولو سره مخالفت کړی و.
د افغانستان حکومت او د دواړو خواوو پښتانه باور لري چې پاکستان پر دیورنډ کرښه دېوال د دې لپاره جوړوي چې د دواړو خواوو پښتانه سره بېل کړي.
اول خو ډیورند لاین یوه رسمي کرښه نده ، د ډیورند تاریخ لا پخوا تېر شوی دی
له بلی خوا که فرض کړو چې دا کومه فرضی کرښه وی نو لومړی باید د دواړو غاړو توافق حاصل شی ، د هرچا برخه ، کلی ، غر ، سیمه معلومه او دواړې خواوی توافق پرې وکړی، یو طرفه کرښه ، کټاره مټاره وباجوه چودره د افغانستان خلکو ته په هیڅ صورت د منلو وړ نده ، دا د نړیوالو نورمونو خلاف عمل دی ، دلته د خلکو او ولسونو رضایت ندي حاصل، پنجاب غواړی د افغانستان خاوره اشغال کړی ، په هیڅ حالت کې به دا اغزن سیم او کټاره د دواړو لوریو ترمنځ سرحد جوړ نکړي. کړکیچ او تشنج ته به نوره هم لمن ووهی ، د ټولو راتلونکو عواقبو مسوولیت به د پنجاب په غاړه وي.
اول خو ډیورند لاین یوه رسمي کرښه نده ، د ډیورند تاریخ لا پخوا تېر شوی دی
له بلی خوا که فرض کړو چې دا کومه فرضی کرښه وی نو لومړی باید د دواړو غاړو توافق حاصل شی ، د هرچا برخه ، کلی ، غر ، سیمه معلومه او دواړې خواوی توافق پرې وکړی، یو طرفه کرښه ، کټاره مټاره وباجوه چودره د افغانستان خلکو ته په هیڅ صورت د منلو وړ نده ، دا د نړیوالو نورمونو خلاف عمل دی ، دلته د خلکو او ولسونو رضایت ندي حاصل، پنجاب غواړی د افغانستان خاوره اشغال کړی ، په هیڅ حالت کې به دا اغزن سیم او کټاره د دواړو لوریو ترمنځ سرحد جوړ نکړي. کړکیچ او تشنج ته به نوره هم لمن ووهی ، د ټولو راتلونکو عواقبو مسوولیت به د پنجاب په غاړه وي