دا مقاله په ننګرهار پوهنتون کې د سولې پنځه ورځني ورکشاپ ته اورول شوې ده.
په ننګرهار پوهنتون کې د سولې د مرکز ایجاد او بیا په تدریجي ډول د سولې ورکشاپونه هغومره طبعي هم نه دي څومره چې د طبیعت نوم ورسره مناسبت پیدا کوي ځکه د ننګرهار له نامه سره مو تل د سولې او فرهنګ مختاړي او ورستاړي اورېدلې او لیکلي دي.
د مطبوعاتو د ترهګریز مزاج ور هاخوا سوله زموږ هغه سپیڅلې هیله ده، چې تل مو د سیاستولو ترمنځ د غېر سنجیدګی لامله په ریاستي تضاد اوښتې او پای د عنقا مرغه ترې جوړ دی. زموږ د نن خبره او موقف دانه دی، چې د هرې ورځ په څېر د ښکیلیو غاړو له خوا سوله پر قرآني ايتونو او مبارکو احادیثو او یا د سپورو نصيحتونو او احساساتي شعارونو په بڼه توجیه کېږي او د دولت میلیونونه ډالر دې د ورځې مصارف یوازې د دې لپاره وي چې سوله څنګه میکانیزم کړي؛ مګر د سولې د عمل پروسه دې په سلو کې صفر وي؛ بلکې موږ نن د سولې پر هغو ادرسونو خبرې کوو چې تر اوسه مو پر یوه سترګه ورته کتلي دي. موږ تل د ستونزو په درک کې د ستونزې د شالېد پرځای مخ لېد ته تم شوي یو، دا هغه ستونزه ده چې د همدې سولې څلوېښت کلنه غمېزه تمثیلوي او دا پر موږ داسې تمثلېږي چې د جګړې ماهیت هم ورته حېران پاتې دی، ښایي جان ګالټون د جګړې او سولې په تړاو هغه یو تعریف چې د نیمګړې سولې تر څنګ یې د بشپړې سولې په نامه ونوماوه،زموږ د انساني جغرافیې د قلمرو د غمېزې خبره به وه؛ ځکه د نړۍ پر مخ یويشتمې پېړۍ یوازې موږ د بشپړې بې سولې بشر په توګه بېلګه کولای شي.
او دا موږ یو چې نه یوازې د جګړې د بحران خلک یو؛ بلکې پر فکري، فرهنګي او ټولنیز چلن سربېره د معنوي ارښتونو، اخلاقو، عواطفو، عقاېدو او ارمانونو بحران هم پر سر اخیستي یو.
راځئ پر دې فکر وکړو چې د سولې دا نوي ادرسونه چېرته دي؟ چې د شعور په ګوته مو د رڼا، سوکالۍ او د یو ارام بشري ژوند مسیر ته ورسم کړي.
د سولې ذهنیت سازي
د سولې د ذهنیت جوړونې په سر کې باید دې ته اشاره وکړو چې که ذهنیتونه جوړ کړو او عمل نه وي؛ نو څه معنا؟ زه وایم لومړی دې پر عمل تاکيد وشي او بیا دې د سولې تیوري وښودل شي؛ خو څه ډول عمل؟
دا دې په وضاحت او یوه خوله وویل شي چې د جګړو د سنګرونو له وراني د انسان د معنوي ورانیو زیان ډېر دروند دی، زموږ د ټولنیز ژوند او نظام هره کړنه، هر قدم، هره خبره او چلن د سولې د زنځیر مهمه کړۍ ده، دا باید ومنو چې کاریګر، دوکاندار، پیرونکی او پلورنکی استاد، انجنیر او طبیب که د ګډ ژوند په اوږدو کې د دیانتداری او مسولیت په اساس سره ونه تړل شي، هیڅ ټولنیز اخلاق نه تامېنیږي، د ژوند سلیقه او طرز مو که شرفتمندانه نه وي، هیڅ ټولنیز ارزښت مو د عواطفو په ثبات کې لاس نه شي لرلای، ځکه په ژوند کې سلیقه او طرز هغه مهم څه دي چې د انسان د خېر، ښېګړې تصور ورسره غوټه دی، د خبرو او مکالمې د زغم او راواداری کلچر عامول د پرمختللې ټولنې سلیقه ده او دا هر څه د انساني طبعيت بنیادي غوښتنې او اړتیاوې هم دي، تر هغې چې په ټولنیز ژوند کې همدا ارزښتونه عملي نه کړو د سولې او سوکاله ژوند ارمان مو هسې خیال دی او موږ پوهېږو چې خیالونه د انسان د رواني عمل مسئله ده او یا خوبونو ته ورته څه دي.
بله ډېره مهمه خبره به د انسان پېژندنې وي، موږ انسان د قومونو، سیمو، عقېدو او حتی پر مذهبونو ویشلی دی تر هغې چې د قوم، ژبې او مذهب له تناظره انساني معیارونه نه وي راوتلي، تر هغې به مو انسانیت همداسې محدود او ناانډوله وي، په دې برخه کې د سوچه انسانیت لټون د سولې او سوکالۍ بهترینه هڅه ده:
د سولې ادبیات (په ځان کې سوله):
د سولې ادبیات دې څوک په شعر او هنر پورې محدود نه ګڼي، ادبیات په لویه مانا د انسان له کړنو نیولې د انسان د تمدني ارزښتونو او ټولنیزو چلندونو پورې ټول هغه څه دي چې د ژوند په اوږدو کې ورسره مخ دی. زموږ په څېر رنځوره ټولنه چې تر هر چا زیات سولې ته اړتیا لري یا په بله وینا ادبیات یې درمل دي، څه ډول وده او نکشاف ورکولای شو؟
دا همغه پوښتنه ده چې خوشال بابا درې سوه کاله پخوا ویلي او ځواب کړې ده:
هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه!
مګر قوم یې بابا څه پيژني ! دا عینا ادبیات دي، هغه ادبیات چې هر څوک د خپل اند او کار په انډول د خپلې ټولنې (انسانیت) لپاره پر ټول مسولیت ژمنوي، موږ اوس هم د انسانیت معراج د جګړو د لمبو په سیورو کې ګورو، موږ اوس هم د مینې او عاطفو په نامه نور بدیلونه خپل ارزښتونه ګڼو، موږ اوس هم د بل په تذلیل کې د ځان عزت وینو، موږ اوس هم د یو بې ارمانه موجود په توګه ژوند غنیمت ګڼو، موږ اوس هم د انسانیت او سړیتوب معیار د فکر، عقل، حوش ورهاخوا وچ احساسات، بې فکري او ذهني عیاشي خپل اصل نوموو. موږ اوس هم د مسلکونو او عقاید په جګړو کې سوځېدلي خلک یو، دا او دې ته ورته سل او زر نور عوامل چې موږ یې لرو، یواځنی حل یې دا دی چې هر څوک د بابا دا نیم بیتۍ د عمل لاره وګرځوي، هر څوک یې تر خپلو اوږو د بل او ځان لپاره د رڼا او سوچ او فکر مرام وګڼي.
بیمارې او رنځورې ټولنې په مجللو ودانیو نه دي رغېدلې، لومړی یې ښونځي اباد کړي، علم رڼا او پوهه یې د ژوند اولین ترجیحات ورته پامېدلي، کتابتونونه، ښوونځي او قلم یې د ژوند تر ټولو بهترین زیور ګڼلي او بیا له ښه او سوکاله ژونده برخمن شوي دي.
په ځان کې سوله همغه سوله ده چې د ذهنیت سازۍ په برخه کې مو هم ورته اشارې وکړې. چې د ودې لار یې ټولنیز ادبیات دي او ادبیات یې همدا څه دي چې هر سړی د ژوند په اوږدو کې ځان بل وګڼي او بل خپل ځان او د ګډ احساس له مخې ژوند ته د عمل جامه ورواغوندي!!
د سولې هنرونه (د جکړې ضد سامان)
د جنګړو په لمبو کې د سولې د شپیلۍ وهنې عمل حربه نه ده، دا د انسان سرشت دی، زه په بار بار وایم چې له بدیلونو پرته هر مبارزه چې هر څومره مهذبه بڼه درته تمثيلوي تر شا یې د بلا په څېر غم زېږوونکې څه ولاړ دي، موږ د جګړې، تاوتریخوالي او ګډوډیو پر خلاف د نظم او ډسپلین خبره کوو؛ مګر بې له خبرو څه لرو، د سولې ضد سامان ټوپکونه، بارود او نور تخریبوونکي بمونه یادولای شو؛ مګر د جګړې ضد سامان څه ونوموو؟ زموږ د رومانس سامان تیاتر، او د مهذبې موسیقۍ د آلاتو ترڅنګ سینما او انځورګري خو هغه څه دي، چې زموږ د ښکلیو هنرونو او د جګړې ضد سامان په نومونه کې یې باید هیڅ باک محسوس نه کړو دا به څه ناتقدس وي که څوک په شرنګېدلي ترنم او خوږې شپېلۍ کې دې انساني درد ته انعکاس ورکړي.
د لښکرنو ملک ته وایه
په مړو موړ شوې که لا نور کوې جنګونه
او دا ځکه د غور وړ دي چې د سولې او ښکلیو هنرونو هدف سره مشترک دی، د سولې په تعریف کې لولو چې د انسان زړه، ذهن ته اطمنان او سوکالي ورکول د سولې هدف دی، عینا همدا هدف د سولې په هنرونو کې شته که په همدې پورته نیت د سولې هنرونه د جګړې ضد سامان ونوموو آیا دا به د انسانیت په حق کې خبره کول نه وي؟ او موږ به د یو سوکاله او ارام ژوند خاوندان نه شو؟
پایله (څه وکړ؟)
د سولې کلمه که د سلامتیا او ارامۍ په مانا او امن د امانت په مفهوم وي؛ نو د خدای هغه امانت چې د اشرف المخلوقاتو له درانه امتیاز سره یې راکړی، ولې مو خیانت کړ او د ژوند د خطرونو پر جهنم ولې ولاړ یو؟
دا هغه سوال دی چې د یوشتمې پېړۍ افغان انسان ته په شدت سره ولاړ دی او د خپل سر ټیټي ځواب له شرمه سوال هم خجالت دی، دا سوال هغه وخت په ویاړ ځوابولای شو چې د خپل ټولنیز ژوند پورته د ټولو ستونزو پر وړاندې د هوډ او هڅې د فکري او معنوي انقلاب بيراغونه راوخلو، د جنګړو او د وژلو انقلابونو وسایل مو ډېر وکارول، نور نو دې تجربې ته اړتیا نشته.
راځئ! د فکر، هنر ښوونې او روزنې په وسایلو د قلم، کتاب او د معنوي هڅو د ژمنتیا پر بنسټ دا فکري انقلاب راولو:
ياهو