تاند- په استرالیا کې د هزاره ګانو له مظاهرو سره سره د دغه هیواد صدراعظم مالکوم ټرنبل د افغانستان د ولسمشر اشرف غني تود هرکلی وکړ.

د استرالیا صدراعظم د افغانستان د پرمختیايي چارو لپاره نن /دوشنبه/ د افغانستان له ولسمشر سره د ۳۲۰ ملیون ډالرو موافقه لاسلیک کړه او د افغانستان د ملاتړ د دوام ژمنه یې وکړه.

هزاره مظاهره چیانو، چې د استرالیا له بېلابېلو ښارونو په پلازمېنه کانبرا کې راغونډ شوي وو، په شعارونو کې ویل چې غني دې په افغانستان کې د هزاره قوم پر ضد تبعیض پای ته ورسوي.

استرالیايي رسنۍ وايي، صدراعظم مالکوم ټرنبل د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني تود هرکلی وکړ، ویې ویل چې استرالیا به پر یوه سوکاله، خوندي او پر ځان بسیا هیواد د بدلېدو لپاره له افغانستان سره پر خپلو مرستو تمرکز وکړي.

دواړو مشرانو د افغانستان – استرالیا د پرمختیايي مشارکت په نوم د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ چې پر اساس یې په افغانستان کې د انکشافي چارو لپاره په ۴ کلونو یعني تر ۲۰۲۰ پوري ۳۲۰ ملیون ډالره ورکول کېږي.

د استرالیايي رسنیو د راپور له مخې، دواړه خواوې به د بنیادي پروژو، زده کړو، ښځو او نجونو ته د کار موندنې، کرنې او اوبو لګونې، د ملکي افغانانو د روزنې او له فساد سره د مبارزې په برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

دواړو مشرانو په یوه خبري غونډه کې د افغانستان او استرالیا پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.

دې غونډې ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل:

«افغانستان د قانون د حاکمیت لپاره خپل اساسي قانون ته ژمن دی. لکه چې تاسو په ځلونو ویلي؛ تروریزم یو تکنیک دی، که غواړو چې پر دغه تکنیک لاسبري شو پکار ده چې موږ په ځان کې بدلون راولو او څه چې په موږ کې تغییر راولي هغه خلکو ته د ځان نژدې کول دي.»

د استرالیا صدراعظم له تروریزم او فساد سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان د ولسمشر اراده وستایله، ویې ویل:

«د تروریستانو د ځپلو او مقاومت لپاره ستاسو کلکه اراده موږ ستایو او پر له پسې یې ملاتړ کوو.»

استرالیا ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې استرالیا موافقه وکړه چې د دغه هیواد د جیالوجۍ متخصصان د افغانستان د کانونو له وزارت سره د انرژۍ، کانونو او د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخو کې مرسته وکړي.

د افغانستان ولسمشر او د استرالیا صدراعظم د افغانستان پر امنیتي وضعیت هم خبرې وکړې.

استرالیا د ۲۰۰۱ په پای کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف په چوکاټ کې شاوخوا ۲ زره پوځیان افغانستان ته راولېږل او اکثره په اروزګان کې مېشت شول خو څو کاله مخکې تر دې چې د ۲۰۱۴ په پای کې د ناټو جنګي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسېږي استرالیا خپل پوځیان وایستل.

د افغانستان د ماموریت په لړ کې ۴۱ استرالیايي پوځیان ووژل شول.

دا هیواد اوس په افغانستان کې ۲۷۰ پوځیان لري چې افغان امنیتي ځواکونه روزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *