داکتر محمد یوسف سلیم –
د پسرلي په راتګ سره به وطن ته د مهاجرینو د بیرته ستنیدو بهیر ګړندی شي. له یوی خوا د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولی د توافقنامی لاسلیک په پاکستان او ایران کی میشت مهاجرد وطن ستنیدو ته امیدواره کړیدی. له بلی خوا په نوموړو ملکونو کی د افغان کډوالو سره د پولیسو او امنیتي ځواکونو بد وضعیت او د لارو بندول دوی دیته مجبوره کړیدی چی د ټولو ستونځو او امنیتي ګواښونو سره، سره وطن ته بیرته راستانه شي.
د راستنیدونکو کډوالو په وړاندی دوه لویی ستونزی پرتی دی. لومړنۍ اساسي ستونزه د کور او د اوسیدو د ځای ده. یو کس چی دیرش کاله وړاندی د وطن پریښودو ته مجبور شوی ؤو نن د زامنو، لمسو او دری، څلورو کورنیو سره بیرته وطن ته راځی. دوی د اوسیدو لپاره کورونو ته ضرورت لري. مهاجرینو ته حتی په پردو وطنو کی په کمپونو کی ځمکه ورکړل شوی وه او دوی پکی د خټو څو کوټې جوړی کړی وی. په خپل وطن کی باید دوی دیته اړ نشی چی په کیږدو کی واوسیږي. کور له ډوډۍ او کالو وروسته له اساسي بشري ضروریاتو او حقونو څخه ګنل کیږی او باید له کډوالو سره مرسته وشی تر څو د خپلو کورونو خاوندان شې.
د راستنیدونکو کډوالو په وړاندی دوهمه اساسي ستونزه د کار او شغل نشتوالی دی چی نه یوازی دوی بلکه ټول افغانان له دی مشکل سره مخ دی. متاسفانه افغانستان په یو ډیر ضعیف اقتصادی حالت کی دی. داوږدی جګړی اواداری فساد له امله بیکاری لوړ حد ته رسیدلی ده. د مالی مصؤنیت او امنیت نشتوالی پانګوال دیته مجبوروی چی خپلی پانګی بهر ته ولیږی. ددی او نورو عواملو له وجی وطن کی د بیکارۍ حد ورځ تر بلی پورته ځی او نه یوازی راستنیدونکی کډوال بلکه ټول افغانان د بیکارۍ له مشکل سره لاس او ګریوان دی.
د مهاجرینو په عزت سره ستنیدل او هغوی ته د استوګنی ابتدایی شرایط برابرول د دولت او حزب اسلامي تر منځ د لاسلیک شوی تړون یو مهم جز دی. متاسفانه د دولت او حزب اسلامي د مشرانو د اخلاص او هلو ځلو سره سره د سولی د تړون تطبیق ډیر ورو روان دی او په خاص ډول د مهاجرینو د بیرته ستنیدو په اړه لازم او جدی اقدامات ندی شوی.
د نورو وجوهاتو تر څنګ د دولتي ځمکو غصب، بیروکراسي او په دولتی ادارو کی پراخ فساد هغه عوامل دی چی د مهاجرینو د بیرته راتګ په وړاندی یی ستر خنډونه جوړ کړی دي. د ځمکی مافیا او غاصیبینو په سلهاو زرونو جریبه ځمکه غصب کړی ده او په نورو یی خرڅوی خو په ملیونونو کډوال نشی کولی چی د خپلو کورنیو داستوګنی لپاره یو څو بسوی ځمکه ولری.
که د مهاجرینو د ستنیدو او میشته کیدو بهیر په سالمه توګه مدیریت نشی او دولت پدی اړه یو منظم پلان ونلری لاندیني ناوړه عواقب به ولری:
- د ځمکو غاصبین به نور هم زړور شی تر څو نوری دولتی ځمکی هم غصب او وطن ته په راستنیدونکو وطنوالو یی خرڅی کړی.
- شخصی زراعتی ځمکی به په خلکوخرڅی شی ترڅوکورونه پری جوړکړی. په نتیجه کی به ښیرازه زراعتی ځمکی په کورونوبدلی شی چی دا کار په اوږد مهاله کی افغانستان ته د زراعتی تولیداتو له اړخه صدمه رسولی شی.
- جوړ شوی کورونه به په پاکستان او ایران کی مهاجرینو د پنډغالو په څیر د ژوند د ډیرو بنیادی تسهیلاتو لکه اوبه، برق، سرک، کانالیزاسیون، لوبځایونو او پارکونو نه بی برخی وی.
- په غیر منظم او بی نقشی ښارګوټو کی به د مسجدونو، مکتبونو، کلینیکونو او نورو تعلیمې مؤسسو لپاره مناسب ځایونه په نخښه شوی نه وی.
متاسفانه داسی ښکاری چی دولت د کډوالو د میشته کیدو لپاره د لازم ظرفیت جوړونه نده کړی او پدی اړه یو جامع او منظم پلان نلری. د کډوالو په نامه د یو وزارت جوړول او هغی ته د کډوالو د بیرته میشته کیدو ټول مسؤلیت سپارل وطن ته په داسی لوړ شمیر د کډوالو د بیرته ستنیدلو مشکل نشی حل کولای. د کډوالو د بیرته راتګ او میشته کیدو لپاره د فوق العاده اجرآتو ضرورت دی. باید پدی اړوند د کډوالو او راستنیدونکو د چارو وزارت، د اقتصاد وزارت، د مالیی وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، د کلیو د بیا رغونی او پراختیا وزات، د پوهنی وزارت، او د افغانستان بانک په ګډه یو پنځه کلن پلان طرح او عملی کړې.
د مالیی وزارت او د افغانستان بانک باید پدی اړه ابتکار په لاس کی واخلی او د نیمه دولتی تصدیو (Government linked Companies)او د ساختماني چارو د تمویل لپاره د خاصو بانکونو په جوړولو سره نه یوازی د مهاجرینو د میشته کیدو مشکل حل کړی بلکه نوموړی ننګونی په فرصتونو بدلی کړی اوله دی لاری د افغانستان د اقتصاد څرخ په حرکت راولی.
دمالیی وزارت کولی شی د نیمه دولتی تعمیراتی تصدیو د تأسیس له لاری مهاجرینو ته د نویو ښارګوټو او کورونو په جوړیدو کی برخه واخلی. د نوموړو تعمیراتی تصدیو اساسی کار به دا وی چی ارزانه خو د ښه کیفیت کورونه جوړ او وطن ته راستنو شوو کډوالو ته یی د خرصلاو لپاره عرضه کړی. دوی کولای شی د کورونو له جوړیدو مخکی یا وروسته نوموړی کورونه په کډوالو په اوږد مهاله قسطونو وپلوری او لدی لاری لاسته راوړلی ګټه حکومت ته وسپاری. لدی سربیره شخصی تعمیراتې شرکتونه هم باید وهڅول شی چی کډوالو ته د کورونو جوړولو په برخه کی د قوانینو او مقرراتو په رعایت سره برخه واخلی.
د افغانستان بانک باید د نیمه دولتی تصدیو او نورو خصوصي تعمیراتی شرکتونو د چارو د تمویل لپاره خاص دولتي بانکونه جوړکړی. نوموړی بانکونه به تصدیو او خصوصی ساختماني شرکتونو ته د اسلامی بانکدارۍ د اصولو په اساس د ضرورت وړ مناسبه پانګه تهیه کوی. او د کورونو د خرصلاو په ګټی کی به ددی تصدیو او خصوصی ساختماني شرکتونو سره شریکیږی.
همدارنګه دولت باید د ملګرو ملتونو، نورو نړیوالو مؤسسو او نورو هیوادونو څخه د کډوالو د بیرته میشته کیدو لپاره د مرستی غوښتنه وکړی.
که چیری وطن ته د راستنیدونکو کډوالو د راتګ بهیر د یو منظم پلان له مخی سم مدیریت شی لاندی ګټی به لری:
- نه یوازی دا چی په میلیونونو کډوال به په عزتمنده توګه په خپل ملک کی د خپلو کورونو خاوندان شی بلکه د نویو کورونو او ښارونوجوړول به په لسګونو زرو کسانو ته د کار کولو فرصتونه پیدا او د ملک اقتصادي څرخ به په حرکت راولی.
- نوی ښارګوټی به په منظم ډول جوړشی او د پراخو سرکونو تر څنګ به د مسجدونو، مکتبونو، لوبځایونو او تفریحی پارکونو لپاره مناسب ځایونه ولری.
- نوی ښارګوټی به د اوبو رسولو یو منظم سیستم ولری او خلک به دیته نه مجبوریږی چه په هر کور کی ژوری څاګانی وکنی.
- نوی ښارګوټی به د فاضله موادو او نورو کثافاتو د ایستنی لپاره د کانالازیسیون یو منظم سیستم ولری او پدی وسیله به چاپیریال، اوبه او هوا له کثافته پاک وی.
- کورونه به په منظم ډول جوړشی. د کور دننه کوټی به د یوی مناسبی نقشی په اساس داسی جوړی شی چی له لږی ځمکی نه زیاته استفاده وشی او هم په صحی لحاظ مناسب وی.
حزب اسلامی هم باید پدی اړوند ابتکار په لاس کی واخلی او د میلیونونو مهاجرینو په میشته کیدو کی دی لازمه مرسته وکړی. حزب اسلامي باید په افغانستان او نورو ملکونو کی خپل غړي پانګوال او نور پانګوال پانګو اچونو ته وهڅوي دوی باید وهڅول شي چی د تعمیراتی شرکتونو په جوړولو کی پراخه برخه واخلې او په کور جوړونه، زراعت، تعلیم او تربیی او لوړو تحصیلاتو، وړو صنعتونو او د چاپیریال اود ښارونو څخه د کثافاتو په ټولولو کی پانګه اچونه وکړې. همدارنګه حزب اسلامي باید له خپلو ځوانو کدرونو او غړو نه چی په طب، انجینرۍ او مختلفو رشتو کی لوړ تحصیلات لری د کډوالو د بیرته میشته کیدو په اړه استفاده وکړي. پدی هکله وړاندیز کوم چی حزب اسلامي یو اقتصادی کمیسیون جوړ کړی تر څو د کډوالو د بیرته میشته کیدو په اړه لازمی طرحی وړاندی کړی او پدی اړه د بهر میشتو او نورو افغانانو د پانګو اچولو لپاره مناسب سکتورونه په ګوته کړی او ددوی هڅی منسجمی کړی.
امید دی چی د افغان کډوالو راستنیدل به د ملک د اقتصادی ودی سبب شي او ددوی بشری قوتونه او استعدادونه به دا وطن یو ځل بیا ښیرازه کړی.
وطن ته د ټولو افغان کډوالو د بیرته ستنیدو او میشته کیدو په امید