خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۶-۱-۱۷

کندهار، افغانستان- د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب نن سهار په ولايت مقام کي د مخابراتي شرکتونو له مسئولينو سره وکتل او له هغوی څخه يې د ځينو ستونزو په اړه وضاحت وغوښت.

ښاغلي منيب وويل چي د مخابراتي شرکتونو د همږغۍ غونډه به هره مياشت جوړوي څو د خلکو غوښتني او وړانديزونه له دوی سره شريک کړي. مرستيال والي وويل چي مخابراتي شرکتونه بايد ولسواليو ته فعاليت پراخ کړي، د انټرنيټ تر څنګ په خدماتو کي تخفيف راولي، د فرهنګي او تعليمي پروګرامونو په جوړولو کي همکاري وکړي، د نمبرونو په توزيع کي شفافيت رامنځته کړي، د مخابراتي انتنو لپاره د دولتي قراردادونو ماليات په درست ډول تحويل کړي او په کندهار کي مېشتو معيوبينو ته د بايسکلونو په ورکړه کي همکاري وکړي.

ښاغلي منيب ټينګار وکړ چي مخابراتي شرکتونه دي په خدماتو کي تخفيف راولي او په يادو برخو کي دي هر شرکت د وس تر حده مرسته وکړي.

د ولايتي شورا غړي حاجي نادر نورزي وويل چي افغان بيسيم په مزار ولايت افغان ډېر تخفيف راوستلی، په داسي حال کي چي د کندهار د اوسېدونکو اقتصادي حالت د نورو په پرتله کمزوری دی. هغه داراز وويل چي ډېر خلک له افغان بيسيم څخه شکايت کوي چي د نورو شرکتونو په پرتله يې د انټرنيټ پکېجونه ژر ختميږي.

د افغان بيسيم شرکت استازي وويل چي دوی په تېر کي هم په تعليمي، فرهنګي او نورو ښاري خدمتونو کي همکاري کړې ده، خو ليرو ولسواليو ته د خدماتو غځولو په وړاندي لوی خنډ ناامني ده. پر دې سربېره د خوښۍ زېری دا دی چي څو ورځي وروسته به په شاوليکوټ ولسوالي کي ۳جي انټرنيټ فعال کړي. هغه زياته کړه چي د ولايت مقام وړانديزونه يې له ځان سره ياداښت کړل او له مرکزي ادارې سره به يې شريک کړي.

د روشن مخابراتي شرکت ساحوي مسئول انوارالدين نور هم وويل چي ليرو ولسواليو ته د خدمتونو غځولو پلان لري او ژمنه يې وکړه چي په ټولنيزو خدمتونو کي به تر وسه ونډه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *