عصمت الله سلام/ غزني .
ژوند مدني ټولنې تیره ورځ دوشنبه د۱۳۹۶ هـــ ل کال د وري میاشتي په (۱۴) نيټه داونېزوناستوپه دوام خپله شپږ شپیتمه اونېزه ناسته وکړه .
یاده غونډه د خوږژبي شاعر احسان الله احسان له لورې د پاک قران په مبارکوایاتونو پیل سوه .
ورپسې د ژوند مدني ټولني مشر د غونډي ګډونوالو او میلمنوته ښه راغلاست وویل .
ورسته عصمت سلام له اجنډاسره سم دغونډي له ګډونوالوسره دمشاعرې موضوع شریکه کړه اوله هغویې وغوښتل چې دمشاعرې په نیټه اوتخنیکي اړخ باید خبري وسي.
له سلام ورسته دټولني مرستیال محمد فاروق بویا دژوند کلنۍ مشاعري په مخېني خبري وکړي اودغونډي ګډونوالوته یې په دې اړه مالومات ورکړل .
په دې اړه د ټولني محمد فاروق بویا وویل :
دژوند کلنۍ مشاعري په مخېنه رڼاواچوله او زیاته یې کړه چې ژوند مدنې ټولني دوه کاله وړاندې د(۱۳۹۴) هـــ ل کال په پسرلي موسم کې دلمړي ځل لپاره په غزني ولایت کې دژوند کلنۍ مشاعري بنسټ کیښود ، لمړنۍ مشاعره یې د(۱۳۹۴) هـــ ل کال دوري میاشتي په لمړۍ نیټه دغزني له شاعرانوسره یوځای دولایت دمقام په تالارکې ترسره کړه ، دویمه مشاعره دروان (۱۳۹۵) هـ ل کال په پسرلي کې دغزني ښارپه بهارتالارکې ترسره سوه .
په یاده مشاعره کې دغزني دشاعرانواولیکوالانوترڅنګ دهیواد دنورولایتونوشاعرانواوولیکوالانوهم ګډون کړی وه.
له بویاورسته دنظرونوراټولوسره سم په غوڅ اکثریت داپریکړه وسوه چې مشاعره به راتلونکې اونۍ دچهارشنبي په ورځ د ۱۳۹۶ هــ ل کال د وري میاشتي په څلورویشتمه (۲۴) نیټه ماسپښین په یوه بجه پیل کیږي .
په پای کې دوو بیلوکمیټوته دنده وسپارل سوه ترڅویوه یې دکلنۍ مشاعرې تخنیکي لارې چاري سمبال کړي اوبله هغه هم دمشاعري دجوړیدلولپاره دلګښتونوپه برابرولواوسنجولوغوروکړي .
غونډه ماسپښین په دوه بجي پیل اوپه څلور بجي د دوعایې په لوستلوپای ته ورسیده .
له غونډي کولوورسته دغونډي ټولوګډونوالو یوځای دولایت له مقام سره دځینو ستونزو شریکولو او هغوته دحل دلاروچارو دلټولوپه موخه دغزني له والي انجنیرعبدالکریم متین سره وکتل .
ښاغلي متین یادې ستونزي په پوره حوصلي واوریدل او ژمنه یې وکړه چې دحل په موخه به یې وخت په وخت دژوند مدني ټولني له مشرتابه سره یوځای کارکوې.
یادونه : غونډه په غزني ښارکې ددریم پلان په اخیره برخه کې دټاکنودکمیسون په کوڅه کې پروت دژوند ټولنې په دفتر کې ترسره سوه .