په دغه مشاعره کې، چې د کندوز ولایت مقام په مرسته د پسرلي ادبي اوکلتوري ټولنې له خوا د دغه ولایت په ښاروالې پارک کې جوړه شوه، د کندوز پر دولتي او امنتي چارواکو سربیره له تخار، بدخشان، بغلان، کابل او پغمان څخه راغلو سلګونو شاعرانو ګډون کړې وو.
په یاده مشاعره حماسي، انتقادي، هیوادني او سولې ته لیکل شوي شعرونه، ښکلی ترنمونو او ترانې ولوستل شوې چې د ګډونوالو له خوا په چکچکو سره بدرګه شوې.
د کندوز والی اسدالله عمرخیل د مشاعرې د پرانستې وینا وکړه او زیاته کړه چې موږ باید خپل فرهنګي او ادبي میراثونه ژوندي و ساتو.
نوموړي د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې څخه د دې لپاره مننه وکړه چې هر کال د پسرلي په موسم کې د ریدي ګل ملي مشاعره جوړوي.
د پسرلي ادبی اوکلتوري ټولنې مشر فدامحمد ارزښت وویل چې داسې مشاعرې کولای شي چې د خلکو تر منځ شته واټونونه له منځه یوسي او دهیواد د بیلا بیلو ولایتونه شاعران له یه یوبل سره له نږدې وپیژني.
که له یوې خوا ددغه ولایت د ښار په څنډو کې دوامداره جګړو روانه د ه خو له بلې خوا بیا ددغه ولایت فرهنګیان خپله حوصله له لاسه نه ورکوي او په هر ډول جنګی حالاتو کې دخپلو خلکو د روحې ساتلو لپاره دغسې لوې غونډې جوړوې.
ریدي ګل ملي مشاعره له تیرو ۱۱ کلنو راپه دېخوا هر کال د پسرلي په موسم، په کندوز کې د پسرلي ادبی او کلتوري ټولنې له خوا جوړیږي چې د کندوز اړوند ولسوالیو سربیره د هیواد له نورو ولایتونو څخه ورته شاعران او لیکوالان رابلل کيږي .
نوررحیم عاطف