تاند- لږترلږه ۴ ماشومان په کندوز کې د هاوان د یوې ګولۍ په چاودنه کې ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویندوی محفوظ اکبري نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، یو شمېر ماشومانو پرون /دوشنبه/ د هاوان له یوې ناچاودلې ګولۍ سره لوبې کولې، چې ناببره وچاودله او څلور تنه یې ووژل.

اکبري وویل چې په دې پېښه کې شپږ نور ماشومان ژوبل شوي او په ولایتي روغتون کې بستري شوي دي.

په افغانستان کې د څلور لسیزو له جګړو بې شمېره ناچاودلې ګولۍ او ماینونه پاتې دي چې د چاودنو په اثر یې هره میاشت شاوخوا ۱۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوړي.

په ځلونو له ناچاودلو سروکو (سرګلولو) سره د لوبې په مهال ماشومانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.

د کورنیو بې پروايي او د خپلو ماشومانو نه څارنه د ماشومانو د مرګ ژوبلو شمېر زیات کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *