هېڅ  څه بې اغېزې نه وي، خو ځېنې اغېزې جوتې او په داسې ډول وي چې سړی ورسره خپله لار ژر موندلی شي.

   ډېری زده کړې او په تېره بيا د  پوهنتون څلور کلنه دوره بې اغېزې بولي، خو زه فکر کوم دا سمه انګېرنه نه ده، دا تر ډېر زموږ د نارواو او مادي غوښتنو له فکره راټوکېدلي په احساساتو ولاړ تحليل او خبره ده.  

   اه حکومتونه او مسوولې ادارې بايد بشري قوې او سرچينو ته پام وکړې، هغوی په مناسبو او وړ ځايونو کې جذب کړي او ورته د کار زمينه برابره کړي، خو زموږ خبره له دې ورهاخوا دخپل مسووليت او د ژوند سکون او سمون ته د رسېدو په اړخ ده.

   زه چې نوی زلمکی وم، زړه کې به مې تېرشول چې دلته هسې پوهنتوني دوره څلور کاله ده، دا درسي کتابونه او لکچرنوټونه خو په څو مياشتو کې زده کېدای شي، دا خو هسې د وخت  تېرول دي او چې سر دې خلاص نه وي داسې فکر به کوې.

   ممکن نور ډېر هم همدا فکر وکړي؛ خو يو مهم څه دا چې پوهنتون لوستل او څلور کلنه دوره يوازې د معلومو درسي کتابونو، نوټونو او سپارل شوو دندو سرته نه رسول نه دي، سلوک، چلندونه، د فکر پراخوالی، ناسته پاسته، د برياليو انسانانو کيسې، تجربې، لارښونې، دا چې څه څنګه زده کېدای شي، نورو څنګه زده کړي او په ټوله کې د ويښېدو هغه شېبه ده چې په کرار کرار ذهن ته ډېر څه راشي.

     وخت تېر شو او ډېر څه ترلاسه شول او دا پوښتنه هم راته د دورې په تېرېدو خپله ځواب شوه، چې پوهنتوني چاپيريال موږ ته ډېر څه راکولی شي، درسي مواد يوازې مسووليت او منل شوې يوه لار ده، نور هر څه به خپله ترلاسه کوې يا داسې چې خپله به يې ترلاسه کړې.

     د يو ليکوال د خبرې مفهوم دی چې له ښوونځي او پوهنتون يوازې د سند ترلاسه کول مهم نه دي، که پوهنتون دې په افکارو، چلند، سلوکو، ناستې پاستې او ټولنيز کېدو کې بدلون را نه وست و پوهېږه وخت دې هسې تېر کړی.

     ځېنې فکر کوي، چې له پوهنتون فارغ شوې، حق دې دی، څو يوه ښه دنده ترلاسه کړې او يا حد اقل بايد په يو دفتر کې کار وکړې، خو اصل کې د پوهنتون لوستل يوازې د دندې او دفتري کار د ترلاسي موخه به کوچنۍ هغه وبولو، ستره موخه دلته په ټولنه کې د ښه ژوند موندل او يا د ښه ژوند په لور يو لارښود دی.

   ډېر مې ليدلي چې له پوهنتون د فارغېدو سملاسي چې يې دنده نه ده موندلې يو ډول د خجالت احساس يې کړی او دا حالت يې په ډېرو لويو مجلسونو کې بيان کړی چې هېڅ په درد نه خوري او دلته زده کړې ځان ستړي کول دي، خو چې کله يې د همدې زده کړو په برکت په ژوند پوهېدلی، بيا يې دا خبره په خوله شوې چې زده کړې او د پوهنتون لوستل په انسان کې پوره تغير راولي، که پيسې مې نه دي ګټلي او د دفتر سړی شوی نه يم؛ خو خپله جاله مې پوروېستلې، د ډېرو ته ښه بېلګه  يم او د ټولو ستره ګټه يې دا چې د سمې لاروی يم، نور هر څه د هغه چا سره دي چې موږ يې خلق کړي يو او د روزۍ راکړې ته ژمن دی.

    که لوستی دوکاندار، ګلکار، لاسي پلورونکی او د ژوند په هر بل ډګر کې و نه لرو، هر څه مو وران او جنجالي وبولئ داسې چې تجربه کار وايي، مهمه نه ده چې په ازموينه کې اولنمره شې مهمه داده چې په ژوند کې اولنمره شې.

    او په ژوند کې اولنمره کېدای هله شو چې لوستي شوو، ښوونځی ولولو او د پوهنتون څلور کلنه دوره په وېښه تېره کړو او د ښې دندې ور اخوا خپله موخه په دې وڅرخو چې ښه ژوند وګټو؛ دا چې که زده کړې يا پوهنتون ښه دنده نه شي راکولی، خو ښه ژوند خو راکولی شي.

د اپريل ۸ مه، ۲۰۱۷

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *