تاریخ: 14 حمل 1396

کابل افغانستان : د روزګان د امنیتي وضعیت ارزولو په اړه د اجرائيه رئیس په مشرۍ ګډه فوق العاده غونډه وشوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ، چې د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو زویر تاج محمد جاهد، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي او د هېواد لوی درستیز قدم شاه شهیم هم په کې برخه اخیستې وه، د د روزګان امنیتي وضعیت اروزنې په موخه فوق العاده غونډه وشوه.

په دې ناسته کې چې نن ( یکشنبه، د وري 13 مه ) په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د روزګان والي، د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو خپلې امنیتي ستونزې له اجرائيه رئیس او امنیتي مسوولینو سره شریکې کړې.

د روزګان والي په دې ناسته کې د مخابراتي شبکو او بانکونو د چارو د بهبود غوښتنه وړه.

د ولسوالیو دلارو خلاصون، په امنیتي او ملکي ادارو کې اصلاحات، د همغږۍ او پیاوړي پوځي مدیریت رامنځته کول، د مهماتو او پوځي وسایطو د کمبود رفع کول، د مخابراتي شبکو فعالول، د بانکونو پرانستل او امنیتي ځواکونو ته د پرمختللو تجهیزاتو ورکول د روزګان د مشرانو اساسي غوښتنې وې.

هغوی همدارنګه په روزګان کې د امنیتي وضعیت د ښه والي او مخالفانو د ځپلو لپاره د عملیاتو غوښتنه وکړه او اندېښنه یې وښوده، چې په ځينو سیمو کې مخالفانو ولسوالیو ته د خوراکي توکیو په لېږد بندیز لګولی دی.

په دې ناسته کې د هېواد اجرائيه رئیس امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د روزګان امنیتي مساله باید په جدیت تر څار لاندې ونیسي او د روزګان د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي.

د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له اجرائيه رئیس او د روزګان له قومي مشرانو تر راتلونکې شنبې په ورځ وخت وغوښت، چې درې واړه امنیتي ادارې او د ملي امنیت شورا دفتر به په ګډه د روزګان د خلکو په امنیتي وضعیت بحث وکړي او د یوې منظمې کړنلارې له مخې به ستونزو ته رسیدګي وکړي.

اجرائيه رئيس کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات رامنځته کړي، تجهیزات او اکمالات یې پوره کړي. دغه راز د سیمه ییزو پولیسو ارزونه وکړي او د هغوی ښه تنظیم لپاره اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *