افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز غونډه
روان کال د وري میاشتې لسمه نېټه چې د ۲۰۱۷زيږديز کال د مارچ دېرشمې نېټې سره برابره ده، تحقيقي غونډه وکړه.
غونډه په سپېڅلي کلام پيل شوه، د ياد څېړنيز مرکز موسس ډاکتر عبدالله هيواد مېلمنو ته ښه راغلاست وويل  او د تحقيقي مرکز په اړه يې ځينې مهمې خبرې له ګډونوالو سره شريکې کړې.
عزيزالله عزيز د ملي يووالي اړتيا تر سرليک لاندې خپل پرزينټېشن ترتيب کړی وو، نو موړي د ملي يووالي په تعريف تم شو« په ملي  او ټولنیزو مسایلو باندې د یوې ټولنې د غوڅ اکثریت همغږۍ ته ملي یووالی ویل کیږي چې د غوڅ اکثریت کلمه پکې یو مهم اصل جوړوي.»
نوموړي د ملي يووالي په ټولو اړخونو باندې خبرې وکړې او د هغه څه په اړه يې هم خپلې خبرې اوږدې کړې، چې د ملي يووالي بنسټونه تشکيلوي.
ملي يووالی يو الهي امر دی او ټولو مومنانو ته د وروڼو بلنه ورکوي، چې تاسو سره وروڼه ياست.
1.  سیاسی عقلانیت: که د ټولنې د غړو ترمنځ کوچیني او وګړیزې ستونزې موجودې وي،  خو بیاهم د ملي  ګټولپاره دوی باید په یوه لاره روان وی او هیڅ ډول بنسټیزې ستنونزې موجودی نه وي.
2.  ملي ګټې: په ملي ګټو او د هغه په اهمیت باندې دهیواد وګړو پوهاوی د ښوونکو، علماو او روحانیونو له اصلي دندو  څخه دي.
3.  اخلاق: د ملي مشرانو او ټولنې ترمنځ د واټن له منځه وړل په ټولنه کې ټولنیزاخلاق رامنځ ته کوي او د ملی یووالي سبب ګرځي.
4.  د ټولنې وګړو ته کتنه : ملي او دولتي چارواکي باید د خلکو نظریاتوته په درنښت وګوري، د دوی ترمنځ د حساب ورکونې بنسټ ایښودل شوی  وي او د دوی روا او مشروع غوښتنوته ځواب ور کړل شي.
 
په ټولنه کې د ملي يووالي ګټو په اړه يې هم خورا تفصيلي خبرې وکړې، چې موږ يې د لنډون په موخه  تاسو ته وړاندې کوو.
که په یوه ټولنه کې ملي یووالی موجود وي، نو هغه ټولنه به د ویښو وجدانونو درلودونکې  وي، ورورولي به شتون ولري او ټولې خپل منځي ستونزې به له منځه تللي وي چې په نتیجه کې به  ټولنه دلاندې ګټو څخه برخمنه وي:
v    وګړیز او ټولنیزامنیت
v    فکري امنیت
v    دودیز او فرهنګي امنیت
v    اقتصادي امنیت
v    ملي اقتدار
v    عدالت او ټولنیزه پراختیا
 
 
همدارنګه د پرزينټېشن په وروستيو کې د ملي يووالي  د نشتون په زيانونو هم وګړيد.
د ملي يووالي په نشتون کې ټولنه له لاندې ستونزو سره مخ کېږي:
v    د خلکوترمنځ د بدګمانیو رامنځ ته کېدل
v    د وګړو له خوا یود بل د کارونو ارزونه
v    په ټولنه کې د مالي او اخلاقي فساد رامنځ ته کېدل
v    په اصولو باندې د وګړیزو غوښتنو حاکمیت
v    په ټولنه کې یوپربل د تهمتونو لګول
په وروستیو کې د غونډې برخه والو د موضوع په تړاو پوښتنې او ازاد بحث وکړ، غونډه د دعايې په کولو سره پای ته ورسېدله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *