تاند- د وسله والو طالبانو له لوري د حکمتیار د اسلامي حزب د غړیو مرموزې وژنې ډېرې شوي دي.
په وروستیو دوو میاشتو کې په غزني، لوګر، لغمان او میدان وردک ولایتونو کې د حزب اسلامي یو شمېر پخواني غړيي له دې سره سره په مرموز ډول وژل شوي چې سیاسي یا نظامي فعالیت یې نه کاوه.
یوازې د غزني په قره باغ ولسوالي کې په وروستیو دوو اوونیو کې د حزب اسلامي دوه پخواني غړي وژل شوي دي.
محمد ظاهر، چې پخوا د حکمتیار د اسلامي حزب غړی و او اوس یې ازاد کاروبار کاوه، او معلم بشیر، چې په یوه ښوونځي کې ښوونکی و، له خپلو کورونو ایستل شوي او ځای پر ځای وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا کسان طالبانو وژلي خو طالبان په دې اړه چې دا کسان چا وژلي دي، څه نه وايي.
دې ته ورته پېښې په لغمان، لوګر او میدان وردک کې شوي او چا یې د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، وروسته له دې چې حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړه، طالبان وېره لري چې د حزب اسلامي پخواني غړي به فعاله شي او د غزني د شیلګر په شان پاڅون به وکړي.
دوی په عین حال کې وايي چې وژل شویو کسانو نور له سیاسي او پوځي فعالیتونو لاس اخیستي و او عادي ژوند یې د چا لپاره ګواښ نه و.
اجرتي قاتلان هېڅکله هم ازادي غوښتونکي او هېوادپال افغانان نه شي زغملی، د طالب له تور ذهنانو بله څه توقع کېدای شی پرته له ظلمونو او ناحقه وژنو، الله عزوجل ته به کوم ځواب وایي؟! هغه څوک چې په داسې ناحقه کړنو کې مرسته کوي هم باید له الله نه ووېرېږي.
عبادالله نوري