د شل میلیونه افغانیو په مالي لګښت د پوهاند صدیق الله رښتین د منځني ښوونځني د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه .

ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د پوهاند صدیق الله رښتین منخني ښوونځي کې د پوهنې وزارت په نولس عشاریه درې میلیونه افغانیو د هلکانو او د یو این هبیتات ادارې په نږدې نهه سوه زره افغانیو مالي لګښت د نجونو لپاره د تدریسي ودانیو د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې .

په دې مراسمو کې ننګرهار والي،ولایتي شورا غړو،د پوهنې او یو شمیر ادارو مسؤلینو،جلال اباد ښاروال،د امنیت امر،د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې مخورو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د لومړۍ ناحیې د مخورو په غوښتنه یې د پوهنې ادارې په هلو ځلو د پوهاند صدیق الله رښتین منځني ښوونځي کې د دوو ودانیو د جوړولو چارې پیل کړې .

نوموړي زیاته کړه،د یاد ښوونځي د هلکانو زده کوونکو لپاره یې د پوهنې وزارت د پرامختیایي بودیجې په نولس عشاریه درې میلیونه افغانیو مالي لګښت په دوه پوړونو کې د یوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل کړې .

هغه وایي یاده ودانۍ به شپاړس خونې،شپږ تشنابونه،د پاکو اوبو څاه او نورې ضروري ملحقات ولري،چې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي .

ښاغلي منګل وویل، په یاد منځني ښوونځي کې د نجونو لپاره هم د یو این هبیتات او لومړۍ ناحیې د ولسي شورا په نږدې نهه سوه زره افغانیو مالي لګښت د ځآنګړې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې .

نوموړی وایي یاده ودانۍ به لس خونې ولري،چې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي او دواړه ودانۍ به شاوخوا درې جریبه ځمکه کې جوړې شي.

ننګرهار والي د پوهنې رئیس ته دنده ورکړه،تر څو لیسې ته د ارتقا او د ځمکې انتقال په موخه پخپل برخه کې ګړندي ګامونه واخلي .

هغه د یادو ودانیو د جوړونکو شرکتونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې چارې په شفاف او معیاري ډول ترسره کړي او همدا راز یې د ولایتي شورا غړو او د سیمې مخورو څخه هم غوښتنه وکړه،ترڅو له چارو څخه یې څارنه ترسره کړي.

د پوهنې رئیس الله داد اسماعیلزي د سلاکار وزیر او ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د ځمکې د انتقال او یادو ودانیو د چارو د پیل کېدو په برخه کې ورسره ځانګړې همکاري ترسره کړې ده .

هغه د یو این هبیتات او د لومړۍ ناحیې د شورا مخورو څخه مننه وکړه،چې خپلې پیسې د علم په فابریکه کې پانګه کړې او ډاډ یې ورکړ،چې د ودانیو د جوړولو له چارو څخه به په ښه توګه څارنه ترسره کړي .

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري خوښي وښوده،چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د پوهاند صدیق الله رښتین په منځني ښوونځي کې په یو مهال د دوو ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې .

هغه د ننګرهار والي،پوهنې ادارې، یو این هبتیات،جلال اباد ښاروالۍ، سوداګرو او لومړۍ ناحیې د شورا څخه مننه وکړه،چې د ښوونځي د ودانیو په جوړولو کې هلي ځلي او مرسته ترسره کړې .

د ولایتي شورا منشي د ولایتي ادارې په کچه په مرکز کې په ترسره کېدونکو قراردادونو نیوکه وکړه او د شفافیت او د ګړندیتوب په موخه یې وړاندیز وکړ،چې یاده چارې دې په ولایتي کچه ترسره شي .

د لومړۍ ناحیې د شورا په استازۍ محمد انور سلطاني د ننګرهار والي او نورو اړونده ادارو څخه مننه وکړه،چې د دوی په غوښتنه یې د صدیق الله رښتین منځني ښوونځي د ودانیو د جوړولو چارې پیل کړې .

هغه لیسې ته د صدیق الله رښتین منځني ښوونځي د ارتقا، د ځمکې د انتقال، څېرمه هټیو د تړلو، کارونو د ښه والې او ولایت مقام له لورې د چارو څخه د څآرنې وړاندیزونه وکړل،چې د ننګرهار والي له لورې پخپله برخه کې ډاډ ورکړل شو.

د مثبت ټولنې له لورې د کانکور د بنسټیزې لارښوونې کتابونه د جلال اباد ښار د بي بي عایشې او استقلال لیسو د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته ورکړل شول .

د مثبت بدلون ټولنې له لورې د کانکور د بنسټیزې لارښوونې کتابونه د جلال اباد ښار د بي بي عایشې او استقلال لیسو د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته ورکړل شول .

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،چې د پوهنې او پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارو مسؤلینو،د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري او غړي اسرارالله مراد او یو شمیر نور یې ملتیا کوله، د مثبت بدلون ټولنې له لورې د کانکور د بنسټیزې لارښوونې کتابونه لومړی د جلال اباد ښار د نجونو بي بي عایشې او وروسته د استقلال لیسې د دولسم ټولګیو پر زده کوونکو وویشل .

د مثبت بدلون ټولنې بنسټګر عبدالبصیر سباون وویل،د ننګرهار والي،د پوهنتون استادانو او یو شمیر نورو په مرسته یې د کانکور ازموینې د چمتوالې په موه د کانکور د بنسټیزې لارښوونې پنځه زره ټوکه کتابونه چاپ کړي،چې د دې ولایت په بېلابېلو ښوونځیو کې به د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته په وړیا ډول د کانکور ازموینې د ښه چمتوالې په موخه ورکړل شي .

نوموړي زیاته کړه،له یادو کتابونو څخه به د درې کلونو په موخه د دولسم ټولګيو زده کوونکي ګټه واخلي او د لیسو له مدیرانو یې غوښتنه وکړه،چې د کانکور ازموینې د چمتوالې وروسته یاد کتابونه د زده کوونکو څخه را ټول او نورو زده کوونکو ته یې وسپاري.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې کتابونو د ویش پر مهال د زده کوونکو څخه وغوښتل چې د زده کړو ترڅنګ تربیې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي .

هغه د مبثت بدلون ټولنې د بنسټګر عبدالبصیر سباون د هلو ځلو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده،چې د یادو کتابونو د لوستلو له امله به سږ کال د ننګرهار څخه د کانکور په ازموینه کې د دولسم ټولګیو زیات فارغین په ښو نمرو بېلابېلو پوهنخیو ته بریالي شي .

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري او غړي اسرارالله مراد هم د مثبت بدلون ټولنې د یادې کړنې څخه ستاینه وکړه او د استادانو څخه یې وغوښتل چې د دولسم ټولګیو زده کوونکو ته د کانکور د چمتوالې په موخه ځآنګړی کتاب هم تدریس کړي .

د یادو کتابونو د ویش پر مهال مسؤلینو د بي بي عایشې لیسې د ښځینه زده کوونکو او مسؤلینو ترڅنګ د استقلال لیسې د مدیر او زده کوونکو ستونزې هم د حل په موخه واوریدې او د بېلابېلو څانګو څخه یې لیدنې ترسره کړې .

يوشمېر ديني عالمانو له سلاکار وزير او ننګرهار والي نه د درېو تنو ديني عالمانو د راخوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ديني عالمانو چې ددې ولايت د حج او وقافو رئيس په مشرۍ ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې کتل د درېو هغو تنو عالمانو د راخوشې کېدو غوښتوونکي و،چې د حکومت له لوري نيول شوي.

د حج او وقافو رئيس مولوی عبدالظاهر حقاني،مولوي عبدالعزيز خيرخوا او يوشمېر نورو ديني عالمانو وويل:د نارنج باغ په ديني مدرسه کې سلګونه کسان په ديني زده کړو بوخت دي،چې د يادې مدرسې دوه تنه مشران سردارولي او احمدشاه دوه ورځې وړاندې د حکومت له لوري نيول شوي دي.

عالمان وايي،(( مونږ ددغو ديني عالمانو پوره ضمانت کوو او له حکومته غوښتنه کوو چې ژر دې راخوشې کړي))

سلاکار وزير او ننګرهار محمد ګلاب منګل وويل:که نيول شويو ديني عالمانو جرم ثبوت نه شي،په راخوشې کېدو به يې پوره همکاري وکړي.

د پوليسو ۱۷ تنه منسوبين د مخابرې او کمپيوټر د څلور مياشتنيو مسلکي زده کړو څخه فارغ شول.

د کورنيو چارو وزارت د مخابرې او کمپيوټر رياست له پلان سره سم او د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د مشرتابه په لارښونه د پوليسو مسلکي زده کړو دکچې لوړولو په موخه د ننګرهار ، لغمان او کنړ ولايتونو دامنيې قوماندانيو ، دعامه نظم او سرحدي پوليسو د مخابرې او کمپيوټر د مسلکي زده کړو ديولسمې دورې څخه اولس تنه منسوبين فارغ اوتصديق پاڼې پرې ووېشل شوې.

په دغه مراسمو کې ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مل پاسوال عبدالجميل تتمدري دخبرو پر مهال د مخابرې او کمپيوټر مديريت د منسوبينو او استادانو مننه وکړه ،چې دپوليسو د ظرفيت لوړولو او مسلکي زده کړو په برخه کې يې دپام وړ هلې ځلې کړي.

نوموړي له کورس څخه فارغو منسوبينو ته لارښوونه وکړه ،چې داستادانو له تجربو مثبته ګټه پورته کړي ، پدې زده کړو بسنه ونکړي.

دامنيې قوماندانۍ دمخابرې او کمپيوتر مديرسمونوال غلام جان نيازي وويل تر دې وړاندې هم په لسو دورو کې ګڼ شمېر د پوليسو منسوبين فارغ شوي او ډاډ يې څرګند کړ، چې د مخابرې او کمپيوټر په برخه کې به پوليسو ته دوامداره مسلکي روزنه ورکړي .

په ننګرهار کې له دوو ديني مدرسوڅخه د لويو او وړو دورو په شمول د قران کريم دحفظ او ناظرې زده کړو په برخه کې يو سل اوشل تنه فارغ اودفضيلت پګړۍ ور پر سر شوې.

ه کور دننه د لوي او وړې دورې طالبانو ته د زده کړو زمينې برابرول د ډېرو هغو ارمان و،چې د دېزده کړو لپاره به نورو هېوادونو ته مسافرکېدل.

اوس د ډېری هغو مدرسو چې دا زده کړې پکې ترسره کېږي يوه يې په جلال اباد ښار کې دام العلوم دارالعلوم دي ،چې هر کال په لسګونو دلويې او وړې دورې فاغان ور کوي.

د دغه دارالعلوم مشر قاري محمدسرور خادم وايي:له تېرو اوو کالو راهيسې يې نږدې اته سوه طالبان د لويې او وړې دورو په برخو کې په علمي ګاڼه سمبال کړي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړي.

دی وايي:اوس يې په لوپه دوره کې څلوېښت تنه او وړه دوره کې يو څلوېښت تنه روزلي ،چې د جيدو ديني عالمانو له لوري دفضيلت پګړۍ ور پرسر شوې.

په همدې حال کې د وړې دورې يو فاغ طالب العلم وايي:خوښ دی چې اوس ورته په کور دننه د لوی دورې تر کچې د زده کړو زمينه برابره ده .

دی ديني مدرسو په پراختيا ټينګار کوي او له حکومته غواړي چې دوی ته دهمدې زده کړو لپاره مناسب چاپيريال جوړ کړي.

بل پلو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې په سلام دارالعلوم کې اته څلوېښت تنو ته چې دقران کريم حفظ او ناظرې زده کړې يې بشپړې کړې وې د فضيلت پګړۍ پر سر شوې.

د سلام دارالعلوم مشر مولوي حميدالله صديقي وايي:ديارلس تنه يې دحفظ او پنځه دير شتنه يې دقران کريم دناظرې زده کړو په برخو کې په لومړۍ دوره کې فارغ کړل،چې دفضيلت پګړۍ ور پرسر شوې.

صديقي وايي:اوس يې په مدرسه کې د نږدې دوه سوه نجونو سر بېره په سلګونو زده کوونکي په زده کړو بوخت دي ،چې په نږدې وخت کې به دحفظ او ناظرې برخه کې ښځينه فارغانې هم وړاندې کړي.

په ختيځ کې د علماو شورا مشر او دسلام دارالعلوبنسټګر مولوي حميدالله صديقي له حکومته وغوښتل چې دمدرسې په تمويل کې ورسره همکاري وکړي.

په دغو مراسمو کې جيدو ديني عالمانو قاري اسرارالله هميم او مولوي شريف الله رحماني دمدرسو ارزښت او هغه ننګونې چې اوس ورسره علما لاس او ګرېوان دي روښانه کړې.

د201 سيلاب قول اردو د قرارګاه اوجزو تامونو ۷۰ تنو موټر چلوونکو د مسلکي زده کړو د فراغت سندونه د يولړ مراسمو په ترڅ کې ترلاسه کړل.

له 201 سيلاب قول اردو څخه په راستول شوي خبر کې ويل شوي ،چې په دغه مراسمو کې د قول اردو درستيزوال بريدجنرال نورالله قادري، دقول اردو د ښوونې اوروزنې کنډک قوماندان دقول اردو د نقليه چارو آمر، د ننګرهار ولايت د ترافيکومديريت د لايسنس آمر او د ياد مديريت د ښووني اوروزنې آمر ګډون کړی و.

په دغه مراسمو کې د۲۰۱ سيلاب قول اردو د ښوونې اوروزنې مدير د موټر چلولو د زده کړې دکورس په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل ويې ويل د ۳ مياشتو په موده کې دياد کورس ګډون والو ته دقول اردو او ننګرهار ولايت ترافيکو مديريت داړوند برخې استادانو له لوري د موټر چلولو نظري اوعملي مسلکي زده کړې ورکړل شوې .

په دغه مراسمو کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو درستيزوال بريدجنرال نورالله قادري دموټر چلولو په برخه کې په ترسره شوي درې مياشتيني کورس فارغانو ته لارښونه وکړه څو دموټر چلولو پرمهال له دقت څخه کار واخلي او ترافيکي اصولو ته پوره پأملرنه وکړي .

دغه راز يې د ننګرهارولايت ترافيکو مديريت ، د قول اردو د ښوونې اوروزنې له رهبرۍ او استادانو مننه وکړه ،چې دياد کورس په جوړولو کې يې هلې ځلې ترسره کړې اوله مسؤلينو يې غوښتنه وکړه ، چې دورته کورسونو په جوړولوکې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

دکورس په پای کې دکورس يوشمير استادانو ته ستاينليکونه اود کورس فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

په ننګرهار کې يو شمير ښوونکو او د شينوارو قومي مشرانو د ولايت سرپرست مرستيال سرڅيړونکي ډاکتر محمد علم اسحاق زي سره د يو لړ ستونزو حل په موخه جلا- جلا ناستې وکړې .

د ښوونکو اتحاديې غړو د ولايت سرپرست مرستيال او مستوفي سرڅيړونکي ډاکتر محمدعالم اسحاق زي سره په دې موخه ناسته وکړه ، څو د يادې اتحاديې پر وړاندې د پرتو ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي .

د يادې اتحاديې مسولينو ډاډ څرګند کړ ، چې ټولنه يې يواځې د ښوونې او روزنې د بهبود لپاره کارکوي او دهيواد بچيانو ته د سالم ښوونيز چاپيريال د رامنځته کيدو په برخه کې هلې ځلې کوي .

د ولايت سرپرست مرستيال د ښوونکي د مقدس مقام ستاينه وکړه ، چې په خبره يې همدا ښوونکي دي ،چې علمي ، سياسي او ټولنيز کدرونه روزي .

د اسحاق زي په خبره ښوونکي هِغه څوک دي ، چې ځان د شمعې په څيرويلي کوي ، ټولنې ته رڼا ورکوي او له بدمرغيو يې ژغوري .

نوموړي له ښوونکو غوښتنه وکړه ، چې د ښوونې او روزنې د کيفيت لوړولو په برخه کې خپلې هڅې د تير په څير لازياتې کړي .

بل لورته د شينوارو څو تنو قومي مشرانو په يوه جلا ناسته کې د ولايت سرپرست مرستيال سرڅيړونکي ډاکتر محمدعلم اسحاق زي سره د يو لړ ستونزو د شريکولو په موخه ناسته وکړه .

ورغلو قومي مشرانو وويل :د باريکاب په سيمه کې د يو شمير کسانو له لوري زرګونه جريبه دولتي ځمکه په يو او بل نوم غصبيږي او حال داچې د شينوارو ولسي خلک د کور لپاره يوه نمره ځمکه هم نه لري .

دوئ په ياده برخه کې د ولايت سرپرست مرستيال نه د همکارۍ غوښتنه وکړه .

د ولايت سرپرست مرستيال او مستوفي سرڅيړونکي ډاکتر محمدعلم اسحاق زي د شينوارو قوم د ميړانې ستياينه وکړه ، چې په وينا يې د تاريخ په اوږدو کې د شينوارو ولسونو په ميړانه او يوالي سره خپل سرحدات ساتلي او په سيمه کې يې پرديو ته د فعاليت اجازه نه ده ورکړې .

اسحاق زي زياته کړه دولتي ځمکه د ملت شتمني ده او په ساتلو کې يې ولسي خلک ترهرچا ډيرمسوليت لري او دولت به په غيري قانوني توګه ددولتي ځمکو غصبولو ته څوک پرېږ نه دي .

د ولايت سرپرست مرستيال ورغلو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ ، چې له حقوقو څخه به ېې د قانون چوکاټ کې ملاتړ وکړي .

انځور ارشیف

د سلاکار وزير او ننګرهار والي په لارښونه د اضطرار کميټې په ولايت مقام کې بيړنۍ ناسته وکړه .

د ننګرهار سکتوري خدمتونو رئيس احمدشاه سادات وويل : د اضطرار کميټې له بيړنۍ ناستې نه يې موخه د دې ولايت د اچين ولسوالۍ دداخلي بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته کول دي .

د سادات په وينا په اچين ولسوالۍ کې د مخالفو وسلوالو د ځپلو په موخه د امنيتي ځواکونو عمليات روان دي او ګڼ شمير کورنيو د جګړې له امله خپل کورونه پريښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي ، چې بيړنۍ مرستو ته اړتيا لري .

نوموړي د مرسته کوونکو ادارو استازو ته لارښوونه وکړه ، چې په ياده سيمه کې سروې ترسره کړي څو مستحقو کورنيو ته په وخت مرسته ورسيږي .

سادات داهم وويل په پام کې لري په راتلوونکي کې د هرې ولسوالۍ په کچه د اضطرار کميټې جوړې کړي ، څو د اړتيا پرمهال د زيانمنو شوو خلکو سروې ترسره کړي او مرستې ورته پخپل وخت ورکړل شي .

روان کال به د وسله والو مخالفينو لپاره سخت کال وي او سرحدي ځواکونه به په ټول قوت د دوي د ځپلو لپاره په تعرضي حالت کې قرار ولري.

دغه څرګندونې په ختيځو ولايتونو کې دسرحدي پوليسو قوماندان محمد ايوب حسين خېل د سرحدي قطعاتو دجګړه ييز چمتو والي څخه د ليدنې پر مهال وکړې .

په ختيځو و لايتونو کې د سرحدي پوليسو قوماندان محمد ايوب حسين خېل د سرحدي پوليسو له قطعاتو څخه د ليدنې پرمهال په سرحدي پوليسو غږ وکړ چې نور بايدله دفاعي حالت څخه ووځې او پرځاي يې تعرضي حالت غوره کړي.

ده زياته کړه چې سږکال به وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې تر ټولو خونړي کال وي.

د سرحدي پوليسو قوماندان په سرحدي سيمو کې د خپلو سرتيرو وسايل او تجهيزات د ډاډ وړ وبلل او د صفري نقطو د مهماتو او لوژستيک په برخه کې يې ډاډ څرګند کړ.

ده وويل سرحدي سرتيري سقيله وسلې او د پخوا په پرتله ښه مسلکيتوب نه برخمن دي ،چي راتلونکي کې به د سرتيرو د تلفاتو کچه کمه او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې به يې غبرګون جدي وي.

حسين خېل په خوګياڼو ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو يو شمېر منصوبين او سرتيري چې په خپله دنده کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وه په ستاينليکونو ووياړل او دوي ته يې سپارښتنه وکړه چې ولسونو سره نيکې اړيکې وساتي.

نوموړي دغه راز سرتيرو ته د هغوي د ستونزو د حل ډاډ ورکړ .

بل لور ته نوموړي په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ولسوال حاجي زلمي او امنيې قوماندان سربيره د سيمه ييزو پوليسو او نور امنيتي ارګانونو مسولينو سره په ګډه ناسته کې هغوي ته ډاډ ورکړ چې په ټولو سرحدي ولسواليو کې يې سرحدي پوليس نورو امنيتي ارګانونو سره ګډې همغږۍ ته ځير کړي چې په وينا يې سرحدي مسولينو ته يې په يادو ولسواليو کې لارښوونه دا ده چې د محلي پوليسو پر پوستو د جګړي پر مهال د هغوي حمايه او د اړتيا پر مهال ورسره د سقيله وسلو او مهماتو مرسته هم تر سره کړي.

د خوګياڼو امنيې قوماندان سمونيار سيد سبحان په خوګياڼو ولسوالۍ کې د برياليتوب راز په همغږۍ کې وباله او د شته امنيتي ستونزو د حل په برخه کې يې د ګډو ځواکونو د عملياتو غوښتنه وکړه.

د ډاکټر اشرف طبي علومو انستيتوت او د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو امريت ترمنځ بې وزله ځوانانو ته په وړيا او يو شمېر نور ته د څلوېښت سلنه په تخفيف سره دنيمه لوړو زده کړو د زمينې برابرولو هوکړه ليک لاسليک شو.

دياد هوکړه ليک د لاسليک پرمهال دياد انيستيوت مشر عبدالغفور طاهرزي او د انستيتوت علمي مرستيال په خپلو خبرو کې وويل: د ديارلس سوه پنځه نوي کال په اوږدو کې ياد انيستيوت په فعاليت پيل کړي ، چې دا مهال پکې دپنځه اتيا انجونو په ګډون درې سوه شپږ اويا تنه په بېلابېلو څانګو کې په زده کړو بوخت دي .

دوي د ځوانانو چارو له امريته غوښتنه وکړه ، چې په ريښتينې توګه اړمن له دولسمو ټولګيو فارغ ځوانان ورته د روان کال د ثور مياشتې تر دولسمې نېټې پورې ور وپېژني څو په قانوني ډول ترې ازموينه واخستل شي.

دننګرهار اطلاعاتو کلتور رياست اړوند دځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل : د ډاکټر اشرف طبي علوموانستيتوت سره د شوي هوکړه ليک له مخې به هغه ځوانان ، چې له دولسم ټولګيو په لومړۍ درجه فارغ شوي وي په وړيا او يو شمېر نور به په څلوېښت سلنه تخفيف جذب کړي.

دغه راز د ولايت استازي اکبر شېرد ځوانانو چارو امر ترسره کړې هڅې وستايلې اوپه ياد انستيتوت کې يې په مسلکي چلند ټېنګار وکړ.

په موټر بم چاودنه کې یواځې ځانمرګی برید ګر ووژل شوو.

ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ۲۵ ویالې سیمې مارکو بازار ته څېرمه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ځآنمرګي بریدګر له لورې موټر بم چاودنه شوې،چې په پېښه کې یواځې ځآنمرګی بریدګر وژل شوی دی .

یاد ځآنمرګي بریدګر چې په الټو ډوله موټر کې یې چاودیدونکې توکې ځآی پر ځآی کړي و،غوښتل یې په یاده سیمه د کوکنارو د لمنځه وړلو د کمپاین کوونکو په قرار ګاه،چې ټولو مسؤلینو په کې شتون درلود،برید ترسره کړي.

بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې په ځآن پورې تړلو او موټر کې ځآی پر ځای شوو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې،چې له امله یې یواځې بریدګر وژل شوی او څېرمه یو بل کرولا ډوله موټر چې په کې نشه یې توکې کېښودل شوي،زیانمن شوی دی.

تېره ورځ امنیتي مسؤلینو په ۲۵ ویالې سیمه کې په یو کور کې ورته الټو ډوله موټر چې په کې چاودیدونکې توکې د موټر بم چاودنې په موخه ځای پر ځای شوي و،هم کشف او خنثی کړ.

د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې په سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.

دکوکنارو د له منځه وړلو ياد کمپاين د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت د پلان او د سلاکار وزير او ننګرهار والي په لارښونه پيل شوي ، چې د يکشنبې په ورځ د روداتو ولسوالۍ په بانډې ، کمره او کډۍ سيمو کې په سلګونه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.

ياد کمپاين ، چې د غني خېلو ولسوال عبدلوهاب مومند په مشرۍ ترسره شو د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار، د ملي اردو دويم کنډک او غني خېلو ولسوالۍ امنيې قوماندانانو يې ملتيا کوله.

مسوولين وايي: د کوکنارو د لمنځه وړلو دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي ،څو په شينوارو زون کې ټارګيټ شوي کوکنار لمنځه نه وي وړل شوي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ادارې مسوولينو نن ديوه کنفرانس پر مهال وويل: تر دا مهاله د ننګرهار په يوولس ولسواليو کې په۱۵۰۰ جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه وړل شوي.

پوليسو په ننګرهار د يوې خونړۍ پېښې مخنيوي وکړ.

ګډو امنيتي ځواکونو د غني خېلو ولسوالۍ په پنځه ويشتمې ويالې سيمه کې يو عراده الټو موټر ، چې په زياته اندازه چاوديدونکي توکي پکې ځاي پر ځاي شوي و کشف او چاويدونکو توکو ته يې په سرخ ديوال سيمه کې د پوليسو د انجينرۍ ټيم له لوري پرته له زيان اړونې چاودنه ورکړل شوه.

د هېواد او سولې دښمنانو غوښتل ،چې دغه چاوديدونکي توکي جلا ل اباد ښار او يا هم کابل ته د تخريبي کړنو په موخه وليږدي ،چې د بيداره امنيتي ځواکونو له لوري يې مخه ونيول شوه.

ياد چاوديدونکي توکي په څلور پلاستيکي بوشکو او دولس ديګ بخارونو کې ځاي پر ځاي شوي وو .

د سولې بهیر سره یو ځای شوو دوو تنو سره نغدي مرسته وشوه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لورې د سولې بهیر سره یو ځای شوو دوو تنو،چې د مخالفت پر مهال یو یې د داعش او بل یې د وسله والو طالبانو سرګروپان ،چې په وروستیو کې د سولې بهیر سره یو ځای شوي،نغدي مرسته وشوه.

سولې بهير سره يوځای شوي دوه تنه ملا ورک او قاري فرید حنيفي چې وسله وال مخالفت نه يې د لاس اخېستنې وروسته پهّ جلال اباد ښار کې استوګنه غوره کړې وه نن ورسره ،يو اندازه نغدي مرسته ترسره او ژمنه وشوه،چې په راتلوونکي کې به ورسره لازمې مرستې هم ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *