تاند- د افغانستان د حکومت له لوري د پانګونې پلان د منځنۍ اسیا، روسیې او قفقاز د سیمې د هیوادونو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ.
افغانستان ته د پانګونې د ښه پلان د وړاندې کولو په خاطر غوره جایزه د پانګونې په کالنۍ غونډه کې، چې په دوبۍ کې جوړه شوې وه، ورکړای شوه.
په دې ناسته کې د ۱۲۰ هیوادونو او اقتصادي ټولنو استازو ګډون کړی و.
سره له دې چې ناامني او له انکشافي چارو سره د ګاونډیو هیوادونو دښمني په افغانستان کې د پانګونې مخه نیسي خو له دې سره سره د افغانستان د حکومت له لوري د پانګونې لپاره ښه پلانونه ترتیب شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۱۶ م کال په خصوصي سیکتور کې ۱ ملیارد او ۷سوه ملیون ډالره پانګونه جذب شوه.
د دغه وزارت په وینا په دغو پیسو په افغانستان کې یو شمېر فابریکې او برېښناکوټونه جوړ شوي دي.
د جنګ او د ګاونډیو هیوادونو له لوري د ترانزیتي لارو د بیا بیا بندون ترڅنګ د برېښنا کموالی په افغانستان کې د پانګونې نور غټ خنډونه دي.
تېر کال د کندهار شاوخوا۱۰۰ فابریکې د برېښنا د نشتوالي له کبله په ټپه ودرېدې.
څومره ښه
دا معلومېږی چی اشرف غنی تکړه دی او کار کوي
موږ درسره مله یو مشره