نن جمعه:مبارکه د ۱۳۹۶هـ ل کال د وري میاشتي شلمه، نېټه په هلمند ادبي بهیر کي دتل په څېر ادبي غونډه ترسره سوه، چي په یاده غونډه کي لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او ادب مینه والو ګډون کړی وو.

د غونډي اجندا په دریو برخو، وینا، نثرونو او نظمونو ویشل سوې وه.

نننی ادبي بنډار د الحاج مولوي (حنفي) لخوا د قرانکريم دڅومبارکو آیتونو په تلاوت پيل سوه.

دهلمند ادبي بهير مشرښاغلي سيدمحمد (حیرت) دغونډي ګډونوالوته د ښه راغلاست اوهرکلي ویلوترڅنګ، د ځوانو شاعرانو او ليکوالانوڅخه غوښتنه وکړه چي  د ادبي غونډودکوربه توب او وياندويۍ پرمهال څو مهم او اساسي ټکي په پام کي ونيسي، چي هغه په دې ډول دي.

ـ کله چي وياند دريځ ته راځي د غونډي ماهيت او موخه بايد ورته معلومه وي او د غونډي د مېلمنو په اړه بايد بشپړ معلومات ولري.

– د غونډي  په جريان کي بايد د ګډونوالو توجه دريځ ته راجلب کړي که چيري په غونډه کي کوم څوک خبري کوي او ياهم متوجه نه وي وياند کولای سي مخکي له دې چي ويناوال او يا شعر ويوونکی دريځ ته راوبلي هغه څوک چي متوجه نه دی دهغه د نوم په اخيستلو يو جالبه جمله او يا ښه بيت ووايي ترڅو هغه په دې پوه سي چي د غونډي وياند د غونډي نظم ته متوجه دی.

– وياند بايد پر دريځ د زياتو بيتونو او اوږدو جملو د ويلو څخه ډډه وکړي او کوم ويناوال ته چي يې بلنه ورکړې د هغه د وينا اصلي مفهوم ته متوجه سي کله چي ورڅخه مننه کوي د هغې موضوع اړوند يوه لنډه جمله يا يو بيت بايد ووايي.

– کوم شخص چي دريځ ته رابلي دهغه د علمي کچي او شخصيت برابر القاب ورته وکاروي او دهر شخص علمي رتبه، وړتيا او مسلک بايد په پام کي ونيول سي ځکه که يو شخص ته دهغه د علمي وړتيا او شخصيت څخه لوړ القاب وکارول سي دا يو ډول توهين دی نو اړينه ده هرهغه چاته چي بلنه ورکوي د هغه علمي کچه، وړتيا، شخصيت او مسلک بايد له پامه ونه غورځول سي.

دوهم: د نثر په برخه کي محمد جمعه حيران د (سياستوال سره مرکه) تر سرليک لاندي طنزيه نثر،  د ځوان لیکوال عرفان (همدرد) لخوا د مبارزې په نوم لنډه کیسه او نېک محمد ( نېکوکار ) له خوا د (ذهني پياوړتيا) ترسرليک لاندي ادبي ټوټه وړاندي سوه.

همدا ډول ددې ادبي بنډار درېيمه برخه چي غزلونو او نظمونو ته ځانګړې سوې وه، ټولو شاعرانو له خوا په خپل نوبت ترتيب کړي غزلونه او نظمونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول.

غونډه په دعایه وینا پای ته ورسېدل.

#‏دهلمند ادبي‬ بهیر نشراتي څانګه.‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *