یو امریکايي چارواکي په ډاګه کړه، چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سوریې د برید ارزولو ناسته کې، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په ماڼۍ برید هم پلان کړی و او په همدې تړاو یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې وې.
د امریکې د ملي امنیت سلاکار هربرټ ماکماسټر ویلي: ټرمپ په سوریې له برید وړاندې د امریکې د ملي امنیت شورا له غړو او څوو جنرالانو سره په کتنه کې، په درېیو مواردو بحث کړی و.
مهم بحث يې له واکه د اسد لیرې کول و چې ټرمپ د دغو طرحو له منځه یوه ټاکې وه؛ (اجازه راکړئ چې د راکېټ له توغولو یې پیل کړو).
یو بل امریکايي چارواکي بیا د سوریې په الشعیرات هوايي هډې برید ته په اشارې ویلي: د امریکې ادارې فوق العاده طرحې جوړې کړي؛ څو ددې برید په تړاو د بشارالاسد د غبرګون په صورت کې، هغه ټولې اجراء کړي.
یو بل جګپوړي امریکايي چارواکي بیا ویلي، چې ځینې نورو امریکايي چارواکو د سې شنبې له غرمې وروسته له ټرمپ سره کتلي او بېلا بېلې طرحې يې لکه د بندیزونو لګول، سیاسي فشارونه او توغندیز بریدونه وړاندې کړې وې.
د چارواکو په وینا، د بشارالاسد په ماڼۍ د برید طرحه ( د سر غوڅول ) له مهمو او جدي طرحو وه؛ خو ټرمپ په دې تړاو بېلا بېلې پوښتنې لرې او ویلي یې: غواړي په دې اړه ډېر فکرو کړي.
خو په پای کې بیا په سوریې د برید طرحه ټرمپ لاسلیک کړه او که چېرې روسیه بیا غبرګون وښایي؛ ښایې د اسد ماڼۍ وولي.
ښاغلی شینواری ته سلامونه ! ترټولو ړومبی خودې ته نغوته کووچې سرچینې نامالومې دی چې دا چارواکوچاته داخبرې کړي – دوهمه داچي ځینو استخباراتی چینلونو په ډاګه کړې چې شیمیایی برید دیوې اسراییلی الوتکې له خوا چې دسوریې دالوتکۍ په څیر رنګ شوې وه سرته رسیدلی نومسلمانان دې ځان پوه کړی چې دقرآن شریف دآیتونو مطابق دیهودو اونصاراوو دچل وټو ښکار نشی – ځکه شیعه هم مسلمانان دی او که کافروی هغه نو جلا خبرده