تاند- د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکي کې یو سړی ۴۲ ماشومان لري.

په پاکستان کې د روانې سرشمېرنې په لړ کې څرګنده شوه چې د نوشکي حاجي عبدالمجید مینګل د ۵۴ ماشومانو پلار و خو ۱۲ یې مړه شوي او ۴۲ یې ژوندي دي.

نوشکي له کوټې ښاره ۱۳۰ کیلومتره لېري افغانستان ته نسبتاً نژدې سیمه ده.

عبدالمجید ۷۰ کلن دی او وايي چې ۶ ځلې یې ودونه کړي چې دوې یې مړې شوي او ۴ ژوندۍ دي.

د عبدالمجید، چې دنده یې موټرواني ده، په ۴۲ ژوندیو ماشومانو کې ۲۲ لوڼې او ۲۰ زامن دي.

تر دې وړاندې د کوټې ښار اوسېدونکی جان محمد خلجی د ډېرو ماشومانو پلار ګڼل کېده. د نوموړي د لوڼو او زامنو شمېر ۳۶ تنه دی.

One thought on “د نوشکي د یوه اوسېدونکي۶ مېرمنو ۵۴ ماشومانو زېږولي”
  1. i wan to send u a series of a top of دماشوم دشخصیت جوړیدلومراحل
    که له تاند څخه یی خپروی نو راته احوال راکړی اوبله داچی طریقه یی راته وښیه چی څنګه یی درولیږم

ځواب دلته پرېږدئ