فتح الله ګولن

  ژباړن: جلال یعقوبي –

د وال سټریټ ژورنال (The Wall Street Journal) په ورځپاڼه کې د استاد فتح الله ګولن یوه لیکنه د افراطیت او له تروریزم سره د مبارزې په اړه خپره شوې چې مهمو ټکو ته یې پکې اشاره کړې، د ده په وینا چې د اسلام په نامه تروریستي بریدونه ترسره کیږي چې مسلمانان یې سره پردي کړي او د اسلام په اړه ناسم تبلیغات یې لاپسې زیاته کړې، ما یې دلته یو شمېر مهمې برخې ژباړلي:

که د استبداد او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ونکړو،  د مسلمان په حیث مسؤل یو، د داعش په نوم وسله واله ډله چې ځان د اسلامي دولت په نوم نړۍ ته معرفی کوي، په منځني آسیا کې د انسانانو په وژلو بوخت دي، هر ډول تروریستي فعالیتونه چې د اسلام په نامه ترسره کیږي، مسلمانان سره پردي کوي او د اسلام پر وړاندې ناسمې مفکورې لا پسې دیروي چې دا په ګرده نړۍ کې پر مسلمانانو منفي اغیز کوي.

اسلام له افراطیت سره هیڅ ډول اړیکه نه لري او نه باید د هغه ظلم  او وحشت له امله چې افراطي ډلې یې ترسره کوي اسلام ملامت کړو، اساسي ستونزه دا ده چې دغه افراطي ډلې له اسلامي هویت څخه په ګټې اخیستنې فعالیت کوي او مسلمانان هم نه شي کولای له دغې لویې ستونزې څخه انکار وکړي، په دې اساس مسلمانان مکلف دي چې د دغو ډلو د پرمختګ مخه ونسي، که موږ دا کار ونکړو، موږ به هم د اسلام د نوم د بدیدو له امله مسؤل واوسو.

تر ټولو وړاندې جګړه او تاوتریخوالی باید وغندو او د (مغدوریت) له دام څخه ځان خلاص کړو، د وژنو او تاوتریخوالي نه غندل جګړه او وژنې نه مشروع کوي، ټولو ته معلومه ده چې ترهګر د اسلام له نوم څخه په ګټې اخیستنې  لوی لوی ګناهونه ترسره کوي، د قرآن عظیم الشان روښانه احکام او د حضرت محمد مصطفی (ص) احادیث د دغو ډلو دروغ او بې اساسه ادعاګانې چې د اسلام له نوم څخه په ګټې اخیستنې یې کوي دروغ ثابتوي.

له اسلام څخه د سمې معنا لپاره باید کوښښ وکړو څو خپل غږ د نړېوالو غوږونو ته ورسوو، تر ټولو مهمه دا ده چې کوښښ وشي اسلام د یو ګل په څېر په لاس کې ونیول شي، ځکه د اسلام پیروان خپلو کې د کلتوري توپیرونو له امله سره جوړ نه دي چې ممکن د اسلام پر وړاندې ترې ناوړه استفاده وشي، پداسې حال کې چې د اسلام اساسي ارزښتونه د نصوصو په واسطه ټاکل شوي او هیڅکله د خلکو د رایو او نظرونو تر اغیز لاندې نده واقع شوی.

د قرآن عظیم الشان هغه آیات چې د یو بې ګناه انسان وژل د ځمکې پر سر د ټولو انسانانو له وژلو سره یو ډول ګڼي کولای شو د مثال په توګه وړاندې کړو. (قرآن کریم: 5/32)، همدا راز حضرت محمد مصطفی (ص) هم په دفاعي جګړو کې د بې ګناه انسانانو او په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او د دیني عالمانو وژل په کلکه منع کړې، موږ د مسلمان په حیث باید د نړۍ په هر کونج کې له سوله غوښتونکو څخه ملاتړ او له هغوی سره مرسته وکړو او دغه ارزښتونه وپالو، دا یو رښتینی حقیقت او د بشر غوښتنه ده.

ژوند، آزادي او عزت د اسلام له بنسټیزو ارزښتونو څخه شمېرل کیږي، مسلمانان باید له دغو درېو ارزښتونو (ژوند، آزادۍ او عزت) څخه دفاع او ساتنه وکړي. دا اسلامي ارزښتونه دي او هیڅ رهبر که دیني وي او یا که سیاسي، حق نه لري چې دا ارزښتونه د انسانانو له لاسونو وشوکوي او انسان ترې محرومه کړي.

په همدې ډول د افراطیت له لمنځه وړلو لپاره باید دموکراتیکو ارزښتونو ته د پوهنې په سیستم کې ځای ورکړل شي، مسلمانان باید د ساینسي او انساني علومو ترڅنګ هغه تعلیمي سهولتونه چې د ځمکې پر سر د مخلوقاتو ژوند ته په بشپړ درناوي قایل دي د ټولنې د ټولو وګړو لاس ته ورکړي، اسلامي زده کړې او دموکراتیک ارزښتونه باید د پوهنې په سیستم کې تدریس شي، مدني ټولنۍ هم د متقابل درناوي او د یو بل منلو فرهنګ په دودولو کې مهم رول لوبولی شي.

په همدې توګه هر کله چې د سالم او آزاد دیني زده کړو زمینه په مسلماني ټولنو کې برابر کړو، کولای شو چې د افراطي افکارو د خپریدا مخه ونیسو، هر کله چې دیني آزادۍ محدودې شي، هغه مهال د دین کنټرول د نا اهلو افراطي ډلو په لاسو  پرېوځي.

په هر صورت ترهګرۍ او افراطیت چې جګړه او تاوتریخوالی رامنځ ته کوي، له دین سره هیڅ اړیکه نه لري، په هره زمانه کې داسې انسانان وو چې له دیني سرچینو یې ناسمه ګټه پورته کړې او دا ناسمه ګټه پورته کول به په راتلونکي کې هم ادامه ولري، لکه څنګه چې عیسویان د قرآن عظیم الشان سوزول او د کوکلوکس ( Ku Klux Klan) فعالیتونه نه مني او بودایان په برما کې پر مسلمانانو ظلم او وحشت نه مني، په همدې ډول د مسلمانانو اکثریت تاوتریخوالی، وژنې او افراطیت نه مني.

One thought on “مسلمانان باید د افراطیت له سرطان سره مبارزه وکړي/ استاد فتح الله ګولن”
  1. دا،چې فتح الله ګولن څوک دی او څومره خطرناک کس دی په اړه يې دا جالبه ليکنه لوستلی شئ.
    د “علي حاکان” لیکنه او څېړنه
    • ګولن او ډله یې څوك دي؟
    • د ترکیې په كابينه كي دلسو تنو وزيرانو د ادلون بدلون،اصل لامل څه و؟
    • په تركيه كي انقلاب دچا په ګټه او د چا په زيان دی؟
    ددسمبر په 177مه نېټه چی په تركيه كې كوم انقلاب رامنځ ته شو مصرله پوځي کودتا سره يي چندان توپیر نه درلود،په مصر كي جنرال سيسي د ولس په رایه ټاكل شوي رئيس جمهور او حكومت یې د یوې ډيرې ماهرانه او بي شرمې لوبې په ترسره کولو سره ديوې كرغيړنې کودتا په ترڅ كي قدرت تر لاسه او دپرديو غلامانو يوه اداره ييرامنځ ته کړه او د ملت اراده او غوښتنه يي تر پښو لاندي كړه،په زرهاوو مظلوم مسلمانان يي د تروريستانوپه نامه يا شهيدان او يا يي هم د بندیخانې تورو خونو ته واچول، په تركيه كې هم يوه ډله چې معروف ترکي شخصیت محمد فتح الله ګولن یې مشري کوي، او متاسفانه ديوي اسلامي ډلي په نامه فعاليت كوي د پرديو په اشاره او لمسون يي دتركيي د خلكو لخوا دټاكل شوي حكومت پر ضد يو داسي بدمرغه انقلاب وكړچي كه دالله تعالي پيرزوينه نه وای نو اوس به د عدالت او پرمختګ ګوند او ددوی قوي يو ګونديز حكومت د تاريخ يوه پانه ګرځيدلې وای.
    درې استعفا ورکوونکي وزيران
    درې استعفا ورکوونکي وزيران
    • فتح الله ګولن او د ده ډله څوك دي؟
    محمد فتح الله ګولن په 19411 كال كي داېران سرحد ته نژدي د ارزوروم په ولايت كي زيږېدلي دديني علومو زده كړې يې کړې او په ځوانۍ كې د بديع الزمان سعيد نورسي د (نورسالې) د کتابونو لړۍڅخه متاثره شو، بديع الزمان سعيد نورسي په ترکیه کې يو صوفي مشراو دعوتګر تيرشوی دی چې د كتابونو لړۍ (رسايل نور) څخه متأثره شاوخوا څلوېېښت وړي او لويې ډلې په تركيه كې فعاليت كوي چې يوه يي د ګولن ډله ده.
    ګولن دجومات له امامت څخه فعاليت پيل كړی او بيا د ګرځنده واعظ په توګه په بېلابېلو جوماتونو كي وعظ او نصيحت كړی دی او په لنډه موده كې په مرموزه توګه ډير زيات مشهور شو او خورا زيات پيروان او لارویان يې پيدا كړل. ګولن واده ندي كړی اوكومه ډله ځوانان هم چې دده “خدمت” كوي واده كولو ته اجازه نلري تر څو دده به خدمت كي كمی رانشي
    ګولن مسلمانان،د نورو مذاهبو اتباعو اوپه ځانګرې توګه له غربي نړۍسره د ورورۍ او برابرۍ پر بناءژوند ته رابولي چې له همدې امله يي په اروپايي او امريكايي ملكونو كي ښه محبوبيت ترلاسه كړی.
    ګولن په 19988 كال كي رسماًدکاتولیک کلیسا دپاپ له لوري، هلته وروبلل شو اوورسره یې وكتل،همدا راز نوموړي د يهوديانو له بېلابېلو مراکز څخه په وار وار لیدنه کړې ده.
    دګولن ډله اوفعاليت د شلمې زېږدیزې پيړۍ په آتمه لسيزه کې دځوانۍ او په نهمه لسيزه كې خپل جوش ته ورسید،دهغه وخت د حكومت له لوري په حكومت ضد فعاليت تورن شو،چې د همدې او نورو مرموزو او نا څرګندولاملونوله امله په 1999كال كې امريكا ته لاړ او د پنسلوانيا په ایالت کې (چې ويل كيږي دماسونيت ډېری مشران په همدغه ښار كې هستوګن دي) استوګنه غوره كړه،سره له دې چې په 2003 زېږدیز كال كې د ترکیې محکمې هغه ته برائت ورکړ او تركيي ته په راتګ كي يې هيڅ خنډپاتې نشو، خو نوموړی آن تر دې مهاله هماغلته ميشت او خپله ډله له هماغه ځايه رهبري كوي،
    دګولن لارویان ټول سوداګر او دثروت خاوندان دي، تر اوسه پدي ډله كېب ېوزله او بي وسې غړی ندی ليدل شوی،ځكه دوی له غريبانو سره کاروبار نلري، دنړی په لسګونوهېوادو كي مكتبونه لري،په مكتبونو اوددوی په اړونده ادارو كې نارینه وو ته ږيره پرېښودل ممنوع دي، آن كه په كوم اسلامي ملك كي هم وي او زده کوونکي دخپل ديني احساس له مخې،ږيره ولري په خرېیلو یې مجبوروي،په افغانستان كې هم د افغان ترک په نامه څو مكتبونه لري او څو کاله وړاندې يې د کابل ښار په یوه لېسه کې یو ږیره لرونکي زده کونکي ته د ستونزو جوړولو له لارې هغه دې ته اړ کړ څو یا ږیره وخریی او د افغان ترک مکتب پریږدي.
    دغه ډله تل خپلو ښوونځیو ته په هر هيواد كې، لايقه او تكړه شاګردان ټولوي چې هر كال دڅو زره شاګردانو څخه يوازې له 50 څخه ترسلو پوري شاګردان د کانکور د ازموینې له لارې یاد مکتب ته لار پیدا کوي،او په همدغه سياست سره يي په تركيه كې هم ممتاز او هوښيار شاګردان تربيه اوپه لوړپوړو ادارو كي ورته دندې پيدا كړې، دوی په هره وړه او لويه خبره كي د خپلې ډلي دمشر نظر اخلي، په ځانګړې توګه د وروستیو ديرشو كلونو کې د یادې ډلې فعالیتونه زیات شول او په تېرو لسو كلونو كې يې وكولای شول څو زیات شمېر پلویان په بهرنيو چارو وزارت، څارنوالۍ، د پوليسو ژاندارم او تعليمي ادارو كي ځای پرځای كړي.
    دغه ډله په تركيه کې نږدې 39000د كانكور آزموینې ته د تيارۍ او د زده كونكو د تقويي كورسونه او انستیتوتونه لري او ویل کېږي چې هغه زده كونكي چې په دغه كورسونو كې درس وايي هغوی ته دكانكور د سوالونو نقل هم سپارل كېږي ترڅو په ډېره آسانۍ وكولاي شي د خپلې خوښې پوهنتون اوپوهنځي ته لار ومومي، بيا پدې توګه ددغه كورسونو نوم اوچتېږي چي تكړه شاګردان روزي.
    همدا راز د پوليسو دتقررۍ په امتحان كې هم له ازمويني وړاندي د خپلې ډلې هغه کسانو ته چې غواړي د پولیسو آزموینه ورکړې، د پوښتنو يو نقل رسوي او ددي په بدل كي چې کله نوموړی زده کوونکی دنده ترلاسه كړي، هره مياشت له خپل معاش څخه 400 ترکي ليرې دګولن ډلې ته وركوي او دوی ته به ترپايه وفاداري ثابتوي، تركيه كې ديوه تن پوليس مياشتنۍ معاش كم تر كمه 3000 ليري يعني1500 ډالره دي
    دپوليسود څو مهمو عملياتي څانګو لكه د مخدره موادوسره دمبارزې،له تروريزم سره د مبارزې د رشوت اداري اومالي فساد سره د مبارزې، دجنايي جرمونوسره د مبارزي مديران او كاركونكي د ګولن د ډلې كسان دي چي ترهرعمليات وروسته دغه افرادو ته بخششياني او مډالونه وركول كيږي چي ددغه بخششيانو 70% بايد بيرته د ګولن ډلې ته وركړل شي , ديوه استخباراتي راپور له مخې د ګولن ډلي ته په يوه كال كې ددغه بخششيانو 70 د سلنې له ورکړې څخه ترلاسه شوی ټول مبلغ 150مليونه ليروته رسيدلی دی.
    دتركیې دپوليسو شميره دوه لكه پنځوس زره تنه ده چې له 25 نه تر300 زره تنو پوري يې د ګولن دډلې مربوط دي او په دوی کې تقريبا 1000 تنه لوړپوړي صاحب منصبان او نور عادي پوليس شامل دي .
    په ترکیه کې د فتح الله ګولن د ډلې مالي سرچينې د خلکو له زكاتونو خيراتونو، كانكورته د تيارۍ د خاصو كورسونه او انستيتوتونو د لوړو فيسونو او دقربانۍ د څارويو د قيمت له راټولولو څخه (چي غريبو ممالكو كي حلال او تقسيم كري) او له خبلو اروندو تاجرانو څخه د نقدي مرستو نه عبارت دي , دغه ګوند يو بانك(اسيا بانك) څو ورځباني چي مشهوره ورځبانه يي (زمان) ده او به لسهاوو تلويزيوني او راديويي چينلونه لري او همدا سبب دي چه ددوي تبليغاتي فعاليتونه داردو غان بر ضد زيات قوي دي.-
    د عدالت او براختياګوند تر حكومت وراندي د ګولن ډله تل دچپي , لائك او سيكولر ګوندونو ترخوا دريدلې او به ټولو انتخاباتو كي يي دغه ګوندونو ته رايه ورکړې،دوی په خاص ډول د مرحوم نجم الدين اربكان او دده داسلامي ګوند اونورو اسلام پاله ډلو سره سخت مخالف و، آن د مرحوم نجم الدين اربكان او تانسوچيلر ائتلافي حكومت(1996-1997) به راپرځولو كې يي هم لاس درلود او نن یې چي د رجب طيب اردوغان او دده دګوند به خلاف كوم بيرغ اوچت كری، يو ځل بيايي له چپي سيكولر دخلق جمهوري ګوند (د اتاترك ګوند) سره لاس وركري تر څو په راتلونكيو ټاكنو كې د اردوغان پر ضد رايي وركرې دي ، د يادوني وړ ده چي دګولن ډله د ټولې ترکیې په کچه تقريبا يو نيم مليون رايي لري.
    د عدالت او پراختيا ګوند د 2011 كال په ټاكنو كي 49.95% سلنه چي 21میليونه او 55لكه رايي كيزي تر لاسه كړي پدي كي تقريبا يونيم مليون رايې د ګولن ډلي وي ,عدالت او پراختيا په بارلمان كي له550چوكيو څخه 336 خپلي كړي،په دویم قدم كي دخلق جمهوريت ګوند 11 میليونه رايي ترلاسه کړې اوپه پارلمان كې يې 98 چوكي تر لاسه كړې، يعني د عدالت او پراختيا ګوند،د ګولن ډلې له رايو پرته هم په پاخه اكثريت سره كامياب وو.
    په ټوله کې د ګولن ډلي له تاسيس نه تر ننه ، دهغوی کارناموته په کتنې سره په څرګنده ښکاري چې دوی په انتخاباتو كتل د هغه چا ملا تړ كړی چې دكاميابي امكان يي زيات وو، تر څو وكولي شي امتياز تر لاسه كري يعني دغه ډله دعقيدې, ايمان او فکر په اساس له چا سره نده دريدلي يوازي خپل مصلحت يي په پام كې نيولی دي.
    له اردوغان سره يي هم دوستي او نږدې والیپر همدې اساس بنا دی ، او كه نه نو د اردوغان او ګولن فكري مكتبونه ډير سره لري دي ځكه اردوغان د اروا ښاد نجم الدين
    ګولن له پاپ سره
    ګولن له پاپ سره
    اربكان له شاګردانو او دهغه به لاس تربيه شوي مسلمان مكتبي شخصيت دي.
    سره له دي چي اردوغان له ډير زحمت او جنجالونو ورسته وكولای شول، څو په تعليمي او دولتي ادارو كي د حجاب د آزادۍ قانون تصويب كړي خو بيا هم د ګولن ګوند ته اړونده مكتبونو، كالجونو او پوهنتونونو كې د حجاب رعایت منعه دی.
    همدا راز دغه ډله د كردانو د مشكل له حل سره هم مخالفت لري او نه غواړي چي له هغوي سره روغه وشي (سره له دي چي بديع الزمان سعيد نورسي په خټه ، كردی و)
    ديادوني وړ ده چي فتح الله ګولن به يوه خاص مجلس كي ويلي وو چي زه د سعيد نورسي به ژوند كي دهغه ليدني او له هغه سره ملاقات ته ځكه ولاړم نه،چي هغه كردی و.
    • اصل ستونزه چيرته ده ؟
    سره لدي چي د ګولن ډله تل وايي چي مونز افراد او ټولنه تربيه كوو له سياست او دولت سره مو كار نشته خو كله چي په ترکیه کې د اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختياګوند حكومت منځ ته راغي دګولن ډلي تر بل هر چا وړاندي خپل افراد په مهمو ځايونو كې ځای پرځای کړل او بيا يي دخبل قدرت او د مټ زور ښودنه پيل کړه، دلومري ځل لپاره د 2012 كال دفبرورۍ په مياشت كى له اردوغان سره هغه مهال ددوی ټکر راغی چې په”اوسلو” كې د كردانو دكاركر ګوند له مشرانو سره دسولې اوجوړ جاړي لومړنۍ خبرې ترسره شوې، اودوسلې اېښودلو او د سياسي فعاليت ته د کردانو د را بلني په موخه د ترکیې د ملي استخباراتو رياست يوه پلاوي له هغوی سره ليدنه كتنه ترسره کړه،ګولن ډلي لومړی دغه خبره رسنیو ، پوره تبليغات يي وكړل او بيا يي د ملي استخباراتو ریيس یي د ملي خيانت او له دښمنانو سره د اړيكو نيولو په جرم محکمې ته معرفي اودوسيه یې ورته جوره کړه، اردوغان هغه مهال دا كار نه يوازي دملي استخباراتود اداري توهين او سپكاوي بلكې دده خپل شخصيت ته سپكاوی وګاڼه او د ملي استخباراتو ریيس (حاكان فدان) يي تحقيق ته پرينښود.
    تر هغې وروسته د ګولن ډلې له اردوغان څخه ددريو وزارتونو ( بهرنیو چارو, کورنیو چارو او ماليې وزارتونو) غوښتنه وكړه چي د اردوغان لخوا ورته د رد ځواب وركړل شو.
    د 2013 کال دمې د میاشتې په 111 مه نيټه د ترکیې او سوريي ګډې پولې ته څېرمه د “ريحانيه” په ښار كي په يوه ورځ درې موټربم چاودني وشوي چي په نتيجه كې يې په لس هاوو كسان مړه او ټپيان شول، وروسته ثابته شوه چي دغه كار(په پولیسو کې د ګولن ډلې ) د قصدي اهمال اوبې پروایۍ په نتيجه كې ترسره شوی و،په هغه وخت کې هم ددوی قوي رسنیزګروپ د اردوغان او دده دحكومت پرضد سخت تبليغات پیل کړل او بيا يې د كورنيو چارو د وزير د برطرفي غوښتنه وكړه،په لومړي قدم كي اردوغان د کورنیوچارو وزير په خپل ځای پريښود، خو درې مياشتې وروسته يي له دندې ګوښه کړ.
    د 20133 كال د جون په مياشت كې په استانبول كې د يوه تفریحي پارك د نړولو او ترلاندي يي د سرك تيرولو پرسر دځايي خلكو او حكومت ترمنځ مخالفت او جنجال را منځ ته شو،پوليسو د لوړو مقاماتو له امر پرته (د ګولن په اشاره)پر مظاهره كونكو برید وكړ، مظاهره كونكي یې په بې رحمانه توګه وټكول او بيايي په رسنیوكي د مظاهره كونكو په مقابل كي د اردوغان او حكومت دبد عكس العمل او غير انساني چلند،په براخه غندنه پيل وکړچي له دې امله يوه وړه مظاهره په ټول هيواد كي دحاكم ګوند پر ضد په لويه لانجه بدله شوه او د تركيي په لويو ښارونو كې مظاهرې پيل شوې او حكومت يي په ډير بد موقف كي اېسارکړ،هغه مهال هم داسي ګومان كېده چي د اردوغان حكومت سقوط ته نږدي دی، خو بيا هم اردوغان په ډير حكيمانه جرأت دغه لانجه ختمه كړه او د پارك له نړولو تير شو، حال دا چې د مظاهرو تر شاه پټ لاسونه وو څو اردوغان د ملت په منځ كي بدنام كړي،پارك هسې بهانه وه. په لنډه توګه د ګولن ډلې څو ځله د اردوغان د بدنامۍ او دده حكومت ته د ملاماتوونکو ګزارونو هڅه وکړه،چې هر ځل اردوغان په ډير کړاو او ځانګړي حکمت له لانجي نه روغ رمټ خو تر پخوا ځواكمن راوتلی دی.
    اردوغان ددې ډلي دمهارولو په نيت او هم داچي د ترکیې ټولو زده كوونكو ته خپل حق ورسيږي او په كانكور كې درغلي ونشي په جدي توګه يې د دغې ډلې د كورسونو د تړلو تصميم ونيو او د قانوني مراجعو له لارې يې دغه پريكړه ترسره كړه دغه ډلې ډير كوښښ وكړ څو حكومت له خپل دغه دريځ څخه په شا کړي،خو توان یې نه رسید ځكه اردوغان نور ددوي په بد نيت پوه شوی و او غوښتل يې چې نور نو د دغه ډلې ناسمو فعاليتونو ته د پاي ټكی كيږدي، ګولن هم تصميم ونيو څو خپل وروستی ټول توان او قوت چي د ديرشو كلونو په اوږدو كي يې ترلاسه كړې ؤ، اردوغان ته وښیي نو يي په استانبول كې د خپلې ډلې د يوه څارنوال په امر په داسې حال کې چې نه لوي څارنوال نه هم د استانبول دپوليسو د امنيت رئيس او نه والي خبر شي، دتېر دسمبر په 17مه سهار تر لمرختو وړاندې يو پراخه عمليات ترسره كړل چې په ترڅ كې يې د دري برحاله وزيرانو (داخله،اقتصاداو چابيريال ساتنې) زامن،ارودوغان ته نږدې څو سوداګر، د خلق ملي بانك رئيس، د لويو ساختماني شركتونو خاوندان او د استانبول دښاروالۍ مركزي ناحیې مشر او څه نور مهم اشخاص يا ونيول او يايي هم په رشوت، اداري فساد او نامشروعه کړنو تورن وګڼل،همدارنګه په یاد لست كي د اردوغان زوی بلال او څو نور لوی او مهم اشخاص هم داخل ول، خو په وروستۍ شېبه كې يې دهغوی له نيولو څخه صرف نظر كړي، په دې اند چې كيداي شي په دغه کړنه سره به اردوغان له خپلو پرېكرو څخه وګرځي او له دغي ډلې سره به جوړجاړیوكړي، خو ددوي دا فکر بې ځايه وو او اردوغان خپل تصميم نور هم پیاوړی او په لومړي غبرګون كې يې د دې ډلې اړوند نږدې 700 تنه پوليس او لوړپوړي مامورين له کاره ګوښه او تبدیل کړل.
    تردي عملياتو څو ورځې وروسته نوموړي څارنوال د نورو عملیاتو امر ورکړ، خو پوليسو يي دا ځل امر ونه مانه ځكه چي د استانبول د امنيې قوماندان او بعضي مديران تبديل شوي وو، نو بيايې د ژاندارم له قوماندانۍ څخه وغوښتل څودغه عمليات ترسره كړي خوهغوی هم دغه امر ته اعتنا ونكړه، البته په دغه دوهم لست كې بلال د اردوغان زوی هم ګډون درلود خو دا مهال اوبه له ورخه تېرې وې او د ګولن ډلې پخوانی زور له لاسه ورکړی ؤ.
    د یادولو وړ ده چې تركيه له ايران سره د ايران دتيلو او ګازو د پېر او پلور قرارداد لري، پر ايران د امريكا د اقتصادي بنديز پر مهال تركیې دايران د تيل او ګاز په سرو زرو اخیستل او دغه سره زر یې د خلق ملي بانك له لاري ايران ته ليږدول او دا له هيچا پټه نه ده چې تيل او ګاز د تركيې يوه جدي اړتيا ده خو ددغه بانك رئیس ته دا هم يوه دوسيه شوه.
    دیادو عملياتو په ترڅ كي چي كوم 500 تنه نيول شوي وو له هغو څخه يوازي څلور تنه چي ددوه وزيرانو زامن، د خلق ملي بانك رئيس او يو اذري الاصله تاجر وو، بندي شول نورو ټولو ته په دوهمه ورځ محمكي برائت وركړ، ولي په دې هكله د ګولن په ډله پورې اړوند رسنیز ګروپ هېڅ ډول خبر خپور نکړ.
    له لومړنیو عملياتو څخه تقريباً دوه اونۍ وروسته د نوموړي څارنوال په هكله هم داسې خبرونه خپاره شول چې د يوه ځانګړي شركت په مصرف له كورنۍ سره يو ځای دوبۍ ته د سياحت لپاره تلی او هلته يې په لوړبیه هوټلونو كې وخت تير كړی اونږدې 36 زره ډالره يې مصرف شوي دي، چې البته دا تور پر نوموړي څارنوال ثابت هم شو او نوموړی څارنوال له خپل ځايه تبديل او ددې امكان شته چي زندان ته دده د تللو لار هم په همدې دوسیه هواره شي او ويل كيږي چې نوموړي ديوه كال په اوږدو كي 22 ځله اماراتو ته سفر كړی او اماراتي مهمو دولتي مقاماتو سره يي ليدل كتل كړي دي او ده ته يې د اردوغان دبدنامولو او له حكومته دراپرځولو پلانونه وركړي خو دا لا تراوسه ثابته نده، خوپه نږدې راتلونكې كې به دغه دوسيه هم برسيره شي د پام وړ ده چې په مصر كې هم اماراتو د محمدمرسي دحكومت پر ضد له انقلابيونو سره لاس لرلو.
    دغه ډلې په پوليسوكې د خپلو افرادو په وسيله د حكومت وزيرانو او مهمو غړو تليفونونه اوريدل تر دې چې د اردوغان د كار په دفتر كي یې هم د غږ ثبتولو او اورېدلو آلات نصب كړي وو د پوليسو له رسمي ادارو بهر يي په بېلابېلو مهمو ځايونو كي كورونه په كرايه كړي وو او هلته يي د غږ اورېدلو مركزونه جور كړي وو چي ټول كشف شول.
    اردوغان دخپل حكومت سياست دسلطان عبدالحميد له تګلارې سره برابر كړی دی ، پرسلطان عبدالحميد باندې هم بديع الزمان سعيد نورسي كلك انتقادونه كړي وو او د هغه د سياست سخت مخالفت یې کړی ؤچې البته وروسته يې بيا په خپله اشتباه اعتراف وكړاو ويې ويل چې سلطان عبدالحميد پر حقه او زه ناحقه وم. اردوغان هم له عربي او اسلامي ممالكو سره د اړیکو پراخول او د ټولو شته ستونزو ختمول غواړي خو پرعكس ګولن ددغه سياست مخالف دی او تل يي كوښښ كړی څو تركيه له امريكا او اسرائيلو سره ښې اړیکې ولري او تل تركيه له غرب سره مشترك كار او دوستي ولري .
    د 2010 كال په مې میاشت كې چي کله تركیي د(ماوي مرمره) په نامه یوه کښتۍ د نړۍ د 366 بېلابېلو هيوادونوله نږدې 750 تنه سوله غوښتونكو او له محاصره شوې غزې سره دخواخوږو له یوه اندازه لومړنيوكومكي توكو سره دغزې په لور لېږدول، د اسرائيلي ځواکونو له خوا پرې حمله وشوه او 9 تنه تركان د صهيونستي عسكرو لخوا شهيدان او ګڼ شمير زخميان كراي شول، د فتح الله ګولن لومړی غبرګون دا ؤ چې دې 9 تنو ته دشهيد لقب وركول غلط دي او بيا يي په اردوغان ملامتي واړوله او د 9 تنو دمرګ پړه يې پرې واچوله او د صهيونستي عسكرو دغه كړنه يي دهغوی طبيعي حق وګانه، ديادوني وړ ده چې دصهيونستي نظام صدراعظم نتانياهو د 2013 کال د مارچ په دوه وېشتمه نېټه د نوموړي پېښې په هكله له اردوغان څخه معذرت وغوښت خوګولن پر اردوغان ملامتيا اچوله.
    • كابينه كي دلس تنو وزیرانو ټاکل او تبدیلي!
    په رسنيو كې دغه لانجه داسې منعكسه شوه چې ګويا ددي پېښې له امله اردوغان دخپلې كابينې لس تنه وزيران له دندو ګوښه کړل ، خو واقعیت دادی چې د روان ميلادي كال(2014) د مارچ میاشتې په پای كې د ښاروالۍ ګانو د ناحیو د رئيسانو ټاكني ترسره كيږي، چې ددغه ټاكنو لپاره هر ګوند خپل نوماندان اعلانوي، عدالت او پراختيا ګوند د دري هغه ولايتونو لپاره چي هلته تقريباًچپي ګوندونه اكثريت لري خپل د كابيني دري وزيران چي له همدغه ولايتونو څخه پارلمان ته بريالي شوي وو ( عدليه، روغتيا، د كورنيو چارو او ټولنيز سياست وزيران) ټاكنو ته ونومول چې دوي بايد استعفا وركړي، د وروستيو عملياتو په ترڅ كې د کومو دري تنو وزيرانو زامن تورن او نيول شوي وو، هم بايد استعفا وركړې وای، ترڅو تحقيقات په قانوني بڼه تر سره شي او د پلرونو موقف یې پر تحقيق اثر ونكري، همدا راز په اورپایي چارو كې د تركيې وزير هم په رشوت متهم شوی ؤ، هغه هم بايد استعفا وركړې وای، دري تنه نور وزيران يوازې دكار د لا ښه پرمختګ په موخه نوې وټاكل شول يعني په فساد تورن يوازې يو وزير او د دري وزيرانو زامن وو، چې ديوه وزير زوی آزاد او نور یې لا هم په بند کې دي.
    • په تركيه كې انقلاب د چا په ګته او د چاپه زيان تماميږي؟
    له اوسني حكومت وړاندې دترکیې نورو حكومتونو په ځانګړو بانكونو کې ددولت له بودجې او مصارفو لپاره له 45% څخه تر 47% سلنه سود باندي قرضې اخیستې او ددغه سود اكثريت به د اسرائيلو جيب ته غورځيده .
    د لومړي ځل لپاره ارواښاد استاد نجم الدين اربكان د خپل صدارت په مهال كي دا خبره وكړه چې دی به حكومت له دغه سود وركولو څخه وژغوري او د شخصي بانكونو له احتياج نه به يې وباسي، خو ددې خبرې په بدل كي نوموړي حكومت او صدارت له لاسه وركړ آن تر دې چې په خيانت تورن او په كور كي نظر بند شو.
    اردوغان په خپلو برياليو اقتصادي پروژو سره وكولای شول څوله نړيوال بانك څخه د تركيې د اوږدې مودې راهيسې پاتې 27,5 مليارده ډالره قرضه صفر ته راښکته او د تركيي له مركزي بانك څخه نړيوال بانك ته 5 مليارده ډالره قرضه وركړي او په مركزي بانك كي قرض صفر او135 مليارده ډالر احتياطي ولري، کلنی ملي عاید یې له 230 مليارد ډالرو څخه 800 مليارده ډالرو ته ورسولوچې دغه كار دسود خورو په لوی زيان و، په تېره بيا اسرائيل له دغه كاره ډېر ناخوښه و.
    بيا د اسرائيلو په مقابل كي د اردوغان باشهامته غبرګونونو او ورځ تر ورځي د تركيې پياوړتيا او تر 90 څخه له زياتو ملكونو سره د ويزي آسانتيا، د اورپايي يووالي نظام ته د تركيې ننوتل د مصر له مظلوم ولسمشر سره خواخوږي له غزې ، فلسطين او دسوريي له مظلوم ولس څخه ملاتړ او داسي نور دهغه مسایل و چې اردوغان یې په اړه مېړنۍ دریځ خپل کړ او دا ټول د اسرائيلو صهيونستي او ماسوني ډلو او امريكا له زغم نه وتلې خبره ده.
    له دغه كرغيړن بدنام او ناكام انقلاب وروسته د تركيې اقتصاد نږدي 155 مليارده ډالره زيان وكړ او ليره د ډالر او يورو په مقابل كي تر 13% سلنې زياته را وغورځيده.
    فتح الله ګولن ته وفادار نهه تنه هغه کسان چې د عدالت او پراختياګوند له لارې پارلمان ته كامياب شوي و،د خپلو علني او پټو بادارانو په لمسون يو پر بل پسې استعفاګاني وركړې،په دې هيله چې ددوی په تعقيب به نور هم استعفا وركړي،توقع خو دا وه چې تقريباً له 25 څخه تر ديرش تنه به له دندو څخه استعفاء ورکړي، خو تر اوسه نور څه ميدان ته ندي راغلي يا خو داده چې دوی وليدل چې استعفا يي حكومت ته ضرر نشي رسولي يا دا چې د ټاكنو نږدي نېټې ته منتظر دي تر څو هغه وخت استعفا وركړي.
    په عام ډول د وروستيو پېښو وروسته داسې ويل كيږي چې د اردوغان محبوبيت نور هم په خلكو كي زيات او د ګولن د ډلې په منځ كې اختلافات پيدا شوي دي اوخپل محبوبيت یې آن په خپلو افرادو كي هم تر ډېره بریده له لاسه وركړي دی، د ګولن ډلې چې وضعيت یې د خپل ځان په زيان وليدلو نو يې بيا بل پروپاګند پيل كړ او هغه دا چې:
    دوي ځكه دا عمليات تر سره كړل څو د اروغان په حكومت كي د اېران له لارې را اوږده شوي لاس لنډ او تركيه كې د شيعه ګانو د پرمختګ مخه ونيسي، ګولن غواړي دا ځل د تركانو له ديني او مذهبي احساساتو سره لوبې وكړي چې که وکولای شي، خلك پري باور وكړي خوهغه د دري ژبې د یوه متل مطابق ” خيال است ومحال است وجنون. ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *