د رحمان بابا مقبره

تاند- نامعلومو کسانو پېښور ښار ته څېرمه د ستر صوفي شاعر رحمان بابا د زیارت ډبرلیک غلا کړ.

د رحمان بابا د مقبرې شناخته د افغانستان پخواني پاچا اعلحضرت محمد ظاهرشاه په ۱۹۵۰ م کال ډالۍ کړې وه.

د دغه ډبرلیک خطاطي د افغانستان مشهور خطاط عبدالوکیل پوپلزي کړې ده.

پر ډبرلیک د رحمان بابا شعرونه لیکل شوي دي.

د پېښور مرستیال کمیشنر سردار ثاقب رضا د دوشنبې په ورځ /اپریل ۳/ ایکسپریس تریبیون ورخپاڼې ته وویل چې د سیمې اوسېدونکو خبر ورکړ چې د رحمان بابا د زیارت ډبرلیک غلا شوی دی.

ده وویل چې د یکه توت د سیمې پولیسو ته یې ویلي چې په دې اړه څېړنې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د رحمان بابا زیارت په نخښه کېږي، تر دې پخوا د رحمان بابا پر زیارت بمي حمله شوې وه.

د رحمان بابا د مقبرې په شاوخوا ساحه کې، چې د زیارت اړونده مځکه ده، ځینو کسانو په خپل سر کورونه جوړ کړي او ورځ په ورځ د زیارت ساحته تنګېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د رحمان بابا د زیارت د ساتنې لپاره څوک ګومارلي نه دي. دا په داسي حال کې ده چې په لاهور کې د اقبال پر مقبره څلرویشت ساعته پیره ولاړه وي او خورا ښه ساتنه یې کېږي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال د زحمان بابا د زیارت د ډبرلیک پر غلا کېدو خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي«تازه مې د اوولسمې پېړۍ د ستر او نامتو صوفي شاعر رحمان بابا د زیارت د شناختې د غلا کېدو خبر ولوست. دا ډبرلیک شاوخوا ۶۵ کاله پخوا اعلحضرت ظاهر شاه ډالۍ کړی و.»

زاخېلوال دا عمل د دې په ترڅ کې چې جنایت، بې احترامي او ډاکه بللې، ټینګار کړی چې که غلا شوې شناخته ونه موندل شوه د افغانستان حکومت تیار دی چې د رحمان بابا زیارت ته بل ډبرلیک جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *