ننګرهار والي د ولسونو ستونزې په علني ډول واوريدې او په حل کې يې اړونده ادارو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د نظارتي کمېټې غونډه د وري په اوومه ولايت مقام کې تر سره شوه، چې پکې د يو شمېر کسانو عرايضو کتلو ترڅنګ ستونزې يې په علني ډول واوريدل شوې او په حل کې يې د اړونده ادارو مسئولينو ته د اجراتو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

د نظارتي کمېټې غونډه کې د ولايتي شورا غړي عبيدالله شينواري سربيره، عدلې، امنې قوماندانۍ، ملي امنيت، ښاروالي، د شخړو حل کميسون، استناف څارنوالۍ او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو ګډون کړی و.

په دغه نظارتي کميسون کې د جلال اباد ښار، بهسودو او اچين ولسواليو اوسيدونکو او همداراز د شهيدانو د وارثينو حقوقي دوسيې، د نومرو د توزيع، ځمکو، کورونو او نورې بېلابېلې عرضپاڼې وکتل شوې او په حل کې يې د اړونده ادارو مسئولينو ته لارښوونې وشوې.

په دغه د يو شمېر کسانو د ځمکو او کورونو دوسيې وڅېړل شوې او د اړونده ادارو مسئولينو ته د قانوني اجرائتو په موخه واستول شوې.

دغه راز ګڼ شمېر خلکو د پاکستان قونسلګرۍ کې د ويزې اخيستلو پروسې څخه شکايت وکړ، چې شپږ ورځې کيږي، چې دوی د ويزې اخیستو انتظار باسي؛ خو د پوليسو لخوا دوی سره ناسم چلند کيږي او د پاکستان قونسلګرۍ د دوی ويزې نه اجراء کوي، چې ناروغان د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

همدا راز د شهيدانو وارثينو د ننګرهار والي څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د ولايتي ادارې له لوري دوی ته په حصار شاهي دښته کې يوه – يوه نومره په واکې کې ورکړل شوې؛ خو د يو شمېر کسانو له لوري دوی تهديديږي او جوړې شوي کورونه يې ړنګوي.

دوی د دغه غير مسئولو کسانو د مخنيوي او په ياده سيمه کې د يوې امنيتي پوستې د جوړولو غوښتنه وکړه.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پاکستانۍ ويزو اخيستلو د ستونزې حل په موخه امنې قوماندانۍ او بهرنيو چارو رياست ته دنده وسپارله، چې يادې ستونزې مخه ژر ترژره ونيسي او خلکو ته سهولت برابر کړي.

نوموړي د امنې قوماندانۍ او جلال اباد ښار والۍ مسئولينو ته هم لارښوونه وکړه، چې د شهيدانو وارثينو د يادې ستونزې حل په برخه کې جدي اقدامات تر سره او د غير مسئولو کسانو او غاصبينو مخه په کلکه ونيسي.

د نظارتي کمېټې په غونډه کې يو شمېر عرضپاڼې او د دوسيې، چې بشپړې نه وې راتلونکي نظارتي کمېټې ته وځنډول شوې.

د يادونې وړ ده، چې هره دوشنبه د سلاکار وزير او ننګرهار والي له لوري د ولسونو ستونزې په علني ډول اوريدل کيږي او د حل په موخه اړونده ادارو مسئوليڼو ته د قانوني اجراتو په موخه لارښوونې کيږي.

اتلس وسله وال طالبان سولې بهير سره يوځای شول.

په ننګرهار ولايت کې د ملي امنيت ادارې په هلو ځلو د وسله والو طابانو د يو ډلمشر بختو خان په ګډون اتلس وسله وال طالبان د خپلو يو شمېر وسلو سره سولې بهير سره يو ځای شول او له مخالفت څخه لاس په سر شول.

په سپارل شوو وسلو کې درې راکټ انداز، يو لونداز، يو سل ډزی او نهه ميله کلانشکوفونه شامل دي.

يادو وسله والو طالبانو د ننګرهار ولايت په بټي کوټ او غني خېلو ولسواليو کې د حکومت ضد کړنې تر سره کولې، چې د ملي امنيت په هلو ځلو او حقيقت په درک کولو سره له مخالفت څخه لاس په سر او سولې بهير سره يو ځای شول.

سولې بهير سره د يو ځای شويو وسله والو طالبانو په استازۍ راز محمد او يو بل تن وويل، چې د پاکستان له لوري د جهاد په نوم وراني ته چمتو شوي وو او د هېواد وراني لپاره يې هر ډوله وسلې په واک کې راکولې.

راز محمد وويل: (( مونږ بې ګناه وګړي حلال کړي او ما په خپله نظامي وسايط لمنځه وړي او ډير نور ظلمونه مو کړي، چې اوس پرې ډېر خفه يم.))

دوی وويل، چې پاکستاني مسئولينو ورته تل د سړکونو، پلونو، ښوونځيو ورانولو اوعامه ځايونو کې د چاودونو لارښوونې کولې او په دې وروستيو کې يې هڅولو ترڅو د درونټې تونل او درونټي برېښنا بند کې چاودنې رامنځته کړو.

دوی زياته کړه، چې په لومړيو کې مو خپلو فعاليتونو ته د جهاد نوم ورکولو؛ خو وروسته مو فکر وکړ، چې مونږ خپلو خلکو او خپلې خاورې سره ظلم او خيانت کوو؛ نو ځکه له مخالفته لاس په سر شو.

سولې بهير سره يو ځای شوو وسله والو طالبانو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د خپل هېواد او خاورې څخه ساتنه کوي او د ملي پوځ په خوا کې به د افغانستان دښمنانو سره وجنګيږي.

ننګرهار کې تېره میاشت یوسلو دوه وسله وال مخالفین وژل شوي .

د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېرې یوې میاشتې په موده کې د هوایي او ځمکني بریدونو او د پولیسو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۲ وسله وال مخالفین وژل شوي،دوه تنه ټپیان دي او ۲۵ نور شکمن کسان ژوندي نیول شوي دي .

یاد عملیات چې د دې ولایت په نازیانو،اچین،کوټ، چپرهار او بهسودو ولسوالیو کې ترسره شوي،په ترڅ کې اوه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه ، د ځآن وژونکې یو واسکټ، يوه اندازه چاوديدونکي توکي او په يو کانتينرکې ځای پرځای شوي نظامي تجهيزات هم کشف او ترلاسه شوي ، چې په تور يې يو تن هم نيول شويدی .

همدا راز د امنیه قوماندانۍ پولیسو د تېرې یوې میاشتې په موده کې د پنځه ويشت بيلابيلو جنايي پيښو په تور پنځه ديرش کسان چې په کې انسان تښتوونکي او غله هم شامل دي نيولي دي .

یو شمیر نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی .

همدا راز د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې پوليسو يو سل يواتيا کيلو ګرامه چرس او اته ديرش کيلوګرامه ترياک په دوه بيلابيلو پيښو کې د دوه عرادو موټرو سره يوځای نيولي دي او په تور يې دوه تنه نيول شوي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شويدي .

د دوه سوه يو سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا هغه پنځه څلوېښت تنه منسوبين وستايل شول ، چې د عملياتو پر مهال يې له ځانه وړتيا ښودلې وه.

د يادو پنځه څلوېښت تنو منسوبينو د ستاينې په موخه جوړه شوې غونډه کې د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين، د لوا درستيز وال ډګروال محمد جان درياب ، د ګارنيزون قوماندان ډګروال عبدالقيوم ګربز، افسرانو ، بريد ملانو او سرتيرو ګډون کړی و.

د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د خبرو پر مهال د ټولو امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د څلورمې پلې لوا منسوبينو قربانۍ او هڅې د قدر وړ يادې کړې ،چې په خبره يې په تېر ديارلس سوه پنځه نوي يم کال کې يې دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی.

نوموړي وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه به هېڅ تيري کوونکي ته دا اجازه ورنکړي ،چې د هېواد والو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

سنګين دغه راز زياته کړه د اچې د تېر کال د حوت مياشتې په وروستۍ نېټه په هېواد کې د شفق په نوم عمليات په برياليتوب سره پای ته ورسيدل اوس د خالد تر نامه لاندې د هېواد د نورو ولايتونو په څير په ننګرهار کې هم دغه عمليات جريان لري.

د څلورمې پلې لوا درستيز وال وويل، چې تېر ديارلس سوه پنځه نوي يم کال کې يې دښمن ته درانه زيانونه اړولي ،چې د ولسونو په ملاتړ به بيا هم د هېواد دښمنان وځپي.

د غونډې په پای کې هغه منسوبين، چې د عملياتو پر مهال يې له ځانه وړتيا ښودلې وه په مډالونو ، ستاينليکونو او نغدي ډاليو وستايل شول.

د ننګرهار د چاپيريال ساتنې رياست له لوري د کرنې او وترنرۍ په انستيتيوت کې د ونو کېښنولو کمپاين ترسره شو.

د چاپريال ساتنې رئيس فضل ربي هميم وويل، چې دښه چاپيريال د رامنځته کېدو په موخه يې دماشوم ساتنې ادارې په همکارۍ دونو کېښنولو کمپاين ترسره کړ.

هميم وويل، چې ماشوم ساتنې ادارې سږ کال په ننګرهار کې د نورو ټولنيزو خدمتونو ترڅنګ د ښه چاپيريال د جوړولو په موخه له بېلابېلو ادارو سره دمېوه لرونکو او زينتي ونو د مرستې لړۍ پيل کړې، چې دا پلا يې د چاپيريال ساتنې رياست سره د څلور سوه زينتي ونو مرسته وکړه.

د پوهنې رياست د مسلکي او تخنيکي تعليماتو مرستيال نورخان مفتون له چاپيريال ساتنې او ماشوم ساتنې ادارو مننه وکړه، چې د ونو کېښنولو لپاره يې دکرنې او وترنرۍ انستيتيوت غوره کړ.

نوموړي وويل، چې سږ کال يې په شلو مسلکي ښوونځيو کې شاوخوا دوه زره مېوه لرونکي او زينتي ونې کېښنولي او ساتنې ته يې ځانګړی پلان هم لري.

د کامې ولسوالۍ په شير ګړ سيمه کې د سعديه مدرسه څخه شپږ پنځوس تنه زده کوونکي فارغ شول.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار ولايت د بېلا بېلو سيمو ديني عالمانو ، قومي مخورو ، دمدرسو او لېسو ګڼ شمېر زده کوونکو ګډون کړی و.

د سعديه مدرسې مهتمم مولوي حکمت الله سعيد وويل، چې د دولسو نجونو په ګډون شپږ پنځوس تنو زده کوونکو قران کريم د ناظرې له مخې ولوست او د فضيلت پګړۍ ور په سر شوې.

د جوړې شوې غونډې پر مهال مولوي ايمل مجاهد، مولوي فضل ربي ترابي او مولوي حبيب الرحمن حقاني خوښي ښکاره کړه ،چې په دومره شمېر کې شاګردانو په ناظرې سره قران کريم ولوست او فارغان شول.

يادو ديني عالمانو له مدرسې څخه په فارغو شويو شاګردانو غږ وکړ ،چې خپلو زده کړو ته لا دوام ورکړي.

د شير ګړ قريې قومي مشر ملک عبدالرزاق د ديني عالمانو دا ډول هڅې وستاېلې او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه ،چې يادې مدرسې ته پاملرنه وکړي.

نا څرګندو وسله والو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسین مرکز سوزولی دی .

ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردي سیمه کې تېره شپه نا څرګندو وسله والو په روغتون کې د پولیو ضد واکسین د ترسره کولو مرکز سوزولی،چې په کې د واکسین بېلابېل توکې لمنځه تللي دي .

په دې پېښه کې چې تر اوسه معلومه نده،چې د چا له لورې رامنځته شوې،چاته ځاني زیان ندی اوښتی .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پېښې د رامنځته کېدو وروسته امنیتي منسوبینو ته د پېښې د عاملینو د موندلو او عامې روغتیا ادارې ته د پولیو ضد د واکسین د نورو توکو د لیږلو لارښوونه کړې ده .

د ننګرهار والي د شينوارو شپږ ولسواليو قومي مشرانو ستونزې د حل په موخه واوريدې.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په اوومه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يوې غونډې پر مهال شينوارو شپږ ولسواليو قومي مشرانو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.

په دغه غونډه کې د اچين، سپين غر، نازيانو، دوربابا، هسکې مېنې او غني خېلو ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او جهادي قوماندانانو برخه لرله.

د شينوارو مشرانو په استازۍ قومي مشر او د قبايلو پخواني رئیس وارث خان، ملک سهيل خان، قومي مشر عثمان، ولايتي شورا پخواني غړي حاجي ملاجان او قوماندان ليوني خبرې وکړې.

نوموړو وويل، چې د شينوارو قوم په اوږد انقلاب کې يوه وليشت ځمکه هم چاته نده پرېښودې او د يو – يو وليشت خاورې څخه يې دفاع کړې.

دوی ډاډ ورکړ، چې د شينوارو قوم به د خپلو امنيتي ځواکونو سره د پخوا په څېر له خپلې خاورې څخه دفاع کوي.

قومي مشرانو نيوکه وکړه، چې د شينوارو په شپږ ولسواليو کې یو شمېر مسئولينو قانون په خپله تر پښو لاندې کوي او ولسونو ته ستونزې پيدا کوي.

دوی غوښتنه وکړه، چې د ښې حکومتوالۍ، ولسونو او حکومت ترمنځ د فاصلو کمولو په موخه دې لومړۍ په دولتي چارواکو قانون تطبيق شي.

دوی زیاته کړه د شينوارو ولسوالۍ طبيعي ځنګلونه لري؛ خو د مخالفينو له لوري په بې رحمۍ سره دغه ځنګلونه قطع کيږي، چې ولسونو دغه ځنګلونه له کالونو راهيسې د ناغې په رامنځته کولو سره ساتلي و.

قومي مشرانو وويل، چې د يادو ولسواليو يو شمېر ملکي او نظامي مسئولينو د کانونو او ځنګلونو د استخراج او قطع کولو زمينه برابره کړې، چې دوی ترې په بېلابېلو چيک پواينټونو کې پیسې اخلي.

دوی همدا راز په يو شمېر مسئولينو نيوکه وکړه، چې په يو نوم او بل نوم د شينوارو مشران او ځوانان ډبوي او مالونه او موټر ترې نيسي، خلک بنديان کوي او بيا د پیسو په مقابل کې بيرته خوشي کوي.

دوی غوښتنه وکړه، چې د شينوارو په ولسواليو کې د امنيت تامين او شته ستونزو په مخنيوي کې دې د شينوارو قوم څخه وړ اشخاص په دندو وګمارل شي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د شينوارو قوم په دې وروستيو کې د مخالفينو له لوري ځپل شوی او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وويل، چې د شينوارو ولسواليو ته به د پرمختيايي پروژو تطبيق لپاره لا هڅې وکړي.

ده زياته کړه، چې د شينوارو ولسوالانو او امنيتي مسئولینو ته يې لارښوونه کړې، چې د ځنګلونو قطع کېدو او کانونو اخراج مخه په کلکه ونيسي.

ننګرهار والي شينوارو ته ډاډ ورکړ، چې د يادو ستونزو په حل کې به د اړونده ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړي او شته ستونزو ته به د حل لار ومومي

د خوږياڼو علمي او پرمختيايي بنسټ غړو د ننګرهار والي د کړنو ستاينه وکړه.

د خوږياڼو، شيرزادو او پچير اګام ولسواليو علمي او پرمختيايي بنسټ غړو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار والي د کړنو ستاينه وکړه، چې يادو ولسواليو کې يې موسساتو او سکتوري رياستونو مسئولينو ته يې د پرمختياي پروژو د پلې کېدو په موخه سپارښتنې کړي.

دغه غونډه، چې د وري په اوومه د ښاروالۍ په مېلمستون کې جوړه شوې وه د خوږياڼو علمي او پرمختيايي بنسټ مشر عبدالحکيم شيرزاد د ياد بنسټ پر تاريخچه او موخو رڼا واچوله.

نوموړي وويل، چې دغه بنسټ د ولسونو او دولت ترمنځ د واټن راکمولو، د ولسونو او حکومت ترمنځ د ښې همغږۍ برابرولو کې کار کوي.

ده زياته کړه، چې ياد بنسټ د خوږياڼو په لوی سړک زينتي نيالګي او د کانکور ازموينې لپاره ځوانانو ته کورسونه برابر کړيدي.

د شوکاڼو اتحادې مشر حاجي ولي د اجرائيه رئيس سلاکار او د قومونو يووالي شورا مشر انجينر محمد امان خيري او ولايتي شورا غړي اجمل عمر د خبرو پر مهال د ننګرهار والي د وروستيو اجرائتو مننه وکړه، چې د دوی بنسټ سره يې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې.

نوموړو وويل، چې د خوږياڼو ولسونو په غوښتنه يې متوازن انکشاف د پيليدو او په خوږياڼو ولسوالۍ کې د لوی پُل د ليږد او نصب لارښوونه کړې.

دوی له ننګرهار والي څخه د خوږياڼو دريو ولسواليو ته د پوهنې، روغتيا، زراعت په برخه کې د پروژو پلي کولو او د يادو ولسوايو په تنګيو کې د اوبو بندونو جوړولو غوښتنه وکړه.

دوی دغه راز له ننګرهار والي د جلال اباد – کابل دويم لين سړک د جوړولو کارونو چټکتيا غوښتنه وکړه.

دوی ننګرهار والي سره ژمنه وکړه، چې په يادو ولسواليو کې به د کوکنارو کښت په لمنځه وړلو کې بشپړه همکاري تر سره کړي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خوږياڼو ولسونو په يووالي خوښي څرګنده کړه او د ياد بنسټ د کړنو څخه يې مننه وکړه، چې د ولسونو او حکومت ترمنځ د يووالي په موخه هلې ځلې کوي.

نوموړي وويل، چې سکتوري او خيريه مؤسساتو مسئولينو ته يې لارښوونه کړې، چې لريو پرتو ولسواليو کې متوازن انکشاف رامنځته او په ځانګړي ډول د خوږياڼو ولسواليو ته به د ولسونو په همکارۍ پاملرنه وکړي.

ده د فوايد عامې رئیس ته سپارښتنه وکړه، چې د سراچې استحکامي پُل د خوږياڼو ولسوالۍ پيرا خېلو سيمې ته ژر تر ژره انتقال او د نصب چارې يې تر سره کړي.

په دغه غونډه کې د خوږياڼو د علمي او پرمختيايي بنسټ غړو ننګرهار والي ته د ښو خدمتونو او ولسونو ته د پاملرنې له امله د خوږياڼو ولسوالۍ له قيمتي کاڼې څخه د افغانستان جوړه شوې نقشه ډالۍ کړه.

دغه راز ياد بنسټ د زراعت رئیس رفيع الله رحيمزي او د فوايد عامې رئیس ضابط خان منګل هم په ستاينليکونو ونازول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *