تاند – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نړۍ د ډېر مسلمان لرونکي هېواد اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو سره ولیدل.
په هغې خبرپاڼه کې چې په کابل کې د ارګ ماڼۍ خپره کړې راغلي چې، د هغوی د لیدنې پر وخت د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول او اندونیزیا ته د ولسمشرغني د ورتګ په درناوي او هرکلي د توپ ۲۱ ډزونه وشول.
خبرپاڼه زیاتوي، دواړو ولسمشرانو د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو د لا ټینګښت او د معارف، کرنې، ټکنالوژي، احصایې او لوړو زده کړو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ارګ د خبرپاڼې په اساس، ولسمشرغني د افغانستان او اندونیزیا ۶۵ کلنو مناسباتو او دوستۍ ته په اشارې افغانستان او اندونیزیا دوه تاریخي ملګري هېوادونه وبلل او همدارنګه یې د سولې د تامین، انکشاف او اقتصادي ودې په برخو کې د اندونیزیا بریالیوهڅو او تجربو ته په اشارې څرګنده کړه، د اندونیزیا له دغو تجربو څخه په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین، اقتصادي ودې او انکشاف په برخو کې هم ښه استفاده کېدلی شي.
خبرپاڼه لیکي چې، د اندونیزیا ولسمشر د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تړون لاسلیک او نتیجې ته رسېدل مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، اندونیزیا په افغانستان کې د سولي په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او موږ به په همدې موخه په راتلونکي کې یو پلاوی افغانستان ته واستوو، چې افغان مقاماتو سره په هغه اړه خپل نظریات او تجربې شریکې کړي.
د اندونیزیا ولسمشر وویل، چې هېواد به یې د افغان ښځو د ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ افغان ځوانانو ته د ډيپلوماسۍ په برخو کې د زده کړو په موخه تحصیلي بورسونه ورکړي.
ویل کیږي چې، ولسمشرغني د خپل دغه سفر په لړ کې لومړی استرالیا ته لاړ او د افغانستان د بیا رغونې لپاره یې د استرالیا د چارواکو ملاتړ او د اوږدمهالې همکارۍ ژمنې ترلاسه کړې.