تاند- اپل کمپنۍ سور رنګه ایفون ۷ او ایفون ۸ پلیس راوایستل.

دا دوه موبایلونه به په درسته نړۍ کې وړاندې شي.

ایفون تر دې پخوا سره موبایلونه نه و جوړ کړي.

دا رنګ موبایلونه یې د رید پرودکټ کمپنۍ په همکارۍ جوړ کړي.

د دواړو کمپنیو ترمنځ همکاري له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې پیل شوه او له همدې کبله ایفون خپل ځیني اپلیکېشنونه په سور رنګ راوایستل.

د ایفون دا سور رنګه موبایلونه ۱۲۸ او ۲۵۶ ګېګابایټه دي او انلاین بیه یې ۷۴۹ ډالره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *