تاند- په هرات کې د ایران کونسلګري (قونصلګري) وايي چې په دغه ښار کې د ده پر کونسلګرۍ نننۍ حمله د تهران – کابل د اړیکو د زیانمنولو لپاره یو قصدي عمل و.

په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ مطبوعاتي مشر سید هادي غفوري فارس نیوز خبري اژانس ته وویل:«بهرني لاسونه تل هڅه کوي چې د افغانستان او ایران د دوو ملتونو دوستانه اړیکې خرابې کړي.»

ده زیاته کړه:«نننۍ حملې، چې له مخکې پلان شوې وه، د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ بهرنۍ برخې ته زیات زیان اړولی، خو د کونسلګرۍ مامورین روغ رمټ دي.»

نن سهار سلګونو مظاهره چیانو د ایران پر کونسلګرۍ هجوم وروړ، دوی شعارونه ورکول چې د ایران کونسلګري د جاسوسۍ ځاله ده.

ویل شوي چې دا مظاهره وروسته له دې شوې چې یو شمېر خلکو تور پوري کړ چې د ایران کونسلګرۍ د وېزې د ورکولو لپاره سړي سر څلور سوه یورو ورڅخه اخیستي خو له څو میاشتې انتظار وروسته د وېزې ورکولو حال نه ورکوي.

له پولیسو سره د مظاهره چیانو په نښته کې د چارواکو په وینا یو تن وژل شوی خو مظاهره چیان وايي چې درې تنه وژل شوي دي.

فارس خبري اژانس وايي چې مظاهره چیانو غوښتل د ایران کونسلګرۍ ته اور ورته کړي خو پولیسو یې مخه ونیوله.

د کونسلګرۍ مطبوعاتي رييس ادعا کوي چې دوی د حمله کوونکو په وړاندې کلک مقاومت وکړ چې په نتیجه کې یې یو تن ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

ده دا هم وویل چې افغان پولیس هم ژوبل شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

فارس نیوز د مظاهره چیانو شمېر پنځه بللی خو شاهدان وايي چې د مظاهره چیانو شمېر تر دې خورا زیات و.

مظاهره چیان وايي چې ځینو مظاهره چیانو د کونسلګریو لور ته لرګي او ډبرې ویشتي خو په مقابل کې یې امنیتي ځواکونو د ماشینګڼو ډزې کړي دي.

تر دې مخکې هم د په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ پر ضد څو ځلي مظاهرې شوي او دا کونسلګري یې په هرات کې د افغانانو په منځ کې د قومي او مذهبي اختلافاتو په پارولو تورنه کړې ده.

One thought on “ایران په هرات کې پر خپلې کونسلګرۍ حمله قصدي عمل وباله”
  1. دغو شهيدانو فاك روح ته دعا كوم سه خداي (ج)مو جهاد قبول اود شهادت درجي لوري لره او غازيانو ته اجردارين غوارم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *