د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په چوکاټ کې د حفظ او مراقبت پروګرام له لوري په پکتیکا کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلي کیږي.
ددغه پرواګرام لومړۍ برخه تېر کال د پکتیکا په لسو ولسوالیو کې ترسره شوې او د پاتې ۱۶۰ پروژو کارونه یې اوس پیل شول.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د حفظ مراقبت پروګرام له لارې ۱۶ زره کسانو ته دکار زمینه برابره شوي.
ښاغلي وحدت وویل، له دولت سره د ولسونو ملاتړ او همکاري ددې سبب شوې چې د بیارغونې بېلابېلې پروژې پلي شي.
بل لورته د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر نجیب الله جاهد وایي چې د حفظ مراقبت پروګرام له لارې د هغو پروژو ترمیم کوي چې له وړاندې ترسره شوي وي.
دده په خبره، دا بیا په ولسونو پورې اړه لري چې دوی کومو پروژو ته ډېره اړتیا لري او په یاد پروګرام کې یې شاملوي.
په همدې حال کې پکتیکا وال یاد پروګرام ګټور بولي او زیاتوي چې تر دې دمه یې دوی ته هغه پروژې پلي کړي چې ددوی ورته جدي اړتیا وه.
دوی ژمنه کوي چې ددغه پروګرام له لارې ترسره کېدونکو پروژو د پلي کېدو په برخه کې به پوره مرسته کوي.
د حفظ مراقبت پروګرام له لارې د سیمې خلکو ته د دوی د اړتیاوو په اساس پروژې ورکول کیږي او همدغه پروژې د سیمه والو له لوري ترسره کیږي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر