تاند- د سویډن په څو سیمو کې افغانانو د اجباري ایستنې یا دیپورټ پر خلاف مظاهره وکړه.

دا مظاهرې وروسته له دې وشوې، چې د سویډن مېشتو افغانانو په وینا تېره شپه د دغه هیواد له یتبوري ښار څخه نژدې ۲۰ تنه افغانان دیپورت کړای شول.

ویل شوي چې دا افغانان د پولیسو له لوري له نیول کېدو وروسته په الوتکه کې د اتریش ویانا ته یووړل شول څو له هماغه ځایه افغانستان ته واستول شي.

د سویډن په هالمشاد ښار کې مېشت افغان عبدالقدوس مقدس ستانکزي تاند ته وویل چې د افغانانو پر دیپورت کېدو نه یوازې په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضي مظاهرې شوي بلکې د تېرې دوشنبې په ورځ په پلازمېنه ستوکهلم کې یوه افغان ځان وژلی دی.

عکس د دغه افغان دی خو تراوسه یې نوم نه دی په ډاګه شوی.

په سویډن کې د مهاجرت د مقرراتو له سختېدو وروسته په افغان پناه غوښتونکو کې د ځانوژونې پېښې زیاتې شوي دي.

د سویډن د مهاجرت ادارې د افغانستان د امنیتي وضعیت بیا ارزولی، چې جزییات یې د دسمبر په میاشت کې خپاره شول. په دې بیارارزونه کې ویل شوي چې د افغانستان ځینې سیمې له دې سره سره چې په دغه هیواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، لږ خطرناکې دي.

دې ارزونې سویډني چارواکو ته لاره پرانیسته چې رد شوي افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.

د سویډن د مهاجرت د ادارې یوه ویندوی فرانس پریس اژانس ته وویل «په افغانستان کې ځینې سیمې شته چې څوک بېرته ورتلای شي.»

د ده اشاره غالباً د افغانستان مرکزي سیمو ته وه چې تر نور افغانستان ارامې او د طالبانو له حملو خوندي دي.

ده په عین حال کې وویل چې تر اتلس کلونو کشر پناه غوښتونکي به په هغه صورت کې بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي چې د کورنۍ غړي او یا خپلوان یې ساتنې ته تیار نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *