لاهور

تاند – د پاکستان د پنجاب ایالت په لوی ښار لاهور کې په یوه بمي چاودنه کې د ۴ پوځیانو په ګډون ۶ کسان هلاک شول.‌

دا پېښه نن چارشنبه / د اپریل ۵مه/ په دغه ښار کې وشوه.‌

الجزیره تلوېزیون د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي چې بمي برید د پاکستان د احصایې یا سرشمېرنې د ادارې (نادرا) کارمندان او د هغوی ساتونکي پوځیان په نښه کړل.‌

ویل کیږي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان نور ټپیان شوي دي.‌

الجزیره لیکي چې د پاکستاني طالبانو ډلې،‌ تحریک طالبان پاکستان،‌ د پېښې مسؤلیت پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا یو ځانمرګی برید وو.‌

د پنجاب ایالت د روغتیا وزیر خواجه عمران نذیر له رسنیو سره په خبرو کې د تلفاتو شمېر تایید کړی دی.‌

تر دې مخکې د روان /۲۰۱۷/ کال د فبروۍ په میاشت کې په لاهور ښار کې په یوه بله چاودنه کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي وو.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *