تاند- په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو ویندوی وايي، افغان او ناټو ځواکونو په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د کنټرول ساحې تنګې کړي دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، بیل سالفین نن /پنجشنبه/ وویل، افغان امنیتي ځواکونو د ناټو د هوايي ځواک په ملاتړ په افغانستان کې د داعش تر کنټرول لاندې سیمې په درو کې دوې برخې تصفیه او ازادې کړي او په تېرو دوو کلونو کې د دې ډلې نیبمايي جګړه مار له منځه وړل شوي دي.
د امریکا د سمندري ځواک تورن بیل سالفین زیاته کړه، ناټو ځواکونو د سږ کال له پیله تراوسه پوري (۳ میاشتې) د تروریستانو پر ضد ۴۶۰ هوايي بریدونه کړي او یوازې یې د بې پېلوټه الوتکو په حملو کې د داعش تر ۲۰۰ زیات غړي وژلي دي.
ده همداراز وویل، د افغانستان په دوو ختیځو ولایتونو کې د داعش د غړیو شمېر د ۶۰۰ او ۸۰۰ تنو ترمنځ اټکلېږي.
وروسته له دې چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش پر ضد فشار زیات کړ او د دې ډلې په سلګونو غړي یې په عملیاتو کې ووژل، دې ډلې د طالبانو په تقلید په ښارونو کې بمي او انتحاري بریدونه زیات کړي دي.