د کليوالو نجونو لخوا کليوالو نجونو ته د (کليوالو نجونو ادبي بهیر) په نامه مشاعره جوړه شوه.

نن د ۱۳۹۶ لمريز کال د وري میاشتې په ۸ نېټه دغه مشاعره په ميدان وردګو ولایت د کليوالو نجونو ادبي بهیر تر نامه لاندې رسماً پیل شوه یاد بهیر د همدې ولایت د ښځو چارو ریاست د غونډو په تالار کې د لومړي ځل لپاره پیل وکړ چې په کې والي ځنډي ګل زماني، د ښځو چارو رييسې وحيدې ښکلې،آغلې محمودې تقوا، لس ګونو کليوالو نجونو او ځوانانو برخه اخیسته وه.

د مشاعرې په پیل کې ښاغلي زماني خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه: د خوښۍ ځای دی چې د وروڼو سره څنګ په څنګ له توپیر پرته د قلم او شعر په ژبه ولسونه راويښوي او د ولس ستونزې په شعر او ادب بیانوي. والي وويل: ښځو هم د نارينوو په څېر د ولسونو او ملتونو د ځرکتيا په برخه کې ډېر کار کړی دی او لسونه يې بیدار کړي دي، د ویاړ ځای دی چې زموږ دغه خویندې په هېوادني احساس راپاڅېدلي او دغه بهير يې جوړ کړی دی انجنير زماني په خپلو خبرو کې د کليوالو نجونو له دغه ادبي بهیر څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او څرګنده يې کړه چې هر ډول همکارۍ ته مو چمتو يم.

د ښځو چارو رييسې آغلې وحيدې ښکلې وويل: خوشاله یم چې د خويندو په هڅو د کليوالو نجونو ادبي بهیر د ولایت مقام، اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د ښځو چارو رياست په ګډو هلو ځلو پیليږي او هيله يې څرګنده کړه چې دا مشاعره او بهیر لاپسې و غڅوي او ددې بهیر لومړۍ او وروستۍ مشاعره نه شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په استازولۍ نجیب الله فکرمن له ټولو مننه وکړه چې دغه بهير یې پرانیست او زیاته يې کړه چې باید ددې ولایت اړوند خويندې ددغه بهیر په مشاعرو او غونډو کې ګډون وکړي. د دې بهير پرانستل يې د ميدان وردګو د شاعرانو او د ادب مينوالو خويندو لپاره يو لاسه ته راوړنه وبلله ښاغلي فکرمن وويل: چې زموږ مېرمنې د تاريخ په اوږدو کې د شاعرۍ په برخه کې ښې لاس ته راوړنې لري هغه وويل چې د ښځينه شاعرانو د غزل او شعر ويلو له امله د هېواد لپاره لوی لاسته راوړنې لري لکه د ملالې ټپه!

له خبرو وروسته مشاعرې د تقوا په شعر پیل وکړ چې ټولو راغلو خويندو او ځينو ځوانانو په کې خپل شعرونه وویل. د غونډې په پای کې تکړه ليکوالې اوژورناليستې محمودې تقواه غونډه وارزوله هغې زیاته کړه : چې د دې نوښت اغلې موسکا ساحل کړی دی او دغه بهير به وروسته له دې د کليوالو خويندو د ادبي بهير په نوم ياديږي او په مياشت کې به يو ځل غونډه کوي همدارنګه يې د بهير د لا پياوړتيا لپاره به په ګډه کوښښ کو چې شاعرانې ليکولانې او د اد ب مينوالې خويندو تر څنګ نورې خويندې او ميرمنې ګډون وکړي، له راغلو خويندو يې غوښتنه وکړه چې په راتلونکې مڼې ګل مشاعره کې هم پراخ ګډون وکړي هغې له ټولو خويندو او دغونډې له ګډونوالو مننه وکړه او د دې ولايت د مېرمنو لپاره يې ديووالي او همغږۍ مرکز وباله‎.

ديادولو وړ ده چې ديادې غونډې چلوونکې موسکا ساحل وه چې په ريښتني ډول يې دغونډې د ګډونوال په خولو موسکا خپره کړه. او د دغه بهیر امتیاز هم آغلې مسکا ته ورکړل شو. هیره دې نه وي چې لومړي ځل دی چې په میدان وردګو ولایت کې د خویندو لخوا ادبي بهیر پیليږي.

One thought on “د لومړي ځل لپاره په یوه محرومه سیمه کې د کليوالو نجونو ادبي بهير”
  1. درنوخویندوته دې مبارک وي۰ او له آغلې مسکا نه یوه نړۍ مننه، بریالۍ اوسې۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *