په شینوارو او کوټ ولسوالیو کې به د داعش ځپلو په موخه د پیل شوو عملیاتو وروسته رغنیزې چارې پیل شي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د شینوارو او کوټ ولسوالیو مخورو سره د ناستې پر مهال ژمنه وکړه،چې په یادو ولسوالیو کې د داعش ځپلو په موخه د پیل شوو عملیاتو د بشپړیدو وروسته به د ولسونو په همکارۍ رغنیزې چارې پیل او بې ځایه شوو کورنیو سره به خپلو کورونو ته د ستنیدو پر مهال بېلابېلې مرستې ترسره کړي .

دغه ناسته چې د وري په ۱۵مه د ولایت په مقام کې ترسره شوه،په کې د ولایتي شورا غړو عبیدالله شینواري،د کډوالو،پېښو پر وړاندې د چمتوالې او سرې میاشتې ادارو مسؤلینو او کلیو پراختیا ادارې استازي شتون درلود.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،په کوټ او شینوارو ولسوالیو کې د داعش ځپلو په موخه ځانګړي او بریالي عملیات دوام لري او هیله یې څرګنده کړه،چې یادې ولسوالۍ به په بشپړ ډول د داعش مخالفینو له شتون څخه پاکې شي .

نوموړي ژمنه وکړه،چې د عملیاتو له بشپړیدو وروسته به له یادو ولسوالیو څخه بې ځایه شوې کورنۍ خپلو کورونو ته ولیږي او ورسره به د مهمو بېلابېلو توکو مرسته ترسره کړي .

هغه وویل، د عملیاتو د بشپړیدو وروسته به د بېلابېلو ادارو له لورې د ولسونو په همکارۍ په یادو ولسوالیو کې رغنیزې او نورې پروژې پیل کړي،چې له مخې به یې د سیمې اوسیدونکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي .

د کډوالو،پېښو پر وړاندې د چمتوالي او سرې میاشتې ادارو مسؤلینو او د کلیو پراختیا ادارې استازي د خپلو خبرو پر مهال وویل،په یادو ولسوالیو کې د کډوالو وزارت له لورې د لس زرو په شاوخوا کې د شلټرو پروژه په پلان کې نیول شوې او همدا راز د سرې میاشتې ادارې له لورې به ۱۱ سیار روغتیایي کمپونه فعاله شي .

دوی زیاته کړه،د کوټ ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت نن هم پروژې پيل شوې،چې په راتلوونکې کې به ورته نورې پروژې هم پیل او بشپړي کړي .

قومي مشر حاجي حیات خان د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو په مشرۍ ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د امنیت د تامین په موخه یې په یادو ولسوالیو کې ځانګړي عملیات پیل کړي او ډاډ یې ورکړ،چې ولسونه به په ټولو چارو کې همکار ووسي .

د ننګرهار مستوفي سرڅېړونکي ډاکټر محمد عالم اسحاق زي د ننګرهار ولایت د معاونیت د وارسۍ چارو د ترسره کولو په موخه دنده پیل کړه .

په دې موخه چې د ولایت د مرستیال په نشتون کې د مراجعینو چارې په ښه توګه ترسره شي،د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لوري د ولایت مقام د نوي مرستیال تر ګمارنې پورې د چارو د ګړندیتوب په موخه د ولایت مقام د معاونیت د وارسۍ په توګه د ولایت مستوفي سرڅېړونکی ډاکټر محمد عالم اسحق زی وټاکل شو،چې نن یې رسماً خپلې چارې پيل کړې.

نوموړي د ولایت مقام د رئيسانو او کارکوونکو سره د ناستې پر مهال د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه پخپل منځي همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او هیله یې وکړه،چې د مراجعینو چارې به په ښه توګه په ټاکلې وخت ترسره شي.

ښاغلي اسحاق زي د فساد پر ضد مبارزه، د کارکوونکو د حاضرۍ کنترول، د قراردادونو پروسې ګړنديتوب او یو شمیر نور کارونه د خپلو چارو له لومړیتوبونو څخه یاد کړل

نوموړي د ولایت مقام مامورينو ته لارښوونه وکړه، چې مراجعينو سره د ښه سلوک ترڅنګ کارونه يې پرته له ځنډه په خپل وخت اجراء کړي.

ده وويل: هر هغه مامور، چې له قانون څخه سرغړونه وکړي ور سره به قانوني چلند تر سره کړي.

د ولایت مقام د مسؤلینو او کارکوونکو په استازۍ د سکتوري خدمتونو رئیس احمد شاه سادات ډاډ ورکړ،چې د قانون په چوکاټ کې به د ولایت مقام د پخواني مرستیال او مستوفي سرڅېړونکي ډاکټر محمد عالم اسحاق زي سره همکاري او همغږي ترسره کړي .

وسله والو طالبانو يو قومي مشر په شهادت رسولی

ننګرهار ولايت د پچیر اګام ولسوالۍ په لاندې صبر سيمه کې تيره ورځ وسله والو طالبانو د راج ملي په نوم یو قومي او جهادي مشر تر نیولو وروسته په شهادت رسولی.

شاوخوا پنځه پنځوس کلن جهادي او قومي مشر راج ملي تېره ورځ د پچیراګام ولسوالۍ په لاندې صبر سیمه کې وسله والو طالبانو لورې لومړی له موټر ښکته شوي او وروسته یې په ډزو سره په شهادت رسولی دی .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد جهادي او قومي مشر په مړینه ژوره خواشیني ښودلې ،شهید ته یې د پاک څښتن تعاله ج له درباره د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې.

هغه زیاته کړې،شهید راج ملي د جهاد پر مهال په میړانه سره د خپل وطن د ازادۍ په موخه جهاد ترسره کړی او په وروستیو کې د خپلو ولسونو د خدمت په موخه د قومي مشر په توګه دنده ترسره کوله .

پنځه شپيته ټنه تاريخ تيري او بې کيفيته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

په ننګرهار ولايت کې راټول شوي پنځه شپيته ټنه تاريخ تير او بې کيفيته درمل او غذايي توکي د موظف کميسون پر وړاندې وسوځول شول.

دغه بې کیفیته ، تاریخ تیري توکي او درمل چې د ننګرهار ولایت د بې کیفیته غذايي توکو راټولیدو کمیسیون له لوري، چې مشري یې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست کوي د تیر یوه کال په موده کې د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د روغتیا چاپیریال ساتنې امر ډاکټر محمد اشرف احمدزي وويل، چې له تیرو څو کلونو راهیسي یې د زرګونه ټنو په شا او خوا کې بې کیفیته غذايي توکي او درمل له بازاره راټول کړي او دا څلورم ځل دی چې د کمیسیون په حضور کې یې له منځه وړي.

نوموړي وويل، چې هڅه کوي، څو په ننګرهار ولایت کې بې کیفیته او تاریخ تیري درمل او غذايي توکي له منځه یوسي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د صحي قوانینو او بررسۍ سرپرست امر ډاکټر وحید الله شیرزاد وويل، چې درمل یې د ننګرهار ولایت له بیلابیلو سیمو راټول کړي او د دوی بررسي دوام لري ترڅو په دې ولایت کې د بې کیفیته ، تاریخ تیرو او بې تاریخه درملو مخینوی وکړي.

نوموړي د ننګرهار ولایت له اوسیدونکو وغوښتل چې د دا ډول بې کیفیته او تاریخ تیر درمل چې د ګنډو په شکل له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راځي ګټه ترې وانخلي، تر څو پدې ډول د بېلابېلو ناروغيو مخه ونيول شي.

يولس زره شپږ سوه مرمۍ او خام چرس ترلاسه شول

د ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ ګړوکو سيمه کې تير ماښام شاوخوا شپږ بجې د يادې ولسوالۍ ملي او سيمه ييزو پوليسو پر يوه کور عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې له ياد کور څخه يولس زره شپږ سوه فيره د کلاشنکوف مرمۍ، اتلس بنډله د ثانيه سوز فليته او اته اويا کيلو ګرامه خام چرس ترلاسه کړيدي.

د معلوماتو له مخې ترلاسه شوې مرمۍ او د ثانيه سوز فليتې په سيمه کې د تخريبي کړنو او نشه يي توکي د قاچاق په موخه په ياد کور کې ځای پر ځای شوي و.

د کور مالک له عملیاتو وړاندې له سيمې تښتیدلی و؛ خو پوليسو يې د نيولو هڅې پیل کړيدي.

له کډوالۍ را ستنو شوو کورنیو لپاره د ۱۸ میلیونه ایرو په مالي لګښت د ډیپکو په نوم پروژه پیل کیږي .

په افغانستان کې د IOM ادارې مرستیالې ساراکراس وایي د ننګرهار په ګډون د دې هېواد اته ولایتونو کې د اروپايي هېوادونو په مرسته له کډوالۍ را ستنو شوو کورنیو لپاره د ۱۸ میلیونه ایرو په مالي لګښت د ډیپکو په نوم پروژه پیل کیږي،چې په ترڅ کې به يې ګڼ شمیر را ستنو شوو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي .

نوموړې چې د وري په ۱۵مه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره لیدنه کوله،وویل،یاده پروژه به د روانې میاشتې په اوږدو کې پيل شي .

د هغې د معلوماتو له مخې د ننګرهار والي په مشرۍ به جوړه شوې کمیټه د را ستنو شوو کورنیو د اړتیاوو له مخې پروژې په نښه کوي او د پرېکړې وروسته به په هماغه برخه کې اجرائت ترسره شي .

د IOM د مرستیالې په وینا که د کمیټې له لورې د حرفوي زده کړو مرکزونه، شلټرونه،ودانۍ جوړول او یا هم نور ضروروتونه په نښه شي،د دوی له لورې به اړونده پروژې ترسره شي،چې له مخې به يې ګڼ شمیر هغه مسلکي ځوانانو ته چې له کډوالۍ را ستانه شوي،کاري فرصتونه هم برابر شي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د IOM ادارې څخه مننه وکړه،چې د نورو مهمو ولایتونو ترڅنګ یې ننګرهار کې هم را ستنو شوو کورنیو لپاره یاده مهم پروژه منظوره کړې ده .

هغه هیله څرګنده کړه،چې د دې پروژې د بشپړیدو وروسته به را ستنو شوو کورنیو لپاره اوږد مهاله کاري فرصتونه برابر او د مرستو غوښتنې له روانې لړۍ څخه به د تل لپاره وژغورل شي .

ننګرهار والي ټینګار وکړ،چې له کډوالۍ تازه را ستنو شوو کورنیو سره دې هم بېړنۍ لومړنۍ مهمې مرستې ترسره شي او وړاندیز یې وکړ،چې د ثبت شوو ترڅنګ دې غېرې ثبت شوو کورنیو سره هم ورته مرستې ترسره شي.

د دې ناستې پر مهال د کډوالو اړوند په ګڼ شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې .

په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه ناسته وشوه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په ۱۵مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ولایتي شورا غړي جاوید زمان په مشرۍ د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمیر مخورو سره د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه ناسته وکړه.

د دې ناستې پر مهال د ولایتي شورا غړي جاوید زمان د ننګرهار والي وروستي ترسره شوي فعالیتونه وستایل او په ټولو قانوني چارو کې د خوږیاڼو قوم په استازۍ د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي هیله وښوده،چې ولسونه به د ولایت مقام د کړنو له مخې د ولایتي ادارې ملاتړ وکړي او همدا راز یې ننګرهار والي څخه خوږیاڼو ولسوالۍ ته د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه هم وکړه .

قومي مشر قاري هجران او یو شمیر نورو د خپلو خبرو پر مهال په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یو شمیر پروژو د پیل کیدو د وړاندیز ترڅنګ غوښتنه وکړه،چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې دې د امنیت د تامین په موخه هلي ځلي وشي.

یادو مشرانو د ننګرهار والي د کړنو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه،چې په ټولو برخو کې به همکار ووسي .

نهه داعش وسله وال ووژل شول

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ پېښې سيمه کې تېره ورځ د پوليسو ځانګړې قطعې او سيمه ييزو پولیسو ګډ عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي او د يو بهرني په ګډون دوه داعشيان ژوندي نيول شوي.

د معلوماتو له مخې د دغه عملياتو پر مهال د داعشيانو يوه دهشکه هم لمنځه وړل شوېده.

شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول

د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې مديريت پوليسو شپږ تنه د غلا، ماين ښخونې او يو شمېر نورو جرمونو په تور ونيول.

د معلوماتو له مخې ياد کسان اوسمهال په امنې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

دغه راز د ډاډمن امنت رامنځته کېدو په موخه امنيتي ځواکونو تيره ورځ د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د يو شمېر موټرونو تورې ښېښې سپينې کړي، د غير راجستر شويو موټرونو او پر موټر سايکلونو د دوه کسي ګرځيدو مخنيوی يې کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *