تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال وايي، د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره د سولې د پروسې لپاره له روسیې او نورو هیوادونو مرسته غواړي خو که دوی د یوه یاغي لوبغاړي پر خلاف د بل یاغي ملاتړ کوي، دا به لویه تېروتنه وي.
د حکمت خلیل کرزي اشاره د روسیې له لوري د داعش یا اسلامي دولت پر ضد د طالبانو ملاتړ ته وه.
روسیه وايي چې د طالبانو ملاتړ نه کوي خو هڅه کوي چې دا ډله په افغانستان کې ملي پخلاینې ته وهڅوي.
ښاغلي کرزي همداراز وویل چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې افغان استازی ګډون وکړي.
ده یو وار بیا ټینګار وکړ چې د سولې هر راز هڅه باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي او د مسکو په غونډه کې به هم بر دې مسلې تاکید وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان، روسیې، پاکستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو په ګډون د مسکو غونډه د اپریل په ۱۴ مه جوړه شي. امریکا ویلي چې په دې غونډه کې برخه نه اخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل، د یوه غیردولتي لوبغاړي پر ضد د بل غیردولتي لوبغاړي د ملاتړ فلسفه تېروتنه ده او افغانستان به یې هیڅکله ونه مني.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي و چې طالبان منځنۍ اسیا ته د داعش یا اسلامي دولت ډلې مخه نیسي.