د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضيا مسعود په ننګرهار ولايت کې په يوه پراخه غونډه کې د ګډون پر مهال د ولايتي ادارې مسوولينو وړانديزونه او د قومي مشرانو ستونزې له نږدې واورېدې .
دا صلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضيا مسعو ننګرهار ولايت ته د سفر پرمهال په هغې غونډه کې ، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
په جوړه شوې غونډه کې سلاکاروزير او ننګرهار والي سربيره ، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالمالک صدیقي، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو ، قومي مشرانو ، ديني عالمانو ، د مدني ټولنو استازو ، ځوانانو او دبيلابيلو دولتي ادارو مسولينو ګډون کړی و .
سلاکاروزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او ورسره نورو راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ زياته کړه ننګرهار له جغرافيايي ، سياسي او اقتصادي پلوه ځانګړی اهميت لري بايد دولت يې امتيازته ځانګړې پاملرنه وکړي .
نوموړي په تيرکال کې د دې ولايت د لاسته راوړنو او ستونزو په تړاو معلومات وړاندې کړل ، چې په وينايې امنيتي ځواکونو د ولسونو په همکارۍ د دې ولايت په يو شمير ولسواليو کې مخالفې وسلوالې ډلې ځپلي او نږدې سيمې يې د دوی له شتون څخه پاکې کړي .
منګل زياته کړه ، چې نفوسو ته په کتو ننګرهار يوسل ديرش ميګاواټه بريښناته اړتيا لري، چې اوسمهال له نغلو څخه پنځه ويشت ميګاواټه وارده شوې بريښنا د ولسونو ستونزې نه شي حل کولای او دا د ننګرهار خلکو سره بې انصافي ده .
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمدګلاب منګل ، د پوهنې ، روغتيا ، کرنې ، سړکونو ، پلونو او ګڼو نورو برخو کې د پرتو ستونزو په حل کې د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .
ننګرهاروالي داهم وويل، چې په پام کې لري د ولايتي شورا غړو په همکارۍ په راتلونکي کې له قومي مشرانو يوه شورا جوړه کړي ، چې پرمټ به يې پدې ولايت کې د متوازن انکشاف په برخه کې له سلامشورو څخه ګټه واخيستل شي .
د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي پدې ولايت کې د ولسونو قربانۍ وستايلې، چې په وينا يې تل يې له مخالفو وسلوالو سره مقاوت کړی خپلې ولسوالۍ او سيمې يې خوندي ساتلي .
د ولسي جرګې دغه غړي له مسولينو غوښتنه وکړه ، چې د حجاجو د ستونزو حل په موخه دې د جلال اباد هوايي ډګر څخه د الوتنو زمينه برابره کړي .
د ولايتي شورا مرستيال ډاکترلعل محمد دوراني وویل، چې دولت دې د دې ولايت نفوسو ته په کتو د روغتيا او معارف په برخه کې خپل خدمات وړاندې کړي، څو په يادو اساسي برخو کې د ولسونو ستونزې حل شي .
د ولايتي شورا مرستيال د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي څخه غوښتنه وکړه ، دا چې پدې ولايت کې زرګونه ځوانانو لوړې زده کړې کړي کوي بايد دولت ورته په رسمي ادارو کې د کار کولو زمينه برابره کړي.
د ننګرهار حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل، چې پدې ولايت کې ۱۷۱ مساجد د حج او اوقافو ادارې سره رسمي او ۵۶۰۰ مساجد غيررسمي دي، چې په خبره يې دښمن هڅه کوي د منفي تبليغاتو له لارې د خلکو ذهنونه خراب کړي؛ نو دولت ته پکاردي، چې د دې ستونزې د حل لپاره رسمي ملا امامانو لپاره تشکيل زيات کړي او هم يې غوښتنه وکړه چې د ديني عالمانو امنيت ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
دغه راز مدني فعال عبدالطيف مل شينواري په دولتي ادارو کې د عملي اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضيا مسعود وويل، چې ننګرهار ته يې دراتګ موخه له ولسونو سره له نږدې ليدل او له ستونزو يې ځان خبرول دي .
نوموړي زياته کړه ، د تاريخ په اوږدو او د جهاد په دوره کې د ننګرهار ولسونو د خپل دين او خاورې د ساتلو په برخه کې ګڼې قربانۍ ورکړي ، چې دولت يې ستاينه او قدردانی کوي .
مسعود د ولسونو په يووالي ټينګار وکړ، چې په وينا يې له ملي يوالي او اتحاد پرته هراړخيز پرمختګ ناشونی دی .
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضيا مسعود ژمنه وکړه ، چې د دې ولايت په بيلابيلو برخو کې پرتې ستونزې به د حل په موخه له ولسمشر سره شريکې کړي .
د تورخم له لارې له کډوالۍ د را ستنیدو لړۍ پیل شوه .
د نوي کال د راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره د کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه د تورخم له لارې له کډوالۍ څخه د افغانانو د را ستنیدو لړۍ نن د وري په ۱۴مه په رسمي ډول پیل شوه .
د دې لړۍ په لومړۍ ورځ د تورخم له لارې ننګرهار ته شاوخوا سل کورنۍ له کډوالۍ را ستنې شوې،چې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ځآنګړې لارښوونې له مخې ورته په یاد ښارګوټې کې د روغتيا، ترانسپورټ، مرستندویه ادارو او یو شمیر نورو له لورې په اړونده برخو کې سهولتونه برابر شوي وو.
د ننګرهار کډوالو ادارې په همغږۍ او همکارۍ د بېلابېلو مرستندویه ادارو له لورې له کډوالۍ را ستنو شوو ثبت شوو کورنیو هر غړي ته په تورخم ښارګوټې کې دوه،دوه سوه امريکايي ډالر ورکول کيږي همدا راز هغه کورنۍ، چې ثبت شوي نه وي د حکومت له لوري د کورنۍ هر غړي ته درې زره درې سوه پنځوس افغانۍ او د مرستندويه موسسې له لوري ننګرهار کې پاتې کيدونکو کورنيو هر غړي ته پنځه ويشت او نورو ولايتونو ته تلونکو کورنيو هر غړي ته پنځوس امريکايي ډالر ورکول کيږي.
همدا راز هغه کورنۍ چې راجستر شوي نه وي د مرستندويه ادارو له لوري ورسره د درې سوه امريکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته هم تر سره کيږي.
په وروستیو کې هره ورځ د پاکستاني منسوبینو له لورې د شلو په شاوخوا کې هغه افغانان چې له ځان سره قانوني اسناد نلري،تر نیولو وروسته د تورخم له لارې ننګرهار کډوالو چارو ادارې ته سپارل کیږي.
ټاکل شوې د روان کال تر پایه د ۷ سوو زرو په شاوخوا کې افغان کډوالۍ کورنۍ د کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه د تورخم لارې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته را ستنې شي .
انځور فیس بوک څخه
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غازی امان الله خان مزار څخه لیدنه وکړه
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیاء مسعود،چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالمالک صدیقي او د دې ولایت امنیتي او ملکي ادارو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د هېواد د ازادۍ اتل غازي امان الله خان له مزار څخه لیدنه وکړه.
یادو مسؤلینو د غازي امان الله مزار ته په ورتګ سره د غازي امان الله خان او شهید حاجي عبدالقدیر روح ته د دعا لاسونه لپه کړل .
دوی وويل، چې کلونه وړاندې غازي امان الله خان افغانستان ته د ازادۍ ترلاسه کولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو ډېر وياړونه وګټل.
دوی زياته کړه، چې امان الله خان د افغانستان د پرمختګ او افغانانو د هوساينې په موخه هغه مهال يو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل، چې د نړيوالو سره د ښو اړيکو پياوړتيا ترڅنګ ګڼې لاسته راوڼې درلودې.
غازي امان الله خان د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې خاورو ته سپارل شوی، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه يې خلک د مزار ليدو او دعا کولو په موخه راځي.
د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضیا مسعود وایي،ننګرهار ته به په ټولو برخو کې د نفوسو له مخې د بودیجې د ورکړې په موخه هلي ځلي وکړي.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود د وري په ۱۴مه د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت ولسوالانو،د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو سره په ځانګړې غونډه کې ژمنه وکړه،چې دې ولایت ته به د نفوسو له مخې د بودیجې په ورکړه کې هلي ځلي وکړي او همدا راز یې ډاډ ورکړ،چې د تدارکاتو په ملي کمیټه کې به د ننګرهار اړوند پروژو قراردادونو چارې ګړندۍ کړي .
د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړې شوې ځانګړې غونډه کې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له هر پلوه ننګرهار د هېواد مهم ولایت په ګوته کړ او دې ولایت ته یې د مرکزي ادارې د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
نوموړي په دې ولایت کې د امنیتي او ملکي ادارو د مسؤلینو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه،د همدې همکارۍ او همغږۍ له امله په ننګرهار ولایت کې د مخالفینو د ځپلو،د ځمکو غصب او فساد د مخنیوي،غاصبینو د نیولو او ښې حکومتوالۍ د رامنځته کیدو په برخه کې بریالي اقدامات ترسره شوي دي .
ښاغلي منګل په ادارو کې د اصلاحاتو رامنځته کیدل،په حکومت د ولسونو باور لا زیاتیدل،په ټولو ولسوالیو کې متوازن انکشاف ترسره کول د خپلو چارو له لومړیتوبونو څخه یاد کړل .
د ولايت مستوفي سرڅېړونکي ډاکټر محمد عالم اسحاقزي وويل،په وروستیو کې د فساد د مخنیوي په برخه کې د روانې مبارزې له امله د دې ولایت عواید نهه عشاریه درې سلنه د پخوا په پرتله لوړ شوي دي .
د امنيتي ځواکونو مسئولينو د خپلو لاسته راوړنو د معلوماتو ترڅنګ د ولسمشر ځانګړي استازي څخه غوښتنه وکړه، چې د جلال اباد ښار د حوزو زياتيدو، د پوليسو تشکيل پراخېدو، لويو لارو قطعاتو د مجهز کېدو او د ننګرهار پاتې ولسواليو ته د سيمه ييزو پوليسو منظوريدو په برخه کې اقدامات تر سره کړي.
د محاکمو، عامې روغتيا، ښځو چارو، کليو پراختيا، اقتصاد سوداګرۍ، برېښنا، اطلاعاتو فرهنګ،سوداګرۍ او صنایعو او کډوالو چارو رئیسانو د خپلو ادارو د فعاليتونو په اړه معلومات شریک او یو شمیر وړاندیزونه یې وکړل.
دوی غوښتنې وکړې،چې د نورو وګړو ترڅنګ دې د قاضيانو امنيت ته پاملرنه وشي، د عامې روغتيا زربستريز روغتون د تدارکاتو پروسه دې ګړندۍ شي، د پښتورګو روغتون پاتې تجهيزاتو ترلاسه کولو موضوع دې د پاکستان سفارت سره د حل په موخه شریکه شي .
دوی وويل،د عامې روغتيا د روغتونونو د ودانيو او د کډوالو د دوو ښارګوټو د ځمکو انتقال پروسه دې د کرنې،عامې روغتيا او کډوالو وزارتونو په همغږۍ بشپړه او ستونزې ته دې د پای ټکی کېښودل شي .
مسؤلینو په ننګرهار کې د درې صنعتي پارکونو د امنیت د نیولو،برېښنا ستونزو د حل،د ښوونکو تشکیل د زیاتوالې،ښوونځیو ودانیو د جوړولو او یو شمیر نورې غوښتنې د حل په موخه وکړې .
په دغه ناسته کې په ننګرهار کې د يو لوی کتابتون د جوړیدو او د سراج العمارت ودانۍ د تدارکاتو چارو د ګړندیتوب غوښتنه هم وشوه .
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالمالک صديقي وويل، په ولسوالیو کې د حکومتوالۍ د پیاوړتیا او ولسونو سره د نږدې اړیکو په موخه ولسوالانو ته ځآنګړې بودیجه ورکول کیږي او هیله یې څرګنده کړه،چې د اړتیاو له مخې به ولسوالیو ته تشکیلات او نور سهولتونه ورکړل شي .
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود د حکومتوالۍ په برخه کې د ننګرهار والي د ترسره شوو کړنو څخه ستاینه وکړه .
ښاغلي مسعود ډاډ ورکړ، چې د ولايتي ادارې د غوښتنې له مخې به د وزارتونو ترمنځ د ځمکو انتقال، تدارکاتو پروسه کې د پروژو د قراردادونو چارو د ګړنديتوب،په ټولو برخو کې ننګرهار ته د نفوسو د شمیر له مخې د بودیجې د ورکړې،امنيتي ځواکونو د لا تجهيز او یو شمیر نور موضوعات به د حل په موخه د ولسمشر سره شریک کړي .
هغه داعش د بهرنيو استخباراتو جنګي ډله وبلله او موخه يې د افغانستان ويجاړول او نا امني رامنځته کول په ګوته کړل .
دسرحدي پوليسو لومړۍ لوا قوماندان وايي په ختيځو ولايتونو کې به د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه سرحدي قطعات لا پياوړي او پرمختګ وکړي.
دغه څرګندونې دسرحدي پوليسو دلومړۍ لوا قوماندان د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې په داسې حال کې وکړې، چې په سيمه کې يې د سرحدي سرتيرو له پوستو څخه ليدنه کوله .
د ختيځو ولايتونو سرحدي پولیسو قوماندان محمد ايوب حسين خيل دسرحدي پوستو نه دليدنې پر مهال دسرتېرو هلې ځلې وستايلې او هغوی ته يې د شينوارو په سرحدي ولسواليو کې د داعش او وسله والو مخالفينو پر وړاندې د کلکې مبارزې امر وکړ .
په اچين او سپين غر ولسواليو کې د سرحدي پوليسو د قطعاتو نه دليدنې پر مهال د ختيځو ولايتونو سرحدي پوليسو قوماندان محمد ايوب حسين خېل د سرتېرو معيشتي ژوند ، استحکامات او مهماتو د اړتياو په اړه هم هغوئ ته ډاډ ورکړ او له دوئ يې وغوښتل ، چې د ولسونو سره دښه چلند په ترسره کولو سره خپلې دندې ترسره کړي.
محمد ايوب حسين خېل دسرتېرو دمعيشتي ژوند د پياوړتيا او حقوقو په اړه د قطعاتو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه او خبرداری يې ورکړ ، چې د غفلت په صورت کې به يې د مسولينو سره قانوني کړنه تر سره کړي.
هغه د اچين په عبدالخيلو سيمه کې د سرحدي پوستو سرتېرو سره نغدي مرسته وکړه او سرتېرو ته يې ډاډ ورکړ ، چې په هر راز جنګي شرايطو کې به د خپلو سرتېرو سره په سنګر کې وي .
بل لور ته حسين خېل په غني خېلو ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو د اووم کنډک نه دليدنې پر مهال ، چې د تورخم کميسار سمونوال محمد قسيم اعظم ،د شپږم او اوم کنډکونو قوماندانانو او کشفي ارګانونو مسولينو يې ملتيا کوله ټول هغه سرتيري هم وستايل ، چې د ګډو امنيتي ځواکونو سره د کوکنارو دله منځه وړلو په کمپاين کې برخه اخلي او د عملياتو لپاره په اړينو تجهيزاتو برابر دي او دندې ته چمتوالی لري.
نوموړي له سرتېرو جدي غوښتنه وکړه ،هغه اشخاص ، چې د دښمن لپاره بې ځايه تبليغات کوي پر وړاندې يې قانوني کړنه تر سره کړي.
سمونوال محمد ايوب حسين خيل ولسونو ته ډاډ ورکړ ، چې سرتېري به يې د وطن او سولې د دښمنانو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او سرتيري به يې له دفاعي حالته تعروضي حالت ته ولاړ شي.
د داودزي په نوم يو خصوصي روغتون پرانستل شو.
په جلال اباد ښار کې د داود زي په نوم نوی خصوصي روغتون پرانيستل شو، چې د مسئولینو په وينا د دغه روغتون په پرانستل کيدو سره به د ښاريانو ګڼې روغتيايي ستونزي حل شي .
د دغه روغتون د پرانستې په مراسمو کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي ، د ننګرهار عامې روغتياريس ډاکترنجيب الله کاموال او ګڼ شمير روغتيا پالو ګډون کړی وه .
د ياد روغتون مشر نورالله داودزي وويل، چې روغتون يي په روغتيايي تجهيزاتو سمبال پنځوس بستره لري ، چې پکې د لابراتوار، ولادي نسايي ، داخله ، جراحي او نورې اړيني څانګې شاملې دي
د ولسي جرګې غړي حاجي حاجي حضرت علي او د ننګرها رعامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله کاموال د ياد روغتون په جوړيدو خوښي وښوده او له مسولينو يې غوښتنه وکړه ، چې په معياري ډول ولسونو ته په روغتيايي برخه کې خپل خدمات وړاندې کړي.
د ننګرهار يو شمېر سوداګر وايي د هغه اموالو ماليه او محصول دې ورته دولت معاف کړي ، چې نږدې دوه پنځوس ورځې په تورخم ښارګوټي کې دلارې دبنديدو له امله بند پاتې و.
د يکشنبې په ورځ د ننګرهار سوداګرۍ او صنايعو خونې مسولينو او يو شمېر سوداګرو رسنيو سره د خبرو پرمهال له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه ،چې د هغه اموالو ماليه او محصول ورته معاف کړي ، چې شاوخوا دوه پنځوس ورځې په تورخم ښارګوټي کې بند پاتي شوي دي .
ملي سوداګر حاجي ګل مراد ، رئيس زلمي ، حاجي تورملنګ او څو تنو نورو ويناوالو وويل له هغې ورځې ، چې پاکستان له افغانستان سره د ټولو سوداګريزو اصولو خلاف ټولې لارې وتړلې د سوداګرو بېلابېل ډوله اموال په موټرو کې بار پاتې شول ، چې له امله يې د ورځې سوداګرو ته شپږ ميلونه ډالره زيان اوښتی دی .
يادو سوداګرو وويل پاکستان سوداګري له سياست سره تړي، له افغانستان څخه پاکستان ته دتګ پرمهال له موټر چلوونکو اسناد غواړي او ډېر کم موټر پاکستان ته تګ راتګ کوي ،چې په وينا يې دوی يې په پاکستان کې دباروړونکو موټرو له کمښت سره مخ کړي ، چې له امله يې کرايه څو چنده لوړه شوې .
دوی له مرکزي حکومت څخه دهېوادونو په کچه دخبرو له لارې ديادو ستونزو دحل غوښتنه وکړه او دغه راز يې د ننګرهار په ولايتي اداره غږ وکړ ، چې په غېرې قانوني لارو هېواد ته دراتلوونکو قاچاقي اموالو دراتګ مخه ونيسي او سوداګرو ته په اړونده ادارو کې کاري اسانتياوې برابرې کړي.
سوداګر وايي که پاکستان له افغانستان سره په سوداګريزو چارو کې اسانتياوې رامنځ ته نه کړي سوداګر به خپل د سوداګرۍ لوری بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني سوداګرو په سوداګريزه برخه کې دپاکستان دغېرې قانوني کړنو پرضد پراخ لاريون کړی و.
افغان سوداګر وايي اوس يې افغانستان ته دسوداګرۍ لپاره نورې لارې پيدا شوي او هڅه کوي ، چې له پاکستان هېواد سره خپله سوداګري صفر ته راټېټه کړي.
ديادونې ده ، چې څه موده وړاندې پاکستان له افغانستان سره په غېرې قانوني توګه ټولې لارې وتړلې ، چې د دواړو هېوادونو وګړو ته يې دځاني زيان ترڅنګ درانه مالي زيانونه واړول.
انځور: ارشيف
په هسکه مېنې ولسوالۍ کې لسګونه جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه يوړل شو
د ننګرهار ولايت هسکه مېنه ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت لمنځه وړلو په موخه کمپاين تر سره شو، چې لسګونه جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه يوړل شو.
د دغه کمپاين مسئولينو وويل، چې د ياد کمپاين په لومړۍ ورځ په لسګونه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه يووړل شول.
د غني خېلو ولسوال او د ياد کمپاين مشر عبدالوهاب مومند وويل، چې دغه کمپاين د هسکې مېنې ولسوالۍ په شپولې ، ګزاره ، اکا خېلو او بابا کلي سيمو کې ترسره شو ، چې د شينوارو زون اړوند نورو ولسواليو ته به هم وغځيږي.
د کمپاين پر مهال د روداتو ، هسکې مېنې ، بټي کوټ ، مومندرې ، لعلپورې ،نازيانو او اچين ولسواليو ولسوالانو ، امنيې قوماندانانو او د ملي اردو ځواکونو شتون درلود.
د دغه کمپاين مسئولينو وويل، چې پيل شوي کمپاين ته به تر هغې دوام ورکړي ، څو په دې ولايت کې پنځلس سوه هکتاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه يوسي.
د يادونې ده ، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په روداتو ، بتي کوټ ، مومندرې او سره رود ولسواليو کې د کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاين پيل شوی ، چې سلګونه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه وړل شوي دي.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې دکوکنارو د لمنځه وړلو کمپاين پيل شو.
د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو کمپاين پيل شو، چې په لومړۍ ورځ لسګونه جريبه ځمکه کې د کوکنارو کرل شوی کښت لمنځه يوړل شو.
د نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس ادريس ساپی وويل، چې دغه کمپاين يې د سره رود په فتح اباد سيمه کې ترسره کړ، چې لسګونه جريبه ځمکه کې يې د کوکنارو کرل شوی کښت لمنځه يوړه.
نوموړي وويل، چې په سره رود ولسوالۍ کې دوه سوه هکتاره ځمکه هدف ګرځول شوې، چې پکې کرل شوې کوکنار به لمنځه يوړل شي.
په همدې حال کې دسره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات وويل، چې هڅه يې پيل کړې چې په ياده ولسوالۍ کې ټول کرل شوي کوکنار له منځه يوسي.