نن بيا د يکشنبي ورځ او د اپريل نهمه نيټه ده، لندن ميشتو فرهنگيانو، ليکوالانو او شاعرانو پتیلې غونډه وکړي ـ او خپلې کيسې او شعرونه واوروي ـ د تل په څير دغونډي دمخه چې لا غونډه پيل شوي نه وه، يارانو خپلي انديښنې بادولې او د هيواد په ناوړه حالت يې خبري کولې:
يوه ناست ملگري چې لږ له مخه راغلي وو اوزړه يې هم له وروستيو پيښو شين وو دپرون ورځي دکاپى شاپ کيسه کوله : هغه وويل :
ابله ورځ له دوه تنو ملگرو سره په يوه کافۍ کې ناست وم همدا يې سر ټکاوه ـ ويل يې په دې وطن کې اخير څه تيريږي ؟
ما وي لږه يې سړه خوره شوله ډيره توده ده چې خوله دي ونه سوځي ـ ته بايد په دې وپوهيږي چې دا وطن په زړو متونو کې دپخوانيو اميرانو ،پادشاهانو او سر دمدارانو او مردارانو له خوا ((مملکت خداداد افغانستان)) ياد شوې دى ـ خداداد ـ يعني چې خداى راکړي دي ـ اوهاغه دغني شعر دې نه دى اوريدلي چې خداى ته وايي :
زه خو نه وايم چې نشته زه خوچيغي وايم چې شته دى
خو جهان دې عجیبه دى اوقانون ېي عجيبه دى
خلک وۍ راته چې شته دى زړه مې هم وايي چې يې
خو جهان دى داسې ښکاري لکه بې مالکه کور
نو دا ملک خدا داد افغانستان هم اوس بې مالکه کور داسې دى ـ
اغه بل ملگرې بيا ځان را ټول کړ. سر يې را نږدي کړ ـ ويل ياره داهم سمه نه ده ـ هغه وطن اوس يو جنرال ستور ته پاتي کيږي چې په يوه کنج کې يې دين اومذهب پلورل کيږي اوپه بل کې يې فرهنگ اوارزښتونه اوهيواد پالنه ـ او په همدې کې ابل ملگري سر را نږدې کړوې ويل :
دريم به يې زه ووايم اوهغه دا چې يو څو تنه په ملک کې دننه ناست دې چې اوس يې داو په ټول وطن ايښى دى اودا ((مملکت خداداد)) پلوري ـاوهماغه دسرخرود اډي دگاډيوانانو په څير =چيغي وهي چې پن پن (پنج پنج ) رويه ؛پنج پنج رويه از پامير تا چخانسور ـ
هغه وويل چې ديارانو خبره په وروستيو ناندريو را څرخيدله ـ يو د سردار محمد تيمور ديورند (سر تيمار ديورند) اودس ماتى دى چې مخالفين اوموافقين ټول ترې څمڅۍ ډکوي او په خوله يې منډي اوپه دې فکر نه کوي چې الکه (هلکه ) دبل چا مال مه خيراتوه او دکابل دنانوايانو په څير ورته چوب گز مه ايږده، دا دافغان اولس مال دى ـ که ددواړو خواو پښتنو کې ايمان پيدا شو بيا به په شنه سهار دروښيي چې يوه خميره ډوډۍ ـ څو پتيري کيږي اوکنه نو ؛بس چې څوک يې خوري هغه دې خوري ـ خو هغه ياران چې غواړي په دې خبرو پاکستان خوشاله کړي هغوی هم غلط دي ـ پاکستان دا پور نه غواړي هغه نور غواړي ـ که نن يې زور ورسي هاغه دبدخشان په خرجين والاو به هم کرتاههي وايي اودکليو الوماشامونو نومونه به هم په ضياءالحق قريشي اوافتاب احمد خان گنجوي واوړي ـ هغوى دديورند کيسه کې نه دي بلکې دپنجشير د کانونو پسى راځې اوسر حد به هم دامو سيند وټاکي ـ خو دا مو بايد په ياد وي چي :
پنجابي لښکري دکهترې عقده لري . نوې زره پوځ يې په بنگال کې په يوه پښه ودريد اوهندوستان پرې دپوزي خطونه وويستل اوس هغه عقده په افغانانو هواروي ـ
هغه پښتونستان چې يو وخت داود خان اونورو غوښته اوس يې پاکستان جوړول غواړي ياره لږ راښه شه ـ اوساړه يې خوره کنه نو په رڼا ورځ به ته داسمان ستوري وويني ـ
هغه وويل : ياره ددې پيښو نه خو ډير وخت تير نه دي ؛ کله چې دپاکستان طالبي پوځ په کابل را ننووت نو بيا مو کونې ته لنده بړستن ان په کولياب کې هم نه ټينگيده ـ دپنجابيانو خو هسې نوم په ټيزونو کې بد دى خو تاسو بيا په کې ريکارد قايم کړی ـ
بله دملي سرود خبره وه بل ملگري په ټوکو وويل ياره دغه اشنا وويل چې دپاکستان ملي سرود ټول په فارسي دی بايد افغانستان هم په فارسي شي اوپښتو ژبه دومره بنياد نه لري ـ دا هم عجيبه پوښتنه ده اوعجيبه طرح ده . خو بل ملگری چې مخامخ ناست وو وويل : ماته يوه کيسه راياده شوه : بل ويل څنگه ؟
هغه ويل په يوه کلي کې ديو سړي په کونه کې نيالگي شين شوي ووـ نورو خلکو تعجب کاوه خو هغه خوشاله وو اوټقي يې کولي ويل يې: که خير دا نيالگى غټه ونه شي نو بيابه يې سيوري ته کښينم ـ زه نه پوهيږم چې دې ليونيانو څه شي خوړلي دي چې هضمولي يې نه شي ـ که دوي ډيره لوالتيالري نو کولي شي ملگرو ملتونو ته وړانديز وکې چې دټولو وهيوادونو ملي سرودونه په فارسي شي او د خميني مجسمه دې هم په واتيکان کې نصب کړي ـ يا داچي دا قم شريف دې ددونيا مرکز اعلان کړي ـ سړي تعجب کوي ـ چې ديوه هيواد ملي سرود دپاکستان سره پرتله کوه ـ دلته رښتيا چې دمړو هديره ده ـ لکه چې يو ژوندى نشته دخداى انصاف دارو(!)لږ څه له انصاف نه کار واخلئ او لږه يې سړه خورئ چې دا شوله مو خوله څه چې کونه ونه سيزي ـ
دافغانستان انتظاميه دې هم خداى اباده اوسوکاله لري چې يو خو يې هره ورځ دفساد مډالونه په ټټر قطاوروي ـ دمحمد داود خان روغتون کيسه څنگه شوه ؟
ابل ملگري وويل حل شوه ـ کميسيون جوړ شو بررسي کوي پړ اوناپړ به مالوم شي اوبيا به جزا ورکړ شي ـ دا کليشه له کلونو را په دې خوا په افغانستان کې خپل راج چلوي ـ که کندز کي جنگ وشي هغه هم کميسيون ته حواله شي ـ که په بل ځاى کې هر څه وشي کميسيون ـ فکر کوم دا کميسيون کوم پيرى دى ـ چې ځيني يې ويني اوځيني نه وينيي ـ جارشم له فاروق وردگ نه چې يو وخىت يې په تلويزيون کې سينه ټپوله ويل يې : دا ملک صاحب لري اودا زه يم ـ خو په يوه کميسون کي گډون يې خوله ورپټه کړه او امرالله ه صالح په کې مقام ته ورسيد:
رحمان بابا خداىې دې غريق رحمت کا تيره شپه يې راته په خوب کې دا بيت په غوږ کې را وڅڅولو:
چې په يو قدم تر عرشه پوري رسي
ما ليدلي دى رفتار دچاپلوسانو خاينانو جاسوسانو
خو بلاخره غونډه اوس پيليدونکي ده .
دنن ورځي غونډه هم دمعمول په څير نيم ساعت وروسته پيل شوه ـ هغه چا چې (سوله مل شينوارى درته يادوم ) ډير ټينگار کاوه چې په درې نيمو بجو راشئ هغه پخپله يو ساعت وروسته راورسیداوبيا غونډه د عوامو په اصطلاح چالانه شوه ـ
دغونډي پر سر کې شعرونو ته موقع ورکړل شوه ـ دا ځکه چې دشاعرانو سيکالوجي لږه نازک رنجه وي ـ هر يو غواړي خپل وار تير کړي ـ دا وار زموږ يو معزز ملگري حمدالله گران خپل شعر ولوست ـ دهغه دشعر عنوان وو :
که يهود که مسلمان يم زه گرم نه يم
که عرب يم که افغان يم زه گرم نه يم
زه ددغه طبعيت دمور بچى يم
که زه هر رنگه انسان يم زه گرم نه يم
کومې لوبي ته راغلي يم پوه نه يم
نيغ ولاړ چې په ميدان يم زه گرم نه يم ـ
کله چې شعر پاي ته ورسيد ـ له ټولو نه دنظر اوتبصرې پوښتنه وشوه ـ اکبر کرگر وويل : زه د هغه درنښت اودناوي له مخې چې شعر ته يې لرم ـ خبري کوم ـ خو څوک دې نه خپه کيږي ـ گران صيب زموږ معزز ملگرې دى خو داددې مانا نه لري چې دده شعر ته هم لاسونه وپړقوو؛ دا شعر سره له دې چې يوه ښه ميتولوجيکه محتوا لري اودخير وشر اودازل اودقسمت په روايتونو او شخړو را څر خي ـ مگر دفورم له مخې دپښتو زاړه فورم تر اغيز لاندي دى ـ زه ددې شعر په باب نه بلکي په عام ډول وايم ـ چې دپښتو په ځينو شعرونو کې چې هندوکش ؛پامير ؛ بابا غر ؛خيبر اوتاتره کښته پورته نه شي شاعر يې نه وايي ـ شاعر قصدا له شيرشاه اواحمد شاه ابدالي نه پيل کوي اوبيا نورو ته لاس اوږدوي ـ ددې پر ځاي چي شعر يې تصوير ولري ـ ايماژ اوتخيل ولري استعاره خيال اوعاطفه وغږوي په هماغه زاړه اوبې خونده شعر باندې را سر وي ـ دپښتو شاعرانو ته په کار ده چې لږ څه په خپل کار باندې فکر وکي ـ سليم حيات هم د کرگر دا خبري تاييد کړي اودعلامه اقبال يو شعر يې ولوست چې دهمدې شعر محتوا يې بيان کړي وه ـ
له هغه وروسته وار انجنير محسن ته وروسيد چې يو ښکلي غزل يې ولوست چې دټولو ناستو حاضرينو خوښ شو ـ په دې ډول :
خپه را نه اشنا شو غزل پاتې شو نيمگړى
ژوندون مې نيمه خوا شو غزل پاتې شو نيمگړې
ماويل ديار زلفانو ته به ښکلي غزل ليکم
اوربل ديار تالا شو غزل پاتې شو نيمگړى
انجنير محسن چې لومړى وار يې په دې غونډه کې گډون کړي وو شعر يې ډير ښه استقبال شو ـ او دهميشنې گډون بلنه ورکړل شوه ـ
وروسته دکيسو لوستلو وار راغئ ـ په سر کې له اکبر کرگر نه غوښتنه وشوه چې دهغه ملگري لکچر چې بلنه ورکړل شوي و ه او دناروغۍ له امله حاضر نه شو جبران وکړي او دادب اوعرفان ترمنځ يا دشعر اوعرفان په اړيکو خبري وکړي خو کرگر وويل . زه به خبري وکړم خو که پوښتني وي اودسم دم لکچر تابيا نه لرم ـ بل وخت به دا ارتکاب( په ټوکې سره ) تر سره کړم ـ نن مې معاف کړئ ـ خوکيسه به ولولم ـ بيايې زموږ دکلي جومات په نوم يوه نوې لنډه کيسه ولوستله ـ
کله چې کيسه خلاصه شوه ـ سليم حيات وويل دې کيسې ماته دپريم چند کيسه را ياده کړه ـ مسايل يې داسې په تصوريرونو کې رانغښتي وو چې هرڅه ته يې خوند وربخښلي ووـ هغه وويل چې ما يو وخت لوستي وو چې دپريم چند له کيسو نه دکليو دکوڅو اودڅارويو دتپياکو بوې را ځي ـ البته ددې مانا داده چې تصويرونه دومره پياوړي وو چې اوريدونکي يالوستونکي ځان په هماغه صحنه کې ویني ـ په دې کيسه محسني هم تبصره وکړه په ټوکه يې و ويل چې دسپينږيري دبلغمو اندازه لږه زياته وه ـ يو چارک به نه وه ( په ټوکه سره ) خو کرگر وويل ـ ډير شيان په چارک اندازه کيږي ـ په متر نه .
ولي ناروغ وويل : دکرگر صيب ليکني هماغه سلاست لري ـ دمضمون له مخې په دې کيسه کې ليکوال دغومبسو ځالي ته لاس کړى دى ـ د نصوارو اندازه يې ښه تصوير کړي ده ـ زما په نظر دا کليمات يې ښه حسابي پر ځاې کړي ووـ اودا هر څه دخلکو په محاوره کي موجود دي ـ
سوله مل صيب وويل : زه فکر کوم چې کرگر صيب به ديرش کاله پخوا خپل کلي ليدلي وي ـ خو کرگر يې په خبره کې را ټوپ کړ وې ويل : ياره زما ټول عمر ديرش کاله نه دې ( په ټوکه ) دسوله مل مطلب دا وو چې کرگر دکلي منظر ډير ښه کاږلي شي او هماغه اصطلاحات ښه کارولي شي ـ دکرگر له کيسي وروسته نظيف تکل دوه ډير کوچني او سپين شعرونه ولوستل :
سليم حيات وويل چي تکل صيب په شعر کې خپله لاره بدله کړې ده خو ولي عبدالله بيا وويل : چې زما په نظر دتکل په شعر کې دا تگ لاره دهغه دپيام دوړاندې کولو مخه نيسي هغه بايد دفورم اومحتوا تناسب په پام کې ونيسي ـ همدارنگه ولي عبدالله زياته کړه لومړي وار په لندن کې حنيف بکتاش مرحوم به ويل زه نه غواړم خپل هدف اوپيغام دقوانينو قرباني کړم ـ يعني لومړي وار هغه پيل کړه اوتکل صيب هم دا کار کوي ـ
له هغه وروسته وار سليم حيات ته ورغئ اودنروچکي پيغلي په نوم کيسه يې ولوستله ـ هغه په پيل کې غوښتل چې دنروچکي کليمه لږه را وسپړي خو کرگر ورته وويل : هلکه توضيحات مه ورکوه ـ هغه به ړوند وي چې نروچکي پيغله نه پيژنې ولا چې شلو مايلو کې هم ښکاره شي پيژندل کيږي ـ سودا مه کوه کيسه ارشاد .
دکيسي په پاى کې ـ ټولو ناستو کسانو لکه دستگير نايل ؛سوله مل شينواري ، غلام حيدر يگانه ، ولي يوسفي ، کرگر ،نظيف تکل اونورو خبري وکړي اوکيسه يې ښه وارزوله ـ
له سلیم حیا ت وروسته وار محسني صا حب ته ورغئ . هغه هم دخپلو تاریخي خاطرو یوه برخه چې داستانی شوې ده ولوستله او ګڼو برخه والو پرې ګټورې تبصرې وکړې
وروسته سوله مل خپله کیسه: ډارونکي خوبونه ولوستله چې په هغه کیسه هم لنډې خبرې وشوې
غونډه د ماښوم په اوه بجو پاى ته ورسيده ـ