خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠٦، ١٦

کندهار افغانستاندکندهار ولايت په مېوند ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو لخوا په يوه راغورځول سوي هاوان کي تېره شپه د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ (٦)  تنو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې چي څلور  ښځي زخمياني او يو هلک  او يوه انجلۍ شهيدان سوي دي..

د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د سوربغل په سيمه  کي د ملي اردو د ځواکونو لخوا د وسلوالو مخالفينو د شومو اعمالو د مخنيوي او ددوي د ورانکارو پلانونو د شنډولو په موخه چاڼيز عمليات پيل سوي چي پر مهال يې تيره شپه  وسلوالو طالبانو غوښتل چي د هاوان په راغورځولو سره د ملي اردو ځواکونه په نښه کړي خو هاوان په کور لګېدلي او ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا نوموړي زخميان روغتون ته انتقال سوي دي چي دا مهال تر درملني لاندي دي..

د يادوني وړ ده چي په تيرو کي هم دا ډول هاوان د وسلوالو طالبانو له خوا پر بيلا بيلو سيمو توغول سوى چي بيا د تحقيقاتو په نيتجه کي په ډاگه سى چي وسلوالو مخالفينو ته دغه ډول وسلې او هاوانونه چي له مځکي څخه مځکي ته ويشتل کيږي د سيمي د همسايه هيوادونو لخوا ورکول کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *