تاند- د افغانستان حکومت د پاکستان له خوا پر ډیورند کرښه د خنډونو، دېوالونو او کټارو د جوړولو په وړاندې سخت غبرګون وښود او خبرداری یې ورکړ چې که دا مسله له دیپلوماتیکې لارې حل نه شوه، ممکن له پوځي عمله کار واخلي.

وروسته له دې چې د پاکستان پوځ د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې د یوې میاشتې په مخه بندې کړې، دغه هیواد پر دیورند کرښه د کندو د کیندولو او د ازغنو سیمونو د درولو کار پیل کړ.

د ډیورنډ کرښه ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

پاکستان وايي چې دا کار له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرو د اوښتو مخه نیسي.

خو د پاکستان دې اقداماتو افغان سیاسي کړۍ او رسنۍ پارولي دي. ځکه چې افغانان له تاریخي نظره ډیورند لاین، چې پښتانه سره جلا کوي، په رسمیت نه پېژني.

د افغانستان په ملي شورا کې تاوده بحثونه د دې سبب شول چې د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د حکومت رسمي دریځ اعلان کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکېب مستغني په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل«موږ په زغرده ویلي چې د افغانستان د حکومت له موافقې پرته د ډیورند کرښې په اوږدو کې هر راز یو اړخیز اقدامات بې اغېزې، غیر عملي او ناممکن دي.»

مستغني د پاکستان دا ادعا هم په کلکه رد کړه چې پاکستان ته د حملو لپاره ترهګر د افغانستان له خاورې وراوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *