تاند- چک جمهوریت د افغانستان په لوېدیځ کې د سمینټو د تولید پر فابریکې ۷۰ ملیون ډالره پانګونه کوي.
د چکي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان او چک جمهوریت ترمنځ په دې اړه موافقه به په دوو میاشتو کې لاسلیک شي.
ویل شوي چې د چک حکومت د خپل خصوصي سیکتور د پانګوالو له لوري له افغان چارواکو سره موافقه لاسلیکوي.
دا نوې فابریکه به په ورځ کې ۱۶۰۰ ټنه سمینټ تولیدولی شي.
افغانستان اوس اکثره سیمنټ له ګاونډیو هیوادونو واردوي. خو دا نوې فابریکه به پر ګاونډیانو د سمینټ په برخه کې د افغانستان احتیاج تر ډېره لږ کړي.
افغانستان اوس د پاکستان او ایران په ګډون له ګاونډیو هیوادونو د کال ۴ ملیون ټنه سیمنټ واردوي.
د ۲۰۱۶ د جولای او د ۲۰۱۷ د فبرورۍ ترمنځ افغانستان له پاکستان څخه ۱۴۰۹ ملیون ټنه سمینټ وارد کړي دي.
په وروستیو کې پاکستاني سمینټو ته تقاضا لږه شوې ده او ځای یې تر یوه حده چینايي سمینټو نیولی دی.