د پاکستان د اطلاعاتو او... وزیره

تاند- د پاکستان د اطلاعاتو، نشریاتو او ملي میراث مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب وویل، حکومت به یې په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره له افغانستان سره د ولسونو ترمنځ د تماسونو او کلتوري اړیکو تشویق ته دوام ورکړي.

د پنجشنبې په ورځ /مارچ ۳۰/ مېرمن اورنګزېب «له پولو ورهاخوا د کلتور لمانځنه» په نوم د افغان او پاکستاني هنرمنانو د موسیقۍ ماښامنۍ ته په وینا کې وویل«موږ ته پکار ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د مینې او موسیقۍ په ژبه خبرې وکړو.»

ویل کېږي چې د پاکستان ملکي سیاستوال له افغانستان سره د سولې او همکارۍ غوښتونکي دي خو د دغه هیواد پوځي واکمنان، چې د افغانستان په اړه د پاکستان د اړیکو واک په لاس کې لري، افغانستان ته د سختدریځو د استولو ترڅنګ د دوو هیوادونو د ولسونو ترمنځ د اړیکو د مخنیوي لپاره پر دیورنډ کرښه کټارې، ازغن سیمونه او کندې جوړوي.

د افغانستان او پاکستان د موسیقۍ پروګرام د اسلام اباد د څېړنیزو او امنیتي مطالعاتو مرکز او د کابل د ښځو او سولې د مطالعاتو سازمان له خوا د پاکستان د هنر په ملي شورا (PNCA) کې ترتیب شوی و.

د پاکستان د اطلاعاتو، نشریاتو او کلتوري میراث وزیرې وویل پاکستان سږ کال د خپل تاسیس اویاکلنه کالیزه لمانځي او ژمنه کوي چې هنر او موسیقۍ ته به وده ورکوي.

دې همداراز وویل چې هیواد یې له ۳۵ تر ۴۰ کلونو راهیسي له تروریزم سره مخامخ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *