د ننګرهار يولس ولسواليو په۱۵۰۰ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه وړل شوی

دغه څرګندونې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې رئيس محمد ادريس ساپي د يو خبري کنفرانس پر مهال وکړي.

دغه کنفرانس، چې د وري په شلمه د ولايت مقام رسنيو دفتر کې تر سره شو پکې د ولايت مقام وياند سربيره، امنې قوماندانۍ، ملي اردو څلورمې لوا او سرحدي لوا وياندويانو برخه لرله.

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، چې ننګرهار والي امنيتي مسئولينو ته لارښوونه کړې، چې د کوکنارو د کمپاين کار کونکو امنيت ونيسي او هر هغه څوک، چې د کمپاين تر سره کولو مخالفت کوي پر وړاندې يې قانوني چلند تر سره کړي.

نوموړي وويل، چې د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين د ننګرهار په يولس ولسواليو کې په دريو زونونو وېشل شوی، چې په پنځلس سوه هکتاره ځمه کې کرل شوي کوکنار به لمنځه يوسي.

ده وويل، چې د کوکنارو له کمپاين وړاندې يې بزګرانو، قومي مشرانو سره عامه پوهاوی تر سره کړی، چې له همدې امله دغه کمپاين په برياليتوب سره پرمخ روان دی.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس محمد ادريس ساپي وويل، چې د ننګرهار په پنځلس ولسواليو کې ۱۴۳۴۳ جريبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي، چې د مرکزي حکومت له لوري دوی ته د پنځلس سوه هکتاره ځمکه کې د کرل شویو کوکنارو د لمنځه وړلو ټارګيټ ورکړل شوی.

ده وويل، چې د امنيتي ځواکونو او د ولسونو په همکارۍ يې د روان کمپاين په ترڅ کې تر دې دمه پنځلس سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه وړي دي او دغه کمپاين لا هم دوام لري.

د ملي اردو څلورمې لوا وياند عتيق الله وليزاده، د سرحدي لوا وياند ادريس مومند او امنې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې امنيتي ځواکونه پوره همغږي لري او د کوکنارو لمنځه وړلو کمپاين کوونکو بشپړ امنیت يې نيولی دی.

دوی ډاډ څرګند کړ هر هغه څوک، چې د کوکنارو د کمپاين مخالفت وکړي وسله وال پوځ به يې پر وړاندې قانوني اجرات تر سره کړي.

دوی زياته کړه، چې تېر کال ۱۹۶ د نشه يي توکو پېښې ثبت شوي، چې ۹ عرادې موټرې يې نيولي او همدا راز يې په ولسواليو او ښار کې د نشه يي توکو ۱۹۹ لوی او واړه کاروباريان نيولي دي.

نوموړو ډاډ څرګند کړ، چې په ننګرهار کې مېشت امنيتي ځواکونه د ولسونو د امنيت تامين ترڅنګ د خپلو سرحداتو دفاع کوي او همدا راز د مخالفينو پر وړاندې بريالي عملیات تر سره کوي او د دې ترڅنګ د کوکنارو لمنځه وړلو او نورو نشه يي توکو مخنيوي پر وړاندي جدي اقدامات کوي.

ننګرهار امنيه قوماندان د امنيت په ټينګښت کې د ولايتي شورا رول مهم وباله .

د دې ولايت امنيې قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د خپل کار په دفتر کې د(۳۴) ولايتونو د ولايتي شورا ګانو ريئسانو سره د لېدنې پر مهال له هغوی د مننې ترڅنګ د امنيت په ټېنګښت او د ولسونو په يو والي کې د ولايتي شورا د رهبرۍ او غړو رول مهم ياد کړ .

د خبر پاڼې له مخې امنيه قوماندان ويلي: د ولايتي شوراګانو د همکارئ له امله ، چې له پوليسو سره يې په بېلابېلو برخو کې ترسره کړې د پوليسو په ورځنيو کړنو کې مثبت بدلون رامنځته شوی او د ولسونو ملاتړ يې خپل کړی دی .

رحيمي خوښي څرګنده کړه ،چې دهېواد دولسونو استازي دامنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او د ترسره شويو کړنو او هڅو ستاينه يې کوي .

ننګرهار امنيه قوماندان وويل ، د هېواد د دښمنانو ناوړه کړنې اوس ولسونو ته ښکاره شوي ، چې په خبره يې د وسله والو مخالفينو د ناوړه کړنو پر وړاندې ولسونو پاڅونونه وکړل او د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ودريدل.

د بېلابېلو ولايتونو د ولايتي شورا ګانو څو تنو رئيسانو په خپل وار د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن (رحيمي) د کړنو د ستاينې تر څنګ د امنيتي ځواکونو د قربانيو يادونه وکړه ، چې په خبره يې ټول ولسونه پرې وياړي.

دولايتي شوراګانو رئيسانو د ولسونو په استازيتوب ډاډ څرګندکړ ، چې په هرډول شرايطو کې به دخپلو ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو او په ځانګړي ډول له پوليسو سره اوږه په اوږه له خلکو او خاورې دفاع وکړي.

په ننګرهار کې تېر کال شاوخوا ۶ سوه زره کسان د توبرکلوز په ناروغۍ اخته شوي،چې د نږدې ۵ زرو تنو درملنه یې شوې ده .

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وایي،د څېړنو له مخې تېر کال په ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۶ سوه زره کسان د توبرکلوز په ناروغۍ اخته شوي دي .

هغه زیاته کړه،له یادو کسانو څخه یې د څلور سوه پنځه سوو تنو مستقیمه او غېرې مستقیمه درملنه کړې،خو د پاتې یو نیم زر کسان لا هم بې درملنې پاتي دي .

کاموال وایي هغه کسان چې له دوو اونیو څخه زیات ټوخی او یا هم بلغم ولري،د نري رنځ او یا هم د توبرکلوز د ناروغۍ له علامو څخه ګڼل کیږي او له ټولو څخه یې غوښتنه وکړه،چې دوی ته د درملنې په موخه د یادو کسانو په ور پېژندلو کې مرسته وکړي .

نوموړی وایي د دې ولایت په ټولو خصوصي او حکومتي روغتیایي مرکزونو کې د توبرکلوز یا نري رنځ درملنه په وړیا ډول ترسره کیږي او هیڅوک حق نلري،چې د یادې ناروغۍ د درملنې پر مهال له ناروغ څخه پیسې واخلي .

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس یادې څرګندونې د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې د نمانځنې په غونډه کې چې (د نري رنځ د ختمولو لپاره سره یو شئ، او هیڅوک له پامه مه غورځوئ) تر شعار لاندې جوړه شوې وه، وکړې .

په دې مراسمو کې چې د الفلاح په پوهنتون کې نیول شوي و، په کې د عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال سربېره د الفلاح پوهنتون ریس ډاکټر سید معشوق سادات، د مرستندویه موسسو مسؤلینو او د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د بیلابیلو برخو استازو او سلګونه محصلینو ګډون کړی وو.

د تورخم ـ جلال اباد دويم لين سړک دوه برخې جوړې شوي او درېيمه برخه به يې په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړه شي.

د ټولګټو چارو رئيس ضابط خان منګل وايي د دغه سړک دچارو دګړنديتوب په موخه يې دهغو موانعو په لرې کولو لاس پورې کړی چې د دې سړک په اوږدو کې شتون لري.

منګل وويل: چې د جلال اباد ښار له عيدګاه جومات نه تر ثمرخېلو پورې د سړک دواړو لورو ته موانع شتون لري،چې په وينا يې وسايط يې له ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي ادارې په لارښوونه يې لومړی د ملي ا ردو د څلورمې پلې لوا مخې ته لګېدلي سيمټي ديوالونه لرې کړې ،چې وروسته به دهوايي ميدان مخ ته ايښودل شوې موانع هم لرې کړي.

ده وويل، چې دتورخم جلال اباد دويم لين سړک چارې دوه برخې بشپړې شوي او يوه برخه يې پاتې ده ،چې پاتې چارې به يې هم په څلورو مياشتو کې بشړې شي.

د ټولګټوچارو رئيس زياته کړه له عيدګاه جوماته تر هوايي ميدانه د دواړو سړکونو په منځ کې دګل دان جووړلو چارې هم پيلېږي چې د سړک روښانه کولو لپاره به برېښنايي پايه ګانې هم ولري.

څلرويشت داعشيان ووژل شول

د ننګرهار ولايت په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې په تيرو څلرويشت ساعتونو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۲۴ داعش وسله وال ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مزدکي سيمه کې د پوليسو ځانګړې قطعې عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې نهه داعش وسله وال وژل شوي او جسدونه يې په سيمه کې پاتې شويدي.

په ورته وخت کې د يادې ولسوالۍ په بټن او شډل سيمه کې د هوايي بريد په پایله کې اته داعشيان وژل شوي.

دغه راز د هسکې مېنې ګورګورۍ سيمه کې هم د هوايي بريد په ترڅ کې اووه داعش وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شويدي.

د عمليآتو او هوايي بريدونو پر مهال د داعش وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.

څلور سوه يو پنځوس کډوالو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.

د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو د يو شمېر ادارو پر مټ څلور سوه يو پنځوس راستنيدونکو کډوالو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه.

د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقيرزي وويل، چې دوه سوه يو څلوېښت کورنۍ ، چې په دې وروستيو کې پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوي د کوارډيډ ادارې له لوري هرې کورنۍ ته اووه ديرش زره نهه سوه شپيته افغانۍ ورکړل شوې.

نوموړي وويل، چې دوه سوه لس راستنيدونکو کډوالو کورنيو سره د يو-اين – اوچا ادارې له لوري هرې کورنۍ ته يو سلو شل ډالره ورکړل شول.

ده د مرستو د ويش پر مهال د سروې ټيمونو ته سپارښتنه وکړه ،چې راستنيدونکو کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پوره هڅې وکړي.

ده دغه راز وويل، چې د مرستو د ويش لړۍ جريان لري ټولو راستنيدونکو کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو سره به له سروې وروسته د مرستندويه ادارو له لوري لازمې مرستې ترسره شي.

په ننګرهار کې د پاکو اوبو د ساتلو او دناروغيو د مخنيوي په موخه د فُضله موادو دتصفيې دنويو لارو چارو پوهېدو په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پيل شو.

اوبه چې دژوند د بقا يواځنۍ وسيله ده ،په وروستيو کې يې د پاک ساتلو په اړه بېلابېلې اندېښنې پيداشوي.

دکور جوړونې او ښاري پراختيا وزارت ديوې جرمنۍ موسسې په تخنيکي همکارۍ د اوبو د پاک ساتلو او پاک چاپيريال رامنځ ته کولو په موخه يو پروګرام پيل کړی ،چې له مخې به يې اړونده ادارې په تطبيق مکلفې وي.

د ولايت سرپرست مرستيال محمدعالم اسحاقزي د دې پروګرام په اړه دپوهاوي پنځه ورځني سيمنار په پيليزو مراسموکې پروګرام ګټور وښود.

اسحاقزي زياته کړه، په وروستيو کې د پاکو اوبو پر وړاندې سپتيک څاګانو او دفُضله موادو لپاره دمناسبو ځايونو نشتون ډېرې اندېښنې پيداکړي.

د ولايت سرپرست مرستيال وويل:د دې پروګرام په تطبيق سره به نه يواځې اوبه او چاپيريال خوندي وساتل شي،بلکې ترڅنګ به يې له فضله موادو هم ګټه واخيستل شي.

د ننګرهار د ښاري پراختيا رئيس عبدالقهار حيدري وايي: د دې پروګرام په تطبيق کې دکانال،کرنې،ښارجوړونې،ولايت مقام،اوبو رسولو،ښاروالۍ او يو اين هبېتات ادارې مسؤلې دي،چې له امله يې د همدې ادرو استازي دې سيمنار ته ور بللي.

د ولايتي چارواکو په وينا اوس يې په ښار کې ځنيو سيمو ته پاکې اوبه د نلونو له لارې رسولي،چې دکال تر پايه به ډيری سيمې تر پوښښ لاندې راولي او له پاکو اوبو به برخمن شي.

د شين کيو کشن کان کراټې ملي لو بډلې ټاکنيزې سيالۍ د اوو ولايتونو او په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو د اتيا لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

د سيالۍ نندارې ته دکراټې عمومي فدراسيون مسئول محبوب سروري ، د ولسي جرګې غړي اميرخان يار د دې لوبې روزونکو د فدراسیونونو مسئولینو او په لسګونه ددې لوبې ورزشکارانو برخه لرله.

د دې سياليو دپيل په مراسموکې دشين کيوکشن کان کراټې فدراسیون رئيس محبوب سر وری وويل ، چې يادې سيالۍ په کال کې يوځل د کراټې د ملي لوبډلې د غوره لوبغاړو دګمارلو په موخه ترسره کيږي.

نوموړي وويل، چې په دې سياليوکې دهېواد داوو ولايتونو ورزشکارانو سربيره په پاکستان کی دميشتو افغان کډوالو يوې لوبډلې ګډون کړی و.

دولسي جرګې غړي اميرخان يار وويل، چې په نږدې ورځوکې به په ننګرهار کې دکرکټ نړيوال لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شي.

يار زياته کړه په ننګرهار کې به د ورزش دپرمختګ په موخه د يو سرپټي جمنازيم د جوړيدو چارې هم پيل شي.

د کراټې ملي لوبډلې لوبغاړی اباسين شينواری د دې سياليو ترسره کول په هيوادکې دکراټې لوبې د پرمختګ لپاره ګټور بولي او خوښي يې ښکاره کړه ،چې ياده سيالي د ننګرهار په کوربتوب او دجميعت اصلاح په مالي مرسته ترسره شوه.

د ننګرهار دکراټې فدراسیون مسئول خان محمد کاکړ دکراټې لوبې له ورزشکارانو سره د هرډول همکاريو ژمنې ترڅنګ دولايتی سياليو دترسره کولو خبر ورکړ.

ددی سياليوپه پای کې غوره لوبغاړوته کپونه مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

پنځه ویشت داعش وسله وال ووژل شول .

ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پيل شوو حمزه عملیاتو په لړ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او شپږ شکمن کسان ژوندي نیول شوي دي.

یاد عملیات چې د ملي اردو ځانګړو کمانډویي ځواکونو له لورې ترسره کیږي،د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي،چې اکثریت یې بهرنیان دي.

د وژل شوو داعشیانو څخه یې د یو شمیر جسدونه هم په سیمه کې پاتي دي او د داعش وسله والو یو میل دهشکه او دوه میله کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د دې عملیاتو پر مهال د ملي اردو کمانډویي ځواکونو ۶ تنه شکمن کسان هم نیولي،چې ترې څېړنې دوام لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *