تاند- د جرمني د پلازمېنې برلین له موزیمه نن دوشنبه/ د سرو زرو یوه سکه، چې ارزښت یې یو ملیون ډالره اټکل کېږي، غلا شوې ده.

د جرمني رسنیو وویل، دا سکه، چې ۱۰۰ کیلو وزن یې درلود او په ۲۰۰۷ کال ضرب شوې وه، نن سهار وختي د غلو له لوري له موزیم څخه وړل شوې ده.

د سکې د اندازې په اړه ویل شوي چې قطر یې ۵۳ سانتۍ او پنډوالی یې ۳ سانتۍ و.

د برلین موزیم

د سکې پر یوه خوا د بریتانیا د اوسنۍ ملکې دوهمې الیزابت عکس حک شوی دی.

سره له دې چې د برلین موزیم د دې سکې ارزښت یو ملیون ډالره اټکل کړی خو ویل کېږي چې ممکن په بازار کې ۴ ملیون ډالره ارزښت ولري.

د برلین په موزیم کې د لرغوني یونان د زمانې شاوخوا ۱۰۲ او د لرغوني روم د امپراتورۍ تر ۵۰ زیاتې سکې ساتل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *