تاند – ولسمشر غني د سعودي عربستان د سلطنتي کورنۍ غړي او ستر پانګوال شهزاده ولید بن طلال سره وکتل.

د ارګ د خبرپاڼې په اساس،‌ په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان د ظرفیتونو او همدارنګه د زیربنایي پروژو په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼې د شهزاده ولید له قوله لیکلي، ما چې له معتبرو کمپنیو سره خبرې کړي هغوی د پانګونې لپاره د افغانستان شرایط مساعد بولي او همدارنګه مې د افغانستان د مالیې وزیر سره چې د پانګونې په اړه کومې خبرې کړي هغه تعقیبوم.

ویل کیږي چې ولسمشرغني د ولید بن طلال د راتګ مننه وکړه او په افغانستان کې یې د پانګونو هرکلی وکړ. هغه زیاته کړه، اسلامي هېوادونه باید د بې وزلي د له منځه وړلو لپاره همغږي ولري.

د ارګ خبرپاڼه لیکي چې غني په دې کتنه کې د افغانستان او عربستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو په ټینګولو او له افغانستان سره د سعودي عربستان د مرستو او همکاریو په جلبولو کې د ولید بن طلال د کوښښونو د قدردانۍ په موخه هغه ته د غازي امیر امان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.

ویل کیږي چې ولسمشر غني په افغانستان کې د جنګي شرایطو تر څنګ د حاکمو مافیایي کړیو له خوا د رامنځته شویو ستونزو سره سره هڅه کوي چې د دغه هېواد د اقتصادي ښېرازۍ لپاره بېلابېلې لارې تعقیب کړي او بهرني پانګه وال وهڅوي چې په افغانستان کې کارونه پیل کړي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *