په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو.
ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې د هېواد په کچه د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو.
په دغه مراسمو کې ننګرهار والي، امنیه قوماندان،ولسي جرګې او ولایتي شورا غړو،صنعتکارانو ،سوداګرو،پانګوالو،د حکومتي او خصوصی ادارو مسؤلینو،دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو،لوبغاړو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی و.
د سوداګرۍ او صنایعو ادارې رئیس شیرعالم امله وال وویل،د دې درې ورځني نندارتون پرانستلو څخه یې موخه هېوادوال د کورنیو تولیداتو څخه خبرول او د افغاني توکو ته بازار موندنه ده .
نوموړي زیاته کړه، نندارتون کې تر سلو زیاتو غرفو کې بېلابېل کورني تولیدات چې په کې غالۍ،قیمتي ډبرې،موټر سایکلې،د اوسپنو اوبه کولو او طبي وسایل،دیګ بخارونه، تعمیراتي توکې ، درمل،لباسونه،ختیځ لبنیات، شات،د ګلابو عطر،غوړي، پنیر، زیتون ،زعفران، وریجې،مانچې او ګڼ شمیر نور توکې نندارې ته کېښودل شوي وو.
ننګرهار د صنعتکارانو اتحادې مشر حاجي تورملنګ وویل،په دغه ولایت کې ۳ صنعتي پارکونه شتون لري،چې د شیخ مصري په پارک کې پنځوس لویې فابریکې فعاله دي .
هغه زیاته کړه،که د شیخ مصري صنعتي پارک ته برېښنا ورکړل شي،نو درې سوه نورې فابریکې به هم فعاله کړي،چې ګڼ شمیر هېوادوالو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي .
تورملنګ غوښتنه وکړه،چې د شیخ مصري د فعاله فابریکو په موخه دې ورته امنیت او همدا راز دې د حصارشاهي صنعتي پارک ته ورته د برېښنا په برخه کې سهولتونه برابر شي .
د هرات د صنعتکارانو اتحادیې مرستیال توریالي غوثي وویل،په هرات ولایت کې ۵ سوه بېلابېلې فابریکې فعاله دي،چې ۴۲ زره کسان په کې په کار بوخت دي او پر حکومت یې غږ وکړ،چې د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه دې له دغه توکو څخه په خپلو ادارو او کورونو کې ګټه واخلي .
د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد مراسمو ته د وینا پر مهال غوښتنه وکړه،چې سوداګر او پانګوال دې د مافیا کړیو د فساد څخه وژغورل شي،ترڅو دوی په ارام او شفاف ډول خپلې پانګونې ته وده ورکړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، صنعت په هېواد کې د پرمختګونو بنسټ دی او زیاته کړه، د دغه درې ورځني نندارتون له جوړیدو څخه یې موخه هم د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او ورته بازار موندنه ده .
هغه پر ټولو هېوادالو په ځانګړي ډول د حکومتي ادارو په مسؤلینو او کارکوونکو غږ وکړ،چې د خپلو کورنیو تولیداتو څخه د اړتیا پر مهال ګټه واخلي،ترڅو د وارداتي پر ځای صاداراتي هېواد وګڼل شي .
ننګرهار والي په نړیواله کچه د کورنیو تولیداتو د بېلابېلو مقامونو د تر لاسه کولو له امله خوښي وښوده او هېله یې څرګنده کړه،چې په راتلوونکې کې د کورنیو تولیداتو په برخه کې په ملي او نړیواله کچه لا زیاتې لاسته راوړنې تر لاسه کړو .
ښاغلي منګل له هېواده بهر افغان صنعتکارانو باندې غږ وکړ،چې پخپل هېواد په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې پانګونه وکړي او ژمنه یې وکړه،چې د پانګې اچونې په برخه کې به ورته لازم سهولتونه برابره کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د صنعتي پارکونو د امنیت د ساتنې او د برېښنا ستونزې د حل په برخه کې د جدي هلو ځلو د ترسره کولو ژمنه وکړه.
د ختيځ زون د علماء کرامو مشر مولوي حمدالله صديقي د کورنيو توليداتو د نندارتون په جوړېدو خوښي څرګنده کړه، کورني توليدات يې با کيفيته وبلل او ژمنه يې وکړه، چې د ختيځ زون علماء او خپل مقتديان به دې ته وهڅوي، چې په ورځني ژوند کې له کورنيو توليداتو څخه ګټه پورته کړي.
د ولایتي شورا رئيس احمدعلي حضرت د یاد نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د نندارتون په جوړیدو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ،چې د صنعتکارانو او پانګوالو د برېښنا ستونزه یې د حل په موخه ولایتي او مرکزي ادارې سره شریکه کړې .
د ولسي جرګې غړي پیربخش ګردیوال هم د نندارتون څخه د لیدنې پر مهال پر هېوادوالو غږ وکړ،چې له خپلو کورنیو تولیداتو څخه پخپل کور،دفتر او نورو سیمو کې ګټه واخلي.
سلاکار وزیر او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل،امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،ولسي جرګې غړي پیربخش ګردیوال،ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت،د شورا غړو اجمل عمر،اسرارالله مراد،ناصر کاموال،سهراب قادري،عبیدالله شینواري،د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او ګڼ شمیر نورو د یاد نندارتون د بېلابېلو غرفو څخه لیدنې ترسره کړې .
د دې لیدنو پر مهال د شوکاڼې اتحادیې مشر حاجي ولي ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه،چې په مرکز کې د دوی د قراردادونو د بیا تمدید کېدو ستونزه حل کړي او همدا راز د صنعتکارانو اتحادیې مشر حاجي تورملنګ غوښتنه وکړه،چې پخوانۍ او زړې اوسپنې دې له هېواد څخه بهر نه لیږدول کیږي،ترڅو دوی ترې په هېواد کې ګټه واخلي.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نندارتون د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پر مهال وویل،ویاړي،چې خپل کورني تولیدات ګوري او د شوکاڼو اتحادیې او صنعتکارانو اتحادې مشرانو ته یې د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ختيځ زون کې د ملي ، سرحدي او عامه نظم پوليسو اړوند يو سلو شپږو شهيدو شويو پوليسو کورنيو سره د سرپناه د جوړولو په موخه د يوويشت ميليونه دوه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
د ۱۰۶ شهيدو شويو پوليسو کورنيو ته ، چې له وړاندې د کور لپاره نمرې په واک کې ورکړل شوي هرې کورنۍ ته د سرپناه جوړولو په موخه دوه سوه زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدي مرسته دننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي له لوري د شهيدانو کورنيو ته په داسې حال کې ورکړل شوه ، چې د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال مموزی او د دې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مل پاسوال عبدالجميل تتمدري هم شتون درلود .
د دغه مرستې پر مهال ننګرهار امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي وويل، چې دغه مرسته د ولسمشر د ځانګړې حکم او د کورنيو چارو وزارت په لارښوونه يادو کورنيو ته ورکړل شوه.
رحيمي زياته کړه، چې په دغه مرسته کې د شهيدانو هغه کورنۍ شاملې دي ، چې اولادونو يې په سرحدي ، عامه نظم ، ملي او سيمه يزو پوليسو په ليکو کې د خپلې خاورې ، خپلواکۍ او ملي نواميسو څخه په دفاع او ساتنه کې ژوند له لاسه ورکړی .
امنې قوماندان د شهيدانو کورنيو له استازو مننه وکړه ، چې خپل اولادونه يې د هېواد ساتنې په موخه د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې ځای پرځای کړي.
نوموړي په وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي او د سولې پروسې سره يو ځای شي.
د شهيدانو د کورنيو په استازولۍ ملک خليل او نورالله د ننګرهار امنې قوماندانۍ مشرتابه او ټولو منسوبينو څخه مننه وکړه، چې تل يې د شهيدانو کورنيو سره په هره برخه کې همکاري کړې.
دوی امنيې قوماندان ته ډاډ ورکړ ، چې له خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع په لارکې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي .
ننګرهار والي وايي شاعران دې نارنج ګله مشاعره کې ادبي او علمي شعرونه ولولي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په ۸ مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې، چې د ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت او غړو سربيره د دې ولايت، ليکوالو، شاعرانو، فرهنګيانو او يو شمېر نورو ګډون کړی و له شاعرانو وغوښتل، چې نارنج ګل مشاعره کې ادبي او علمي شعرونه ولولي.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نارنج ګل مشاعرې په مناسبت جوړه شوې مشورتي غونډه کې وويل، چې نارنج ګل مشاعره پنځوس کلنه مخينه لري او له شاعرانو يې وغوښتل، چې د پخوا په څېر علمي او ادبي شعرونه ولولي.
نوموړي وويل، چې د نارنج ګل مشاعره او مېله په علمي او ادبي ډګر کې ازاده ده، شاعران دې په شعرونو کې ملي ارزښتونو ساتلو او اشخاصو ته درناوی وکړي.
په مشورتي غونډه کې ليکوالانو، شاعرانو، ژورناليستانو، فرهنګيانو، ولايتي شورا رئیس احمد علي حضرت، د شورا غړو او يو شمېر نورو په خپل وار سره د دغې مشاعرې د ښه تر سره کېدو او نظم په موخه بېلابېلې مشورې وړاندې کړې.
دوی وويل، چې شعر د ټولنې اصلاح لپاره دی شاعر بايد هم خپله شعرونه د ټولنې اصلاح په موخه ووايي او د ننګرهار نوم وساتي.
دوی زياته کړه، چې پخوا دغه مشاعرې ولسي بڼه درلوده او شاعرانو به هم ښه کره علمي او ادبي شعرونه د اصلاح او سالمو نيکو په موخه لوستل؛ نو اوس هم بايد يواځې اصلاحي او ادبي شعرونه ولوستل شي.
په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې مشاعره به سهار نهه بجې پيل کيږي، اناسر به د شعر دوه بيتونه او هر شاعر به يو شعر لولي.
دغه راز د مشاعرې د ښه تر سره کېدو په موخه د تشريفاتو کمېټې جوړېدو او يو شمېر نورو فعاليتونو د اجراء په برخه کې هم لازمې لارښوونې وشوې.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د دوه کورنيو ترمنځ له يو کلنې دوښمنۍ وروسته روغه وشوه.
د سره رود ولسوالۍ د دوو هستوګنو کورنيو چې ديوه مشري عثمان اغا او دبلې سيدقاهر اغا کوله ،د جرګه کوونکو دپريکړې له مخې يوکلنې دښمنۍ ته يې دپای ټکی کېښود.
د دغو کورنيو ترمنځ يو کال وړاندې تربګني رامنځ ته شوې وه، چې له مخې يې دعثمان اغا يو ورور او د سيدقاهر اغا دکورنۍ دوه تنه ووژل شول او دسيد قاهر اغا دکورنۍ دوه نورغړي ټپيان هم شول .
دخوږياڼو قومي مشر حاجي ولي چې دجرګې مسؤليت يې پهغاړه و،دواړو لورو ته د جرګې پريکړه واوروله، چې له مخې يې د عثمان اغا پر کورنۍ ديوه وژل شوي ديت او د دوو ټپيانو دټپونو په اندازه پيسې کېښودې.
په پريکړه دواړو کورنيو رضايت وښود او له جرګه کوونکو يې مننه وکړه، چې ويشل شوې کورنۍ يې سره يوځای کړې.
په جرګه کې دسره رود او خوږياڼيو ولسواليو او احمدزيو قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون درلود او له يادو کورنيو يې مننه وکړه چې د دوی پريکړه يې ومنله.
ديني عالمان د دوو تنو ترمنځ سوله د فرضي عبادت هومره بولي او عفوه کوونکي دخدای په نزد غوره خلک ګڼي.له همدې امله پښتي ټولنه مصلحينو ته ځانګړی درناوی لري او پريکړې يې مني.
د دغې جرګې غړو همداراز دغو کورنيو ته د اهم وويل، چې که کوم لوری له دې وروسته پر بل تيری وکړي،جرګې ته به پنځوس لکه افغانۍ جريمه ورکوي او د جرګې له لوري به پړ پيژندل کيږي.
په ننګرهار کې د خراسان خصوصي پوهنتون او اريانا لوړو زده کړو خصوصي موسسې په سلګونو د دولسم ټولګيو فارغانو څخه دکانکور ازموينه واخسته.
په خراسان خصوصي پوهنتون کې د کانکور د ازموينې پر مهال د ياد پوهنتون رئيس احمدطارق کمال وويل: دکانکور په دغه اوه ويشتمه دوره ازموينه کې ، چې لوړو زده کړو وزارت د پلاوي ترڅنګ دننګرها ر پوهنتون استازو په شتون کې واخستل شوه پکې دڅو تنو انجونو په ګډون نږدې پنځه سوه تنو له دولسم او څوارلسم ټولګيو فارغانو ګډون کړی و.
د خراسان خصوصي لوړو زده کړو موسسې رئيس وايي : ددغه ازموينې له لارې په انجنرۍ ، اقتصاد ، کمپوټرسيانس او بشري علومو په څانګو کې محصلين جذبوي.
احمدطارق کمال زياتوي اوس مهال په ياد پوهنتون کې نږدې درې زره تنه په بېلابېلو څانګو کې په زده کړو بوخت دي ، چې په خبره يې له يو شمېر علمي او تخنيکي پوهنتونونو سره يې په بېلابېلو برخو کې هوکړه ليکونه هم لاسليک کړي دي.
د لوړو رده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون دورغلي پلاوي په استازولۍ پوهندوی استادصميم وويل اړتياو ته په پام په هېواد کې د دولتي پوهنتونونو سربېره نږدې سل دلوړو زده کړو خصوصي موسسې دلوړو زده کړو له وزارت سره راجستر شوي ، چې په خبره يې وخت پروخت يې له تدريسي او نورو چارو ليدنه کېږي.
بل لورته په ننګرهار کې د اريانا لوړو زده کړو خصوصي موسسې د خپل تحصيلي کال لپاره د څلور ديرش ښځينه و په ګډون له څلورسوه پنځوس تنو د دولسم ټولګيو فارغانو څخه د کانکور ازموينه واخيسته .
د اريانا لوړو زده کړو خصوصي موسسې رئيس او بنسټګر عبدالحق دانشمل د ازموينې اخستو پرمهال وويل : ياده خصوصي موسسه د څلورو پوهنځيو معالجوي طب حقوق ، انجنيرۍ او اقتصاد لپاره د څلور سوه محلصلينو د جذبيدو ظرفيت لري ، چې د کانکور ازموينې په پايله کې به وړ محصلين په يادو پوهنځيو کې جذب کړي .
نوموړي داهم وويل اريانا لوړو زده کړو خصوصي موسسې پدې ولايت کې په ديارلس سوه شپږاتيا لمريز کال کې په فعاليت پيل کړی چې اوس مهال پکې څوارلس سوه محصلين زده کړې کوي او تردې مهال يې له بيلابيلو پوهنځيو څخه دوه سوه تنه فارغ کړي ، چې په يو شميردولتي او خصوصي ادارو کې په دندو بوخت دي او د خپلو هيوادوالو خدمت کوي .
په ختيځ زون کې د شهيد زړور ذاهد د پوليسو روزنيز مرکز څخه د عامه نظم دوه سوه نولس تنه ساتنمنان فارغ شول.
مسوولين وايي: د عامه نظم دغه ساتنمنان د هېواد له بيلا بېلو سيمو ور پيژندل شوي ،چې د شپږو مياشتو په موده کې عسکري زده کړې ورکړل شوې.
د شهيد زړور زاهد د پوليسو په روزنيز مرکز کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي ، د عامه نظم اوومې لوا قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي ، د دوه سوه دوه شمشاد ساحوي زون مرستيال سمونوال محمد معروف احمدزي ، د کورنيو چارو وزارت استازي محمد عظيم ساپي سربيره ګڼ شمېر نظامي مسوولينو ګډون کړی و.
په ختيځ زون کې د شهيد زړور ذاهد د پوليسو روزنيز مرکز قوماندان سمونوال عبدالغفار قابل وويل: د عامه نظم ياد دوه سوه نولس تنه ساتنمنان د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو ورپيژندل شوي و ، چې د شپږو مياشتو په موده کې عسکري زده کړې ورکړل شوې.
قابل وايي: د عامه نظم يادو پوليسو د عسکري نظم او دسپلين ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې نظامي روزنه تر لاسه کړه ،چې په وينا يې تر دې وروسته به خپله دنده په لوړ مرال سره پرمخ يوسي.
د ننګرهار امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د عامه نظم فارغو شويو ساتنمنانو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ له دوی غوښتنه وکړه ،چې د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي حاکميت او خپلواکۍ څخه په ميړانه دفاع وکړي.
رحيمي وويل: پوليس بايد د قانون حاکميت ته درناوی ولري او د فساد پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.
د جوړې شوې غونډې پر مهال د عامه نظم اوومې لوا قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي ، د دوه سوه دوه شمشاد ساحوي زون مرستيال سمونوال محمد معروف احمدزي او د کورنيو چارو وزارت استازي محمد عظيم ساپي د وينا پر مهال فارغو شويو ساتنمنانو ته مبارکي وويله.
يادو امنيتي مسوولينو له فارغو شويو ساتنمنانو غوښتنه وکړه ، چې له ترلاسه شويو زده کړه سمه ګټه پورته کړي ، خپلې دندې ته وفادار اووسيږي او پرته له هر ډول تعصبه خپله دنده پرمخ يوسي.
د فارغو شويو ساتنمنانو په استازولۍ ليلما او څو تنو نورو ډاډ څرګند کړ ،چې ورسپارل شوې دنده به په صداقت پرمخ وړي او له خپلې خاورې او هېواد والو به په ميړانه دفاع او ساتنه کوي.
د جوړو شويو مراسمو په پای کې فارغو شويو ساتنمنانو ته د فراغت پاڼو سربيره عسکري لوړه ورکړل شوه.
په شينوارو زون کې د کوکنارو د لمنځه وړل په موخه غونډه وشوه.
ياده غونډه ،چې د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند په مشرۍ جوړه شوې وه موخه يې د امنيت ټينګښت او د کوکنارو لمنځه وړل و.
په جوړه شوې غونډه کې د شينوارو زون اړوند ولسوالانو ، امنيه قوماندانانو د ملي اردو د دويم او سرحدي پوليسو اووم کنډک قوماندانانو پکې ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو ټينګار وکړ ،چې په شينوارو زون کې به د امنيت ټينګښت ترڅنګ د کوکنارو په لمنځه وړلو کې پيل شوی کمپاين چټک کړي.
دا په داسې حال کې ده ،چې په تېرو څو ورځو کې په روداتو او بټي کوټ ولسواليو کې د کوکنارو د لمنځه وړلو په موخه کمپاين پيل شوی ،چې په زياته اندازه ځمکه کرل شوي کوکنار يې لمنځه وړي دي.