تاند- افغانستان او سینګاپور موافقه وکړه چې د عامه ادارې، ښاري پلان جوړونې او دوامدار انکشاف په شان برخو کې جګپوړي افغان مامورین د روزنې لپاره سینګاپور ته واستول شي.
د سینګاپور د بهرنیو چارو وزارت نن /جمعه/ دغه هیواد ته د ولسمشر غني د سفر په مهال د دې موافقې د لاسلیکېدو خبر ورکړ.
د سینګاپور د بهرنیو چارو وزارت وايي، اشرف غني لومړنی افغان ولسمشر دی چې دغه هیواد ته سفر کوي.
ولسمشر غني د دې سفر په لړ کې د سینګاپور له ولسمشر توني تان کینګ او صدراعظم لي هسین لونګ سره وکتل.
د سینګاپور د بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر غني د دوو هیوادونو پر دوستانه اړیکو تاکید وکاوه او ویې ویل چې په بېلابېلو برخو کې د دوو هیوادونو د اړیکو او همکاریو د پراختیا امکانات شته.
د سینګاپور د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د عامه خدماتو او د مخدرو موادو ضد مامورینو د روزنې په برخه کې د همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړې او د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه یې نظرونه تبادله وکړه.
دوی په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د نړیوالې ټولنې د هلو ځلو ملاتړ اعلان کړ.
د سینګاپور ولسمشر او صدراعظم د پرمختګ په برخه کې له افغانستان سره د خپلو تجربو شریکولو ته لېوالتیا ښکاره کړه.
سینګاپور د جنوب ختیځې اسیا یو پرمختللی هیواد دی. دا هیواد له فساد سره د مبارزې او ښه ادارې بېلګه بلل کېږي.
د سینګاپور د همکارۍ د پروګرام پر اساس، چې په ۱۹۹۲ م کال پیل شو، شاوخوا ۷۰۰ افغان رييسان او جګپوړي مامورینو په دغه هیواد کې د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې روزنه کړې ده.
سینګاپور درو هیوادونو ته د ولسمشر غني د سفر وروستی ټپال دی.
ښاغلی غني تر دې وړاندې استرالیا او اندونیزیا ته لاړ.