تاند- د مصر په یوه کلیسا کې یوې چاودنې لږترلږه ۲۱ تنه وژلي او نژدې ۴۰ نور یې ژوبل کړي دي.

چاودنه د نیل سین په غاړه په طنطا ښار کې، چې د قاهرې په شمال کې دی، وشوه.

دا په مصر کې پر اقلیت مسحیانو د حملو وروستۍ پېښه ده.

د مصر د ټول نفوس په سلوکې ۱۰ عیسوي مذهبه دي.

تراوسه پوري د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې پخوا پر مصري مسیحیانو د بریدونو مسوولیت سختدریځو مسلمانانو په غاړه اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *