ننګرهار والي د قومي مخورو څخه وغوښتل چې د امنیت د تامین او رغنیزو پروژو لپاره د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د قومونو د یوالې شورا مشر او غړو سره د لیدنې پر مهال د قومي مخورو څخه وغوښتل چې په مرکز او ولسوالیو کې د امنیت د تامین او رغنیزو پروژو د ترسره کولو په برخه کې له ولایت مقام سره مرسته وکړي .
دغه لیدنه چې د وري په ۱۲مه د ولایت په مقام کې ترسره شوه، د قومونو د یوالې شورا مشر لعل اغاکاکړ او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د تامین،پوهنې،روغتیا،ټولګټو چارو، برېښنا، کلیو پراختیا او بیارغونې او یو شمیر نورو ادارو اړوند د بېلابېلو پروژو د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
دوی همدا راز د روږدو کسانو او په جلال اباد ښار کې د لیونیانو پر زیاتیدو هم اندېښنه وښوده او د ولایت مقام څخه یې په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
یادو مخورو له لورې د یو شمیر ادارو له لورې پر ځینو ګمارنو هم نیوکه وشوه او همدا راز یې د ولایت مقام له لوري د غصب پر ضد د پیل شوې مبارزې پر ګړندیتوب ټینګار وکړ.
د پوهنې رئيس الله داد اسماعیل زي د مخورو څخه وغوښتل چې د دې ادارې د ګمارنې په برخه کې د لاسوهنې څخه ډډه وکړي،ترڅو دوی د استعداد له مخې وړ کسان پر دندو وګماري.
کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر صفت الله شرفمل وویل، د تېر کال په ترڅ کې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۱۰ د پاکو اوبو څاه ګانې کیندلي او ډاډ یې ورکړ،چې ډیر ژر به په دره نور ولسوالۍ کې د یو میګاواټه په ظرفیت لمریزه برېښنا جوړه کړي .
د برېښنا ادارې سرپرست ناصرخان وویل،په دې ولایت کې یې ۳۷ زره کورنیو ته برېښنا ورکړې،چې ټولو څخه د لګښت په کچه په قانوني ډول بیل اخیستل کیږي .
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل،ډیر ژر به د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اړتیا له مخې د اتلس نویو کلینکونو د جوړولو چارې پیل کړي .
نوموړي زیاته کړه،د مرکز له لورې د شاوخوا ۴ میلیونه وګړو لپاره روغتیایي توکې نه ورکول کیږي او له همدې امله د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ دي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د سره رود دوه سړکې څخه تر درونټې سیمې پورې د ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه دویم لین سړک منظور شوی دی .
هغه زیاته کړه،د جلال اباد ښار د انګور باغ سیمې څخه تر قول اردو پورې او د چپرهار زړې هډې څخه تر کابل هډې پورې او یو شمیر نورو سیمو لپاره اته کیلو متره سړک منظور شوی،چې ډیر ژر به د دواړو سړکونو چارې پيل شي .
ننګرهار والي د ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د قومونو د یوالې او همغږۍ شورا غړو ستونزې د حل په موخه هر مهال واوري او د یادې شورا غړو څخه یې غوښتنه وکړه،چې د امنیت د تامین او رغنیزو پروژو د پلې کېدو په موخه له ولایت مقام سره همکاري وکړي .
د کانال فارمونو د ساتنې د ۵ سوه کسیز قطعې او جلال اباد ښار د پنځو منظور شوو حوزو د چارو د بشپړېدو غوښتنه وشوه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په ۱۲مه د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین پاسوال طارق شاه بهرامي سره د لیدنې پر مهال غوښتنه وکړه،چې په دغه ولایت کې سیمه ییز پولیس او ولسي پاڅوون کوونکی لا زیات تجهیز کړي .
دغه لیدنه چې د ولایت په مقام کې ترسره شوه،ننګرهار والي غوښتنه وکړه،چې د کورنیو چارو وزارت له لورې دې د جلال اباد ښار لپاره د منظورو شوو حوزو چارې وروستۍ شي .
ښاغلي منګل همدا راز غوښتنه وکړه،چې د ولسمشر له لورې د کانال فارمونو د ساتنې په موخه د منظورې شوې پنځه سوه کسیزې قطعې چارې دې د کورنیو چارو او کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې وروستۍ شي .
ننګرهار والي ډاډ ورکړ،چې په دې ولایت کې ولسونه د حکومت سره بشپړ همکار دي،خو د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین څخه یې غوښتنه وکړه،چې په امنیتي برخه کې د ولسونو غوښتنو ته په ځواب ویلو کې له ولایت مقام سره همکاري وکړي .
د کورنیو وزارت ارشد معین پاسوال طارق شاه بهرامي وویل، ننګرهار ولایت ته یې د امنیتي ستونزو د حل په موخه سفر کړی او ډاډ یې ورکړ،چې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅوون کوونکو د تجهیز،کانال پنځه سوه کسیزې قطعې او جلال اباد ښار لپاره به د منظورو شوو حوزو په اړه عملي اقدامات ترسره کړي .
نوموړي همدا راز ژمنه وکړه،چې په دغه ولایت کې به د پولیسو په لیکو کې څېړنې ترسره کړي او د هر ډول خیالي او خدمتي پولیسو ستونزه به لمنځه یوسي .
د کورنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړي مسؤل ننګرهار والي ته د دې ولایت د پولیسو په تشکیل کې د زیاتوالې ژمنه هم ورکړه .
د دې لیدنې پر مهال د دوه سوه دوه شمشاد زون قوماندان خیرمحمد تیمور، ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل او د عامه نظم لوا قوماندان نصیراحمد ساپي هم شتون درلود.
ننګرهار والي د نارنج ګل مشاعرې میلمانو شاعرانو،امنیتي منسوبینو او د ملکي ادارو مسؤلینو او استازو ته د ښو کړنو له امله جوړ شوي ایوارډونه ورکړل .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نارنج ګل مشاعره کې ګډونوالو یو شمیر میلمنوشاعرانو،د مشاعرې امنیت نیوونکو منسوبینو،د مشاعرې د تنظیم د بېلابېلو کمیټو مسؤلینو او غړو ته د نوموړي له لورې جوړ شوي ځانګړي ایوارډونه ورکړل .
دغه مراسم چې تېره شپه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړ شوي و،په کې د ننګرهار والي سر بيره، د ولسي او ولايتي شورا غړو، د راډيو تلويزيون عمومي رئيس زرين انځور، د بېلابېلو وزارتونو معينانو، سرپرست وزيرانو، د ولسمشر او اجرائيه رئیس يو شمېر سلاکارانو، د ختیځ زون سربيره د لوی کندهار، کندز، کابل، لويې پکتيا، میدان وردګو، زابل، بلخ او غزني ولايتونو شاعرانو، ه ليکوالانو، اديبانو، فرهنګيانو، د ننګرهار امنيتي منسوبینو، د دې ولايت د ادارو يو شمېر رئیسانو او یو شمیر نورو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولایتونو څخه راغلیو شاعرانو او میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه،چې د ننګرهار د نارنج ګل په دودیزې مشاعره کې یې ګډون وکړ .
هغه د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ،ملي امنیت،ملي اردو،سرحدي پولیسو،عامه نظم او نورو منسوبینو څخه مننه وکړه،چې د نارنج ګل مشاعرې او د کورنیو تولیداتو درې ورخني نندارتون د امنیت ساتنې په موخه یې شپه ورځ نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې .
ښاغلي منګل د نارنج ګل مشاعرې د جوړیدو په موخه د ملکي ادارو د مسؤلینو جوړو شوو کمیټو مشرانو او غړو څخه مننه وکړه،چې د یادې مشاعرې لپاره یې په ښه توګه چمتوالی نیولی و او پرته له کومې ستونزې په ښه توګه پای ته ورسیده .
ننګرهار والي وروسته میلمنو شاعرانو ، د ننګرهار د ملکي او نظامی ادارو یو شمیر مسؤلینو او استازو او ګڼ شمیر نورو ته د نوموړي له لورې جوړ شوي ایوارډونه ورکړل او د دوی د کړنو ستاینه یې وکړه .
د دغه مراسمو په ترڅ کې د محلي موسیقۍ په ژبه ځانګړې غزلې او د یو شمیر مشهورو شاعرانو له لورې شعرونه هم واورول شول .
په ننګرهار کې د هډې لرغوني تاريخي موزيم د احاطې د بنسټ ډبره کيښودل شوه .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسولين وايي : د احاطې په جوړيدو سره به د ياد تاريخي موزيم د خاورو لاندي اثار او هم به يې ځمکه له غصب وژغورل شي .
په ننګرها رکې د هډې لرغوني تاريخي موزيم د احاطې د بنسټ ډبره د جمعې په ورځ پداسې حال کې کيښودل شوه ، چې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربېره،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير محمدرسول باوري ، د افغانستان ملي راډيو تلويزيون عمومي ريس زرين انځور ، د سرحدنو او قبايلو چارو سرپرست وزير عبدالغفور ليوال ، د ننګرهار امنيي قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي ، د ننګرهاراطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم او له مرکز څخه راغلو يو شمير ميلمنو ګډون درلود.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير محمدرسول باوري وويل : د هډې موزيم د هيواد په کچه پيژندل شوی تاريخي موزيم دی ، چې ساتل او رغول يې د هيواد تاريخي پرمختګ لپاره اړين دي
باوري زياته کړه ، د هډې موزيم دوه ويشت جريبه ځمکه تثبيت شوی ، چې د اوه میلیونه او اته لکه افغانیو په مالي لګښت به يې د احاطې چارې د اته مياشتو په موده کې بشپړې شي ، چې په وينا يې لګښت يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي .
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پدې خوښي وښود ، چې د هيواد په کچه د يو تاريخي موزيم د ځمکې او اثارو د خونديتوب په موخه د احاطې چارې پيل شوې .
منګل زياته کړه ، د تاريخي اثارو ساتل يو اځې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوليت نه بلکې د هرافغان مسوليت دی ، چې د خپلو تاريخي اثارو او ځمکو د خونديتوب په برخه کې همکاري وکړي .
سلاکاروزير او ننګرها روالي د هډې سيمې له مشرانو غوښتنه وکړه ، چې د هډې تاريخي موزيم د ساتلو په برخه کې د تير په څير خپله همکاري ونه سپموي .
په ننګرهار کې د هډې لرغوني تاريخي موزيم له دوهمې پېړۍ تر پینځمې پېړۍ پورې تاریخي لرغونتیا لري چې د وخت په تیریدو سره یې زیاته برخه له منځه تللې وه،چې د یادې احاطې جوړیدو سره به راتلوونکې کې له هر ډول ستونزو څخه وژغورل شي.
د مشرانو جرګې رئیس ننګرهار امنیه قوماندان سره د دې ولایت د امنیتي ستونزو د حل او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه ناسته وکړه.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار چې د ولایتي شورا غړي شمش الرحمن مسلمیار،یو شمیر سوداګرو او مخورو یې هم ملتیا کوله،تېره ورځ ناوخته د ننګرهار په امنیه قوماندانۍ کې د امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې ترسره کړې .
نوموړي د دغه لیدنې پر مهال په دغه ولایت کې د امنیت د تامین په موخه امنیه قوماندان ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او همدا راز یې هیله څرګنده کړه،چې وروستیو امنیتي ستونزو ته به د حل لاره وموندل شي .
ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي د مشرانو جرګې د رئیس له ډاډ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې د دې ولایت د امنیت د تامین په موخه به نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي .
په ننګرهار کې د دوه کورنيو دوښمنۍ ته داجرائيه رياست د سلاکار انجينرمحمدامان خيري په منځګړيتوب دپای ټکی کېښودل شو.
خيري وايي :د يادو دوو کورنيو ترمنځ تر دې وخته پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
دجرګو په لوی کور ننګرهار کې دقومي مخورو په هلوځلور د دوو کورنيو ترمنځ د جرګې له لارې اوږده دوښمني پای ته ورسېده.
د اجرائيه رياست سلاکار انجينرمحمدامان خيري چې دجرګې مشري يې ترغاړه وه،يادې دواړه کورنۍ دخوږياڼيو ولسوالۍ اوسيدونکې وښودې.
خيري وويل :د محمدعالم او روښان کورنيو تر منځ له کلونو راهيسې دوښمني وه ،چې په ښکاره او پټ ډول له دواړو لورو پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
خيري وايي:د نورو وژنو د مخنيوي او دسولې د روان بهير دپياوړتيا په موخه يې دغه ګام واخيست او يادې دواړه کورنۍ يې غاړه غاړۍ کړې.
محمدامان خيري همداراز وويل:دقومي مشرانو او ديني عالمانو په ملاتړ به په سيمه کې دغه ډول پېښو ته دپای ټکي کېږدي.
دغه راز يو شمېر ديني عالمانو چې ديادو دوو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې په مراسمو کې ګډون کړی و،دسولې په ارزښت خبرې وکړې او خلک يې سولې ته وبلل.
د محمدعالم او روښان کورنيو په پريکړه خوښي وښوده او هم يې له جرګه کوونکو مننه وکړه،چې دوی يې عادي ژوند ته را وګرځول.
جرګه کوونکو دواړو لورو ته واورول که کوم لوری له پريکړې وروسته پر بل تيری وکړي ،دوی ته به سل لکه افغانۍ پړه ورکوي او هم به ملامته پيژندل کېږي.
ديني عالمان او قومي مشران چې دخلکو ترمنځ د تربګنيو په لمنځه وړلو او د سولې پروسې په پياوړتياکې مهم رول لوبولی شي ،دچارو د پوهانو په نظر که دغه دوه قشرونه په رښتنې توګه کار وکړي نو په هيڅ يوه سيمه کې به خپل منځي شخړه پاتې نه شي.
پنځه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او یو سلو اتیا جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه یوړل شول .
ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په منګلیانو سیمه کې د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شول .
همدا راز په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې یو سلو اتیا جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه وړل شوي دي .
د پاسپورټ مدیریت تېره میاشت ۳۳ میلیونه افغانیو څخه زیات عواید تر لاسه کړي دي .
ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ پاسپورټ مدیریت د تېرې میاشتې په ترڅ کې نږدې ۶ زره جلده پاسپورټونه ویشلي او همدا راز یې ۸۹ بهرنیانو ته ویزې لګولي،چې له دغه لارې یې د ۳۳ میلیونه افغانیو څخه زیات عواید را ټول کړي او له مراحلو طی کیدو وروسته یې د افغانستان بانک په حساب کې زیاتې کړي دي .
دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو کې د پاسپورټ د ورکړې چارې ګړندۍ شوي او په یاد مدیریت کې د اصلاحاتو په موخه بدلونونه هم رامنځته شوي دي .
وسله والو طالبانو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو دیني عالم په شهادت رسولی دی .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کوزبیار سیمې ملا امام مولاداد چې د یادې ولسوالۍ د قلعو سیمې اصلي اوسیدونکی دی،تېره ورځ د وسله والو طالبانو له لورې په یاده سیمه کې په شهادت رسول شوی دی .
شاوخوا دوه څلوېښت کلن یاد دیني عالم هغه مهال د وسله والو طالبانو د دوو موټر سایکل سپرو غړو له لورې په شهادت ورسول شو،چې غوښتل یې د کوز بیار څخه قلعو سیمې ته ولاړ شي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد دیني عالم په مړینه خواشیني ښودلې،ارواښاد ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې .
د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ په شپولې سيمه کې د دريو کورنيو ترمنځ شل کلنه دوښمني د يادې ولسوالۍ دقومي مشرانو په هلو ځلو په دوستۍ بدله شوه .
د ننګرهار ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولې په سيمه کې د دريو کورنيو ترمنځ ، چې يو لوري ته يې هاشم ګل او امان ګل او بل لور ته يې محمد هاشم و شل کاله وړاندې د خپلوۍ په کولو سره وران شوي و ، چې پيداشوې ستونزه يې تر دښمنۍ ورسيده .
د يادې لانجې له امله د دواړو لورو ځمکې هم شاړې شوې وې او خپل کورونه يې هم پرېښې وه خو دهسکې مېنې ولسوال او د ولسوالۍ دقومي مشرانو په هلو ځلو لاس تر غاړې او ترمنځ يې دخېر روغه جوړه وشوه .
په دغه غونډه کې د هسکې مېنې ولسوال حاجي سازولي ، د يادې ولسوالۍ د قومي شورا رئيس حاجي خليل شينواري ، د حسين خېلو شورا مشر غلام فاروق همت ، ملک د فتر خان ، ملک غورځنګ او دهسکې مېنې امنيه قوماندان حميدالله صداقت د سولې په ارزښت خبرې وکړې او په شوې روغه جوړه يې خوښي ښکاره کړه.
دوی له دواړو لورو غوښتنه وکړه ، چې په ريښتيني توګه د ورونو په څير ژوند وکړي.
د روغې جوړې په پرېکړه ليک کې راغلي و ، کوکوم لوری له شوې پرېکړې سرغړونه وکړي نو حکومت ته به يو ميليون افغانۍ جريمه ورکوي .
ياده روغه جوړه دواړو لورو ومنله او د هسکې مېنې دقومي شورا نه يې مننه وکړه ،چې د دوی تر منځ يې شل کلنې دوښمنۍ ته دپای ټکی کېښود او يو ځل بيا يې سره په يو ټغر راټول کړل .
بل لورته ديادې ولسوالۍ مسوولينو او قومي مخورو دغې ولسوالۍ ته د غځيدلي سړک په اوږدو کې يو پل ،چې شاوخوا پنځوس کاله وړاندې جوړ شوی او د تخريب په حال کې دی له دولت څخه يې په سيمه کې د يو بل پل د جوړيدوغوښتنه وکړه.
سرحدي پوليسو لومړۍ لوا موظفينو د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کي يو تن له شاو خوا سل کيلو ګرامه چرسو سره نيولی دی .
د يادې لوا قوماندان محمد ايوب حسين خېل ديو رسنيز کانفرانس پر مهال وويل : د لومړۍ لوا موظفينو د اوپراتيفي معلوماتو او کار په پايله کې سرحدي پوليسو يو تن له نږدې سل کيلو ګرامه چرسو سره چې په يو عراده ډاټسن موټر کې يې ځای پر ځای کړي و نيولی دی .
قاچاق وړونکي غوښتل ياد چرس د دوربابا ولسوالۍ د غرنيو لارو څخه تېر کړي .
د حسين خېل په وينا د چرسو په قضيه کې يو تن ، چې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ استوګن نيول شوی ، چې اړوند ارګانونو ته يې دلا څېړنو په موخه استول دی.
حسين خېل وايي، په سيمه کې يې دنورو قاچاق وړونکو دنيولو هڅې پيل کړي څو قاچاق کوونکي دقانون منګلو ته وسپاري .
په جلال اباد ښار کې پر غصب شوو ځمکو جوړو شوو ودانیو د نړولو ترڅنګ د غاصبینو د نیولو پرېکړه وشوه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د ملکي، نظامي ، عدلیي او قضايي ارګانونو ګډ د عامه او دولتي املاکو د غصب د مخنیوي کمیسون د خپلې دریمې ناستې په ترڅ کې په جلال اباد ښار کې پر غصب شوو ځمکو جوړو شوو ودانیو د نړولو ترڅنګ د غاصبینو د نیولو پرېکړه وکړه.
دغه ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې ننګرهار والي،امنیه قوماندانۍ د امنیت امر،ملي امنیت مرستیال،جلال اباد ښاروال، د استیناف محکمې،استیناف څارنوالۍ،دفتر، کانال،ځمکو خپلواکې،عدلیې او قضایي دولت ادارو رئيسانو او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د دې ناستې په ترڅ کې دعامه او دولتي املاکو د غصب د مخنیوي کمیسون ترتیب شوی کاري لارښود او د کمیسون د غړو د زیاتوالې په اړه وروستی بحث او پرېکړې وشوې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د عامه او دولتي املاکو د غصب د مخنیوي کمیسون د ټولو غړو څخه مننه وکړه،چې د یاد کمیسون لومړنۍ چارې په سپین غر هوټل کې د ۳۲ کلونو را پدیخوا د جوړو شوو کورونو او جلال اباد ښار کې پر شنو سیمو د یو شمیر جوړو شوو ودانیو د نړولو څخه پیل کړې .
هغه وویل، یاد کمیسون ته به د ښاروالۍ، کانال او ځمکو خپلواکې ادارو له لورې هره اونۍ غصب شوې ځمکې د ژغورنې او غاصبیونو د نیولو په موخه وړاندیز کیږي،چې د کمیسون د بېلابېلو غړو له لورې به پرې عملي اجرائت ترسره شي
د یاد کمیسون ټولو غړو د بېلابېلو بحثونو وروسته سلاکار وزیر او ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې په همغږۍ او پوره همکارۍ سره به د قانون په چوکاټ کې د شوو پرېکړو د عملي کولو په موخه عملي او جدي اقدامات ترسره کړي .
دوی ژمنه وکړه،چې د اجرائتو په موخه به هیڅ ډول اړېکې ته د قانون پر وړاندې ارزښت ورنکړي .
د ناستې په وروستۍ برخه کې د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان،کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحیمزي او ځمکو خپلواکې ادارې رئيس محمد صادق دولت زي له لورې کمیسون ته یو شمیر غصب شوې ځمکې او کورونه د بېرته تر لاسه کولو په موخه وړاندیز شوې،چې د کمیسون د پرېکړې له مخې به یې ژر د تر لاسه کولو او غاصبینو د نیولو په موخه عملي اقدامات ترسره شي .