تاند- سعودي عربستان یو بشپړ تفریحي ښار جوړوي څو په نړۍ کې دا تاثر ختم کړي چې سعودي چارواکي خلکو ته د ژوند او تفریح کولو موقع نه ورکوي.
د سعودي عربستان د مرستیال ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له لوري په خپور شوي اعلان کې ویل شوي چې دا تفریحي ښار به پلازمېنې ریاض ته نژدې په ۳۳۴ کیلو مترمربع مځکه کې جوړ شي.
ټاکل شوې ده چې دا ښار، چې به سعودی عربستان کې د اصلاحاتو د پلان د یوې برخې په توګه جوړېږي، په ۲۰۲۲ کې بشپړ شي.
سعودي عربستان په نړۍ کې د خپل تصویر د بدلولو لپاره د (وېژن ۲۰۳۰) په نوم پلان جوړ کړی دی چې پر اساس یې ځوانانو ته د کار او فعالیت زیات چانس ورکول کېږي او دا تاثر له منځه وړل کېږي چې سعودي عربستان تنګ نظره او وچه ټولنه ده.
رویټرز خبري اژانس د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس په حواله وویل، د سعودي عربستان له لوري به په تفریحي ښار کې د لوبو، کلتور او تفریح امکانات شامل وي.
د سعودي عربستان د مرستیال ولیعهد له لوري په خپور شوي اعلان کې ویل شوي «دا ښار به زموږ کلتوري هویت شي او په راتلونکې کې به زموږ د ولس تفریحي، کلتوري او اجتماعي اړتیاوې پوره کړي.»
سعودي عربستان دغه راز ښځو ته د ازادیو په برخه کې د اصلاحاتو په لټه کې دی.
اکثره سعودیان د پراخو اصلاحاتو غوښتونکي دي خو زوړ محافظه کار نسل لا هم ډېر واک په لاس کې لري او د چټکو اصلاحاتو مخه نیسي.